ورزش

کابل کې په نړیوال معیار د فوټبال میدان جوړیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د وروستیو راپورونو پر بنسټ په کابل ښار کې د ۲۷۰ میلیونو ډالرو په لګښت په نړیوال معیار برابر د فوټبال میدان جوړیږي.

دغه میدان چې له وړاندې څخه د پیروزي میدان نومول شوی د کابل په ښار کې جوړیږي کوم کې چې نارینه او ښځینه لوبغاړي کولی شي خپل تمریناتي، ملي او نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

مژده جمال زاده د « ورزشي میدانونو بنسټ» ویانده او د عامه اړیکو مسؤله د امریکا غږ ته وویل چې په دغه برخه کې يي د افغان حکومت ملاتړ ترلاسه کړې او تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو هم دغه پروژه په رسمیت پیژندلی. د نوموړې په وینا دغه پروژه به ۲۷۰ میلیونه ډالره لګښت ولري.

د دغې پروژې لپاره پیسې به د نړۍ د مشهورو څیرو په مرسته د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ټولیږي. د پیسې ټولولو په برخه کې د امریکا مشهور او پخوانی سوک وهوونکی محمد علي کلي هم د مرستو ژمنه کړې.

د دغې پروژې په لار اچوونکې بنسټ د ویاندې په وینا دوي د فوټبال د میدان تر څنګ په پام کې لري چې روغتون، وړکتون او یو شمیر روغتیايي کلینکونه هم جوړ کړي.

مژده جمال زاده همدا راز وویل چې دوي په پام کې لري د دغې پروژې لپاره پیسې د امریکا متحده ایالاتو سربیره له ځینې اروپايي هیوادونو، کانډا او د نړۍ له نورو مختلفو سیمو څخه راټولې کړي.

افغانستان اوسمهال په نړیوال معیار برابر د فوټبال میدان نه لري چې له همدې امله د فوټبال ملي لوبډله نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ په نورو هیوادونو کې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

واه واه مژده جمال زاده او د فټبال د میدان لپاره د بسپنی یا اعانی جمع کول هغه هم له کفری هیوادونو نه مژده جمال زاده خو لا له مخکی خپل پت او عزت په امریکا او اوروپا کی په امریکایانو او اوروپایانو او دلته په افغانستان کی د شر و فساد په اختطافګرو عناصرو څو څو واری پلورلی اوس بیا غواړی دا تجربه تکرار کړی که څنګه دا په اصل که دفوټبال میدان نه بلکه د مژده جمال زاده له خوا دامریکایی سفارت پروژه ده ترڅو نور با پته افغان ځوانان او نجونی هم دفوټبال تر نامه لاندی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x