ادبي لیکني

د جحا حکایت‎

لیکوال: حمدالله حلمیار

«جحا» وایي زه یوه ورځ په کوم اوږده سفر روان وم، دلاري په یو پړاو کې مي د خپلې سیمې یو کس ولیدی چي ناست دی او په خوراک لګیا دي، رنګا نګ خواړه یې مخې ته پراته دي. زه چې ډیر وږی وم نو ور وګرځیدم سلام مې ورواچاوو.

د سلام ځواب یې راکړ، خو د ډوډۍ راته ونه ویل… تر ډیره یې دعوت ته انتظار شوم، ډوډۍ یې خوړله او ماته یې کتل… راته ویې ویل:څوک یې او له کومه راغلی یې؟

ورته ومې ویل: جحا یم او همدا اوس ستاسو د سیمې نه راغلی یم!

ویل ښه نو ته زموږ سیمه/کلی پیژنې؟

ما ویل: هو پیژنم یې!

ویل: ایا زما زوی مروان هم پیژنې؟

ما ویل: هو. په کوڅو کې یې لوبې کولې او پسونه به یې څرول…!

ویل: دمروان مور یعني زما میرمن څنګه وه!

ما ویل: بیخي ښه وه…!

ده سوالونه کول ما ځوابونه ورکول، ما ویل اوس به مې ورګډ کړی ، اوس به مې ورګډ کړي… بالاخره مې فکر وکړ چي راځه ډوډۍ ورپسې زهر کړه… ورته ومې ویل چي: یوه خیره مې هیره شوه، په سیمه کې وبا لګیدلې وه او غله هم ډیر شوي وو، خصوصا له هغه وروسته چې ستاسو سپی مړ شو..!

ویل: څه! زموږ سپی مړ شو؟ ولې؟ دمرګ وجه یې څه وه!؟

ما ویل: دا خو یې هغه ستاسو د اوښ غوښې ډیرې وخوړلې!

وارخطا شو.ویل: زموږ اوښه کله مړه شوه؟

ما ویل: هغه خو یې ستا د میرمنې په جنازه کښي خیرات کړه…!

دسړي سترګې برګې راوختلې؛ ویل: اخخخ خدایه! ښځه مې څه وخت مړه شوه!!!

ما ویل: دهغې خوارې په مروان پسې زهره تړک وچوله…!

سړی پاڅیده ویل: وای دا څه اورم! په مروان څه شوی وو؟!

ما ویل: په هغه باندې دکوټې چت را نړیدلی وو، هلته تر خاورولاندې مړ شو…!

جحا وایې له دې سره سړی په چیغو شو او د کور پر لور یې منډه کړه…

دی وایي ډوډۍ نغده راپاتې شوه او ما ورباندې برید وکړو تر مړیدو مې وخوړله…ایله مې له ځان سره وویل: رښتیا چي کنجوسان او بخیلان پخپله ښادي کي داسي خواړه نه خوري لکه دبل په غم کې.

له عربې ژباړه: حمدالله حلمیار
ـــــــــــــــــــــــــــ
★دعربي حکایتونو یو فرضي کرکټر جحا دی چي د پښتو حکایتونو د ملا نصر الدین په څیر شهرت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x