خبرتیاوی او پیغامونه

«وصال يې څومره خوږ دی» نعتيه ټولګه چاپ شوه

د دغې نعتيه ټولګې شاعر هلمند ميشتی شاعر حاجي عبدالهادي عمري دی، نوموړی وايي په دې کتاب کې يې ټول ۱۳۰ نعتونه راټول کړي دي.

«وصال يې څومره خوږ دی» نعتيه ټولګه په ۱۳۰ مخونو کې د ژوند فرهنګي ټولنې له لوري خپره شوې ده.

د دغې ټولګې شاعر حاجي عبدالهادي وويل، په نوې چاپ شوې ټولګه کې يې نعتونو او حمدونو ته ځای ورکړی دی.

نوموړی وايي، نويو نعتونو ته ټولنه ډېره اړتيا لري، ترڅو له دې لارې د حضرت محمد ((۲)) له عالي اخلاقو خلک خبر شي.

تر دې مخکې هم د ليکوال څلور کتابونه چاپ شوي دي چې د «نعتيه پلوشې» او «انوارو قافلې» په نوم دوه نورې نعتيه ټولګې دي، دا د شاعر درېيمه نعتيه ټولګه ده چې له چاپه راووځي.

بصیر الحق عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمروردګ

دانلود لینک یی ورسره پریږدی
مهربانی په مو وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x