افغانستان

لوګر: بهرنيانو اوه تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په لوګر ولایت کې بهرنیو ځواکونو پر ولسي وګړو ډزې کړې او اوه تنه يې ځای پر ځای وژلي دي.

د لوګر ولايتي شورا وايي چې د بهرنيو ځواکونو د موټرو کاروان له سړکه په روانو ولسي وګړو ډزې کړې او اوه تنه يې وژلي دي.

د دې شورا مشر حسیب الله ستانکزی وايي چې بهرنیانو وروسته له هغه پر ولسي وګړو پرلپسې ډزې وکړې چې د دوی پر کتار د سړک د غاړې ماین وچاوديد، چې له کبله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده.

که څه هم د لوګر د والي وياند دا نه مني چې بهرنیانو ولسي وګړي وژلي دي، خو د ځايي اوسېدونکي وايي چې پر وژل شويو سربېره لږ تر لږه ۱۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې ګډو امنیتي ځواکونو ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

د لوګر مدني فعالان وايي چې د نوي والي په ورتګ سره يې د ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی او ډېرې ولسي مرګ ـ ژوبلې د بهرنیانو له لوري ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x