نظــر

کرزئ صیب! پردی نه خپلــیـږي

karzai and panitaنن د مریکا د دفاع وزیر ( پانیتا ) د کرزي په وروستیو څرګنونو چی د امریکا په اړه یی کړی وی او ویلي یی وه چی  ( امریکا د ترهه ګرئ په جګړه کښی دوه مخی کوي او د ترهه ګرئ اصلی ځالی له منځه نه وړي ) ډیر ناخوښی ښودلی او ویلي یی دي چی ددی پرځای چی کرزئ په امریکا نیوکی وکړي باید مننه یی وکړي او د امریکا د هغو قربانیو قدر وکړي چی د افغانستان لپاره ورکړی او داچی د امریکا له  دوه زرو زیات عسکر دلته قربان کړی نو باید کرزئ د هغوی درناوئ وکړي.
متل ده چی ( هندو ستړئ او خدای ناراضه ) په تیرو یوولسو کلونو کښی د امریکا لپاره د کرزي خدمت او د خپل ولس په خلاف د پردیو سره د همکارئ او وفادارئ نتیجه اوس راښکاره کیږی . هغه چا چی د امریکا لپاره یی په معاصروخت کښی له ټولو ښه او په اخلاص دنده ترسره کړه او د شاه شجاع نه هم په پری پالنه کښی مخکښ شو همدا یی صله وه چی یوه خبره هم د هغوی د خوښی په خلاف نشی کولای

 کرزي او انډیوالانو یی دا یوولس کاله کوشش وکړ تر څو د امریکا د موجودیت او د دیموکراسئ د خوږو زهرو لپاره د افغان ولس ذهنیوتونه برابر کړي خو داچی افغان ولس دا هر څه خپله ولیدل او د امریکا دوستئ او د بشر سره مینه یی د بمباریو ، وژنو، شپینیو تالاشیو ، د ماشومانو او ښځو د وژلو او داړلو ، د ودونو او فاتحو په بمبارولو او د انسانی کرامت  په هراړخیز توهین او سپکاوي په شکل سره ولیدل نو هماغه وه چی د لمریکا په ضد احساسات ورځ تربلی زیات او آن خبره دی ته ورسیده چی د ملی اردو او پولیسو بی شمیره ځوانان دی ته اړ شول چی د خپل مسلمان او مظلوم ولس انتقام تری واخلي .
اوس چی د افغانستان روان مقاومت د بري خواته نږدی شوئ او د اشغالګرو او کورنیو انډیوالانو پښی یی په رپیدو دی نو اوس ټول هڅه کوی چی د ماتی پړه یو په بل وغورځوی
د ناټو مشر تیره ورځ وویل چی ددوی د عسکرو مورال لویدلئ او داخلی بریدونه د تشویش وړدي یعنی هغه د اردو سرتیري د ماتی لامل ګرځوي.
د امریکا کانګرس غړئ ( جون مکین ) بیا اباما ګرموی او وایی چی که دده پرځای وای اوس به یی خپل پوځونه له افغانستان نه ایستلي وه.
برتانیا ځینی چارواکی امریکا ګرموي او د جرمني استخباراتو بیا د کرزي په اداره ټکونه کړی او وایی چی هغوی درواغ وایی او خپله ناکامی پټوي.
خوبل لوري ته د کابل اداری مشر کرزئ وایی چی امریکا دوه مخي کوی او دپاکستان مخه نه نیسي او نه د ترهه ګرئ ځالی له منځه وړي !

خو وایی چی ( بده ورځ دوست نه لري ) د امریکا او ملګرو تر منځ د بی باورئ اصلي لامل د افغان مجاهد ولس سرښندنه او د سرونو سودا ده چی وه یی کولای شول دریم نړیوال ځواک سرټیټولو ته اړشوئ او اوس د تیښتی لاری ګوري
به تیرو یوولسو کلونو کښی امریکا او ملګرو یی د هری وسیلی نه کارواخیست ترڅو د افغانانو له سره د ازادئ او خپلواکئ نشه وباسی او د زور او زرو په بدل کښی یی د غلامئ په دام کي راولي خو داسی ونه شوه بلکی نه یواځی دا چی افغان ولس د ازادئ لپاره د خپل سر او مال پرواه ونه کړه بلکی د امریکا غرور یی هم له خاورو سره خاوری کړ.

که چیری د یوولسو کلونو وروسته افغانستان ته وګورو نو دا به په ډاګه وي چی د امریکایی اشغال په بدل کښی مو هیڅ هم ترلاسه نه کړل

یو متحد افغانستان مو یو ځل بیا د تجزیی تر حده ورساوه  

د امن او سولی کور مو د پردیو يوځیانو په ناولو قدمونو او په وحشت بدل کړ .

اسلامی قوانین او افغانی کلتور مو په دیموکراسئ او پردی کلتور واړوه.

د حیا عفت او شرم نه ډکی افغانی میرمنی مو د ښکلا ، نڅا په بازارونو وپلورلی او یواځی د دی لپاره چی د غرب سره ځانونه برابر کړو خپله ټولنه مو د بی حیایی او فحشاوو په رواجولو په ایډز اخته کړه

هغه ځوانان چی باید د علم ، غیرت او شهامت دنګ غرونه وای  د ښځونکو خویونو په خپلولو مو د سړیتوب له کتاره وه ایستل او یواځی د خپل سینګار او انګلیسی ژبی له یادولو پرته یی هیڅ علمی ارتقا ونه کړه

د ګاونډیانو د مداخلو خبره خو نور له شرمه په خوله نشو اخیستلای او د کونړ والی خوارکئ خو د پاکستان له لوري د ویشتلو میزایلو په شمارلو ستړئ شو هره ورځ د شپیتو او اویاوو میزایلو راپور ورکوي خو په تیر یونیم کال کښی د کابل اداره په دی ونه توانیده چی احتجاج وکړي

ایا په دی یووولس کالو کښی دی مزدورو چارواکو یوه لحظه دا فکر ونه کړ چي امریکا او ورسره څلویښت ملکونه مو ولي په خپل ولس تحمیل کړل که دوی د څو تنو د خیټو د ډکولو دلیل نیسی نو دا خو بیخی د شرم خبر ده ځکه چی په دی یوولس کالو کښی بی له دی چی یو څو غله او مفسد چارواکي ځانونه ماړه کړي نور خو هیڅ په لاس رانغله بلکی لاپسی د بدو ورځو او جګړو ښکار شو

ټول اسلامی او افغانی ارزښتونه مو ونړیدل او کوشش وشو ترڅو افغانستان دغرب او شرق په بی لاری تهدیب بدل شی ځکه که وګورو هیڅ داسی علمي او تخنیکی تهذیب پرمختګ ونه شو بلکی هرڅه لکه د اوبو زګ د څو ورځو په خاطر ترسره شول چی یواځی د اشغالګرو لپاره وه اوبس.

صداقت  بابکرخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x