ټکنالوژي

پیپسي (Pepsi) هم خپل سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۴ل): څو ورځې وړاندې د ټکنالوژي برخې ځینو مشهورو پاڼو راپورونه خپاره کړل چې د پیپسي د ساړه مشروباتو کمپنۍ هم غواړي خپل سمارټ فون نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي.

د وروستیو راپورونو پر بنسټ د پیپسي د کمپنۍ دغه سمارټ فون پي ۱ (P1) نومول شوی او د اکتوبر د میاشتې په ۲۰مه به کاروونکو ته معرفي کیږي. پیپسي کمپنۍ د دغه سمارټ فون جوړولو لپاره له یو شمیر چینايي کمپنیو سره تړون لاسلیک کړی.

د لاسته راغلو معلوماتو پر بنسټ دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې او پوره ایچ ډي (HD) ریزلوشن سره وړاندې کیږي. دغه سمارټ فون کې اته هستې لروونکی ایم ټي ۶۵۹۲ (MT-6592) ډوله پروسېسر کارول شوی.

د پیپسي د کمپنۍ د پي ۱ سمارټ فون رېم ۲ ګیګابایټه ده. دغه سمارټ فون به ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. اصلي کامره يي ۱۳ او مخکینی کامره يي ۵ میګاپکسله ده. پي ۱ سمارټ فون کې ۳۰۰۰ امپیره وړتیا لروونکې بیټرۍ ځای پر ځای شوی.

د ټکنالوژي د برخې ځینو پاڼو د راپورونو پر بنسټ کیدی شي د پیپسي د کمپنۍ دغه سمارټ فون د ۲۰۵ امریکايي ډالرو په بیه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

له دې امله چې پیپسي خپله د ساړه مشروباتو یوه مشهوره کمپنۍ ده نشي کولی سمارټ فون تولید کړي. د پیپسي کمپنۍ د پي ۱ سمارټ فون د تولیدلو حق د چین د سمارټ فون تولیدولو په یوې کمپنۍ خرڅ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x