افغانستان

په لوګر او بامیانو کې د ملي اردو ۳ هلیکوپتر الوتکي غورځېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر او بامیان ولایت سیمه ایز چارواکي او عیني شاهدان وايي چې په دغه دوه ولایتونو کې د ملي اردو ۳ هلیکوپتر الوتکي غورځېدلي.

د بامیان ولایت د والي ویاند عبد الرحمن احمدي رسنیو سره په تماس کې ویلي چې نن د ملي اردو یوه الوتکه چې غوښتل یې له بامیانو څخه کندهار ته پرواز وکړي، د بامیان ولایت مرکز د بابا په غرونو کې د قازان په نامه سیمه کې غورځېدلې.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه الوتکه کې ۲ تنه کسه مړه او پنځه نور مرګوني ټپيان شوي دي.

نوموړي د الوتکي د را غورځېدو سبب د بامیان د چغرافیې سره د پیلوټ نابلدي ښودلې.

طالبانو ددغه الوتکي د ویشتلو خبر ورکړی، او زیاته کړې چې په بامیانو کې ددوی جنګیالي وايي چې دغه الوتکه دوی ویشتلې او دویشتل کیدو وروسته سمدستي په ځمکه را غورځېدلي او په کښي سپاره کسان ټول وژل شوي.

بل خوا د لوګر ولایت څخه په ورکړه شوي خبر کي ویل شوي چې په دغه ولایت کې هم د ملي اردو دوه هلیکوپتر الوتکي را غورځېدلي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته وویل چې نن تر غرمي وروسته د دغه ولایت د خروار ولسوالي په مرکز کې د ملي اردو یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځېده، چې له کبله یې مرګ ژوبله اوښتې، خو د نوموړي سره یې د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات نه وه.

که څه هم د والي ویاند د یوې الوتکي د را غورځېدو خبر ورکړی، خو ځینو ازادو سرچینو په دغه ولایت کې ددوه الوتکو د را غورځېدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼي کې ویلي چې ددوی جنګیالیو نن د لوګر ولایت د خروار په ولسوالۍ کې د ملي اردو هغه دوه هلیکوپتر الوتکي د یوه برید په ترڅ کې را نسکوري کړي، کله چې هغوی غوښتل په سیمه کې د دوی د جنګیالیو په خلاف په عملیاتو کې برخه واخلي.

نوموړي ویلي چې ددغه الوتکو څخه یوه د خروار ولسوالۍ د ودانۍ په منځ کې او یوه بله یې د ولسوالۍ د ودانۍ څخه لیري وغورځېده.

نوموړي ویلي چې د خروار ولسوالۍ مرکز له تیرو ۶ ورځو څخه ددوی تر کلکي محاصرې لاندي دی، یادو دوه هلیکوپتر الوتکو غوښتل چې د طالبانو پر جنګیالیو باندي عملیات وکړي، او د مرکز څخه محاصره ماته کړي.

باید وویل شي چې تیره ورځ مازیګر هم په پلازمینه کابل کې د برتانوي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه وروسته تر هغه را وغورځېده کله چې د ناټو په عمومي قومندانۍ کې د څار لپاره پورته شوي بالون د تارونو سره ټکر شوه.

په دغه الوتکه کې دوه برتانوي پيلوټان، دوه امریکايي عسکر او یو فرنسوی ملي قراردادي ووژل شو، او پنځه تنه نور بهرني عسکر ټپیان شول.

د ټپيانو د روغتيايي حالت او نه هم د هغوی د هویت په اړه معلومات د رسنیو سره شریک شوي. او نه هم دا جوته شوې چې د پيښي قربانیان په پوځ کې په کومه رتبه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x