شهيد او شهادت (یو څلوېښتمه برخه)

لیکوال: م. محمد نعیم

د احد د شهیدانو په اړه دکتور طارق سویدان[1]د ( د ژوند د پای کیسه ) په لړۍ کې له شیخ محمود الصواف[2] څخه د یوې لویې پېښې په اړه، د احد د شهیدانو د بیا ښخولو په هکله چې ځینو علماوو یې څارنه کوله، راوړي چې له ۱۴۰۰ کاله وروسته بیا هم د احد د شهیدانو جسدونه په خپل حال وو، نه یې کوم تغیر کړی او نه کومه بد بويي او نه هم خراب شوي وو.

دکتور طارق سویدان وايي: ( شیخ محمود الصواف رحمه الله راته ویل چې دی د هغو لویو علماوو په ډله کې وغوښتل شو کوم چې د احد په ادیره کې د احد د شهیدانو د بیا خښولو لپاره چې د سیل له امله را لوڅ شوي وو، راغوښتل شوي وو،  نوموړی وايي: له هغو جسدونو څخه چې خښ مې کړل، یو هم حضرت حمزه رضی الله عنه و، وايي غښتلې بڼه یې درلوده، پزه او غوږونه یې غوڅ کړل شوي وو، ګېډه یې څېرې کړل شوې وه، یو لاس یې په ګېډه اېښی و، وايي کله مو چې وخوځولو او لاس مو یې پورته کړ، وینې ترې روانې شوې.[3]

دکتور طارق السویدان بل ځای وايي: د شهید عبد الله عزام رحمه الله تعالی له درنې مېرمنې ام عزام سره مې د عبد الله عزام له شهادت نه وروسته ولیدل، زما او د عبد الله عزام ملګري وه، مېرمنې یې راته کړل: ابو محمده! داسې حالت راباندې راغلی چې غوښتي مې دي الله جل جلاله دې عبد الله شهید کړي، سبحان الله! مېرمن غواړي خاوند یې شهید شي! څه فکر کوئ؟ ما ورته کړل ولې؟ ویل: ځکه چې هر وخت به یې د شهادت هیله کوله، د ډوډۍ په سر، په بستره کې، او… نو داسې حالت راغلی چې ما ویل یا الله! آرمان یې پوره کړې او شهید یې کړې چې زړه یې ډاډه شي.[4]

( عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ لَمَّا سَقَطَ عَلَيْهِمُ الْحَائِطُ فِى زَمَانِ الْوَلِيدِ بْنِ عَبْدِ الْمَلِكِ أَخَذُوا فِى بِنَائِهِ ، فَبَدَتْ لَهُمْ قَدَمٌ فَفَزِعُوا ، وَظَنُّوا أَنَّهَا قَدَمُ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – فَمَا وَجَدُوا أَحَدًا يَعْلَمُ ذَلِكَ حَتَّى قَالَ لَهُمْ عُرْوَةُ[5] لاَ وَاللَّهِ مَا هِىَ قَدَمُ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – مَا هِىَ إِلاَّ قَدَمُ عُمَرَ – رضى الله عنه )[6]

ژباړه: هشام بن عروة له خپل پلار عروه څخه روایت کوي، چې کله: د اموي پاچا ولید بن عبد الملک[7] په وخت کې د حضرت عایشې رضی الله عنها د خونې دېوال را وغورځېد، نو دوی یې په جوړولو پیل وکړ، که ګوري یوه پښه ورته را ښکاره شوه، دوی سره هيښ او وډار شول، ګومان یې وکړ چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پښه ده، او دوی یې بې حرمتي وکړه! هېڅوک یې ونه موندل چې دا پښه وپېژني، تر دې چې حضرت عروه ورته وویل: نه، قسم په الله، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پښه نه ده، دا پښه د هېچا نه ده مګر د حضرت عمر رضی الله عنه.

په دې اړه امام بیهقي له یو څه اختلاف سره د وردان[8] یو تفصیلي روایت راوړی، وردان د حضرت عمر بن عبد العزیز په امارت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړی کړی، نوموړی وايي د حضرت عایشي رضی الله عنها د خونې ختيځه برخه را ولوېده،  زه وغوښتل شوم چې جوړ یې کړو، نو حضرت عمر بن عبد العزیز رضی الله ته ورغلم، ما ویل خلک به د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر ته راځي او ستونزې به جوړې کړي، نو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر شاوخوا په اصطلاح شېرازه یا پرده جوړه کړه، تر څو خلک د ننه رانشي، ما ته یې ویل وردانه! ور دننه شه، نو یوازې زه ور دننه شوم، خاورې مې را اېستلې تر دې چې هغه ځای ته ورسېدم چېرته چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه پښه وه! څنګه مې چې ولیده ما ویل امیر المومنینه! مخې ته مې یوه پښه را ښکاره شوه! دی وار خطا شو، ور سره قریش، انصار او عرب ټول وار خطا شول، سالم[9] ورته ویل: امېره! مه وار خطا کېږه، دا زما او ستا د پلار حضرت عمر فاروق رضی الله عنه پښه ده، له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه مې اورېدلي چې عمر رضی الله عنه لوړ سړی و، نو قبر یې لنډ شو، بیا یې د پښو لپاره د حضرت عایشې رضی الله عنها د خونې په دېوال کې ځای وکېندلو! حضرت عمر بن عبد العزیز رضی الله عنه ویل: وردانه! الله دې رحم در باندې وکړي، پټې یې کړه! وردان وايي بیا مې یې د پښو د پاسه رپک جوړ کړ. [10]

امام بيهقي ويلي: ( وقد يجوز أن يكون ذلك في إمارة عمر بن عبد العزيز على المدينة من جهة الوليد بن عبد الملك ثم قد يجوز أن يكون عروة ، وسالم قالاه ، فلا يكون بين الروايتين اختلاف ، والله أعلم  )[11]

ژباړه: کېدی شي دا پېښه په مدینه منوره د حضرت عمر بن عبد العزیز د امارت پر مهال چې د ولید بن عبد الملک له خوا ګومارل شوی و، شوې وي، او دا هم کېدی شي چې دا خبره عروة بن عبد الله بن الزبیر او سالم بن عبد الله بن الزبیر دواړو کړې وي، نو ددواړو روایتونو تر منځ به اختلاف نه وي.

د یادونې ده چې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه، د آخرت په شهیدانو کې حسابېږي، خو د دنیا شهید نه ورته ویل کېږي؛ ځکه چې له ټپي کېدو وروسته درې ورځې ژوندی و، خوراک او څښاک یې کاوه، خبرې یې وکړې، د مشر د ټاکلو لپاره یې شپږ کسیزه شورا ( اهل الحل و العقد ) وټاکله. دده د جسد د نه خاورې کېدو دوه لاملونه کېدی شي، یو دا چې شهید شوی او بل دا چې د صالحینو له ډلې څخه و. نو له دې کبله د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نه خاورې کېدل هم د شهیدانو او هم د صالحینو دواړو لپاره دلیل ګرځېدی شي.

نور بیا…

م. محمد نعیم.

[1]  – دکتور طارق السویدان د کویټ هېواد اوسیدونکی دی، په ۱۹۵۳ م کال کې زیږېدلی دی، د اسلامي نړۍ په کچه وتلی اسلامي دعوتګر او مدني فعال دی، لیسانس، ماستري او دکتوراه یې د پټرولو په انجینرۍ کې له امریکا څخه کړي، نبوي سیرت یې ټول په ویډیو ګانې کې ویلی دی، له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۳ پورې د مشهور خلیجي تلویزیون ( الرسالة ) مدیر و، کوم چې د سعودي کورنۍ د مشهور او نړیوال ملیاردر ولید به طلال له خوا جوړ شوی، کله چې په مصر کې کودتاه وشوه، دکتور طارق سویدان د اخوان المسلمین ملاتړ وکړ، دا خبره په ولید به طلال سخته تمامه شوه، ځکه هغه وخت سعودي له سیسي سره ټینګ ولاړ و، نو یې دکتور طارق سویدان له دې امله چې د اخوان المسلمین په ګټه یې خبرې کړې دي، له دندنې ګوښه کړ.

[2] –  شیخ محمود الصواف په ۱۹۱۵ م کال کې په عراق کې زیږېدلی، په عراق  له تعلیم نه وروسته مصر ته تلی، هلته یې له ازهر شریف نه په دیني علومو کې دکتوراه کړې، په عراق کې د اخوان المسلمین له مشهورو څېرو څخه ګڼل کېږي، د روس پر ضد افغان جهاد کې یې هم هڅې کړې دي، په ۱۹۹۲ م کال کې د ترکیې د استانبول په هوايي ډګر کې په داسې حال کې وفات شو چې مکې مکرمې ته د تلونکي طیارې په انتظار کې و، بیا یې جسد مکې مکرمې ته انتقال شو، او هلته په جنة المعلاة کې د جلیل القدره صحابي حضرت عبد الله بن الزبیر رضی الله تعالی عنه، تر څنګ ښخ کړل شو. له تالیفاتو څخه یې ځينې: تعلیم الصلاة. اثر الذنوب في هدم الامم والشعوب ـ  معرکة الاسلام بین الامس والیوم ـ  نداء الاسلام ـ بین الرعاة و الدعاة. او داسې نور…

[3] –  https://www.youtube.com/watch?v=lIFDifD_QwU&hd=1 – دکتور طارق السویدان د ( د ژوند د پای کیسه ) په دوهمه برخه کې چې دا یې لینک دی، او یو ساعت، ۴۲ دقیقې او ۳۹ ثانیې ده، دا خبره په څرګند ډول له ۵۰ دقیقې او ۱۹ ثانیې وروسته کوي.

[4] – https://www.youtube.com/watch?v=7j88j-wrAOM&index=3&list=PL8A01F73C4EEDEB98 دوهمه برخه، له ۴۳ دقیقې وروسته.

[5] – عروة بن عبد الله بن الزبير رضي الله عنهما.

[6] – صحيح البخاري. باب ما جاء في قبر النبي صلى الله عليه وسلم.

[7] – ولید بن عبد الملک بن مروان، په شام کې د اموي پاچاهانو له مشهور پاچاهانو څخه و، په ۴۸ – ۹۶ هـ ق، د خپل پلار عبد الملک له وفات وروسته په ۸۶ هـ ق یې واک تر لاسه کړ، دده په وخت کې د اسلامي خلافت بریدونه تر هند، ترکستان او چین پورې ورسېدل، لومړنی کس و چې په اسلام کې یې روغتونونه جوړ کړل، د هر نابینا لپاره یې یو کس د مرستندوی په توګه وټاکه، اولګښتونه یې له بیت المال څخه ور کول، ځای پر ځای  پرتو ناروغانو ته یې خدمتګاران مقررکړل، قاریانو ته یې له بیت المال څخه لګښتونه مقرر کړل، د مسافرو لپاره یې مسافر خانې جوړې کړې، نبوي جومات او ترې را تاو خونې یې ړنګې کړې، او له سره یې جوړ کړ، د بیت المقدس جومات یې جوړ کړ، ددمشق لوی جومات یې شروع کړ، چې په جامع اموي سره مشهور دی، او بیا دده له مرګ نه وروسته دده ورور سلیمان بن عبد الملک په وخت کې بشپړ شو، د ګوتې په مهر کې یې لیکلي وو: ( يا وليد! إنك ميت ) اې ولیده! بیشکه ته مړکېدونکی یې. الاعلام للزرکلي، ج: ۸، ص: ۱۲۱.

[8] – وردان أبو عبيد او أبو عثمان هم ورته ويل کېږي، د عمرو بن العاص السهمي رضی الله عنه غلام و، د اصفهان له اسیرانو څخه و. مختصر تاریخ دمشق، ص: ۳۵۶۰

[9] – سالم بن عبد الله بن الزبیر رضی الله عنهما.

[10] –  شعب الایمان للبیهقي. ۹. ص: ۲۰۵

[11] – شعب الايمان للبيهقي. 9. ص: 206.
(6)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خلیل الرحمن
میلمه
خلیل الرحمن

خوراپه زره پوری معلومات وو الله جل جلاله په زمکه دانبیاو اوشهیدانو دجسدونه خورل حرام کری دی.