افغانستان

فراه: بالابلوک کې سلګونه امنیتي ځواکونه محاصره دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالی دشیوان، ګنج اباد او ګرانی سیمو کی له یوی هفتې څخه دحکومت او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې او لا دوام لري.

د سیمي څخه د نن ټکی اسیا همکار ډاکټر سراج الدین شیواني خبر راکړ چې دا سیمه د حکومت لپاره ډیر ستراتیژیک اهمیت لرونکی ده، ځکه طالبان غواړي وخت په وخت ددغه سيمي پر امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې په تیرو څو ورځو کې طالبانو دفراه ولایت دخاک سفید ولسوالی د سقوط وروسته د شیوان سیمی ته هم د طالب قومندان ملا ابراهیم صابر په مشری خپل واک زیات کړی، او جګړه یې پیل کړې.

د شیوان په سیمه کې د نظم عامه پر قرارګاه باندي طالبان چار چاپیره را ګرځېدلې، دغه مهمي قرارګاه ته یې ټولي اکمالاتي لاري تړلي، چې له کبله یې دولتي ځواکونه دغه قرارګاه ته هیڅ کومک نه شي رسولای، او نه هم د قرارګاه دننه عسکر د تیښتي لاره لري.

د نظم عامه دغه قرارګاه چې د شیوان د زړې ولسوالۍ په نامه سیمه کې موقعیت لري، په دغه سیمه کې د نظم عامه تر ټولو مهم او د قوت ځای دی، چې د طالبانو تر محاصرې لاندي دی.

د سیمي اوسیدونکي وايي طالبانو هغه قوه پر شا تمبولې، چې د محاصره عسکرو د خلاصون په خاطر د هرات څخه راغلې، هغوی زیاتوي چې په سیمه کې نن ټوله ورځ الوتکي ګرځېدلې، خو تر دې دمه یې کومه پایله نه ده لرلې.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي هم مني چې په بالابلوک کې سلګونه امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي، په پرونۍ ناسته کې د دې ولایت استازي پر حکومت غږ وکړ چې د محاصره ځواکونو لپاره دې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x