افغانستان

د کندوز د سقوط د پلټنې کمیسیون وايي، څېړنې به يې بې پرې وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د سقوط د علتونو د معلومولو لپاره د ګډ حکومت لپاره د دوو تنو په مشرۍ په ګډه یو کمیسیون ټاکل شوی دی.

دغه کمیسیون چې د ګډ حکومت د مشرانو له لوري د ملي امنیت د پخوان رییس امر الله صالح او د پوهنې د پخواني وزیر غلام فاروق وردګ په مشرۍ له پنځو تنو جوړ دی، په څېړنو کې به د کندوز د سقوط عوامل په ګوته کوي.

دې کمیسیون تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دوی څېړنې به هغه وخت کره وي چې چارواکي ورسره د معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړي.

مدني فعالان او سیاسي شنونکي وايي چې دغه ریاست چې ټول ټال پنځه تنه غړي لري چې دوه تنه يې پر دریو نورو مشران ټاکل شوي دي د هېواد په تاریخ کې بې نمونې کمیسیون ګڼلی شو.

د سیدالرحمن فقیرزي په نوم، یوتن پخپل فیسبوک پاڼه لیکي: «ښايي دا د حکومتولۍ په برخه کې تر ټوکې هم ډيره خندوونکي وي چې يو کميسيون دې دوه ريسان ولري او وياند دې له سره وي نه. خو يو څوک دې په رسنيو کې د وياند د مرستيال په توګه وغږيږي!»

ویل کېږي چې د دې کمیسیونو پر دریو غړو امرالله صالح د عبدالله عبدالله او غلام فاروق وردګ د محمد اشرف غني له لوري رییسان ټاکل شوي دي.

د څارونکو په قول یاد دواړه مشران دا ضرفیت نه لري چې د پېښو کره څېړنه وکړي او په رښتیا هم د کندوز د سقوط عوامل په ډاګه کړي.

په پلازمېنه کابل کې د «پښتون خوځښت» په نوم د ټولنې مشر خیرالله شينواری ورته نظر لري او پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «امرالله چې د کندز په شریفو خلکو یې تهمت پورې کړی، سپکاوی یې ورته کړی، په خپله د جګړې یو اړخ دی څرنګه کېدای شي چې بې طرفه قضاوت وکړي او بیا هغه هم د هغو پښتنو په اړه چې کلونه کلونه ده بندیان کړي، په مرموزه توګه یې وژلي، ربړولي او په مختلفو تورونو یې خلک تر ګوانتانامو لا رسولي، بله خوا د فاروق وردګ په شان مضره احتیاط کاری چې ټول جرات یې د وزارت په وخت کې ولس ته معلوم دی څنګه دا جرات وکړي چې حقایق را برسېره کړي؟»

ياده دې وي کندوز نږدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته ولويد، چې دم ګړۍ د ښار له ځینو نقطو په شا شوي چې د دوی په وینا د ولسي وګړو د خوندیتوب په خاطر يې دا کار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammad sediq

طا لبان او حکومت له یوه جیب سخه اکمال کیژی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x