ادبي لیکني

لیکنه او لیکوال

لیکوال : حکیمي

دا نځور وړې وړې ذرې  مې په ذهن کې شور ماشور جوړ کړي ، د زړه ور مې په وړو وړو چچکو را ټکوهي تر هغې مې نه پریږدي تر څو چې ځان را باندې رسم نه کړي ، راته چغیږي ، راته ژاړي ، تنګوي مې نو زه هم قلم ته لاس کړم لومړی ترې وپوښتم څه غواړئ ؟ څنګه یې غواړئ ؟  په ژړغونو سترګو، رنګ الوتي مخ
اوټيټ غږ راته وایي !

‎‎ــــــــــــ ته نه یې خبر چې زه په څه شي ژوند کوم ؟

ــــ   نه والله هغه څنګه ؟

ــــ   زه  له  هغه درد او چیغې نه جوړ یم چې تاسو دردوي ، زه هغه لاره یم چې لارونکي یې تاسې یاست  ، زه هغه الف یم چې مور يې درته په تندي راکاږي ، زه هغه ساه یم چې تا بې ساه کوي ، زه هغه قلم یم چې  رنګ مې ستا وینه ده ، زه هغه یتیم یم چې داسیا په زړه کې په یبلو پښو په لوړه او ژوره کې دمور نوم ته غیږه ورکوم ، زه هغه سیند یم چې ستاسو تنده نشم ماتولی ، زه هغه ناره یم چې مسلمانوي مې زه هغه ټپه یم چې انګریزان تمبوي ، زه هغه اوښکه یم چې مالګه نه لري زه  زه  زه زه زه زه …. اوف زه  .

ـــ   بس! اوف بس!  ومې پېژندې  ، پېژندلې مې ، نور مې مه تنګوه .

ـــ  داسې نه ده  ، ته مې نه پېژنې ، که دې پېژندلای ، نو زما وړې وړې سلګۍ او چیغې به دې اورېدلې وای ، مور به دې راته پیدا کړې وای ، تر لاس به دې نیولای وای ، زړه ته به دې وړی وای   .

ـــ  ښه نو څه ! څه وکړم ؟

ــــ   زه غواړم چې داسې مې انځور کړې ، چې لارویانو ته په تابلو کې رڼه لاره په ګوته کړې تر څو دڅلورمې لسیزې د اورنیو حالاتو ټغر ورټول ، د یتیم اوښکه وچه  ترڅو هر وګړی  په یاده لاره د ( امر باالمعروف اونهی عن المنکر) په لور سترګکونه ووهي .

ـــ  ښه زړګیه ! دابه وکړم نور .

ـــ نور به زه لیکنه شم او ته لیکوال .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x