نظــر

پر افغانستان د امریکا د یرغل ۱۱ کاله پوره شول

night raidد ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷مه امریکا په افغانستان په دې پلمو چې طالبانو د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته پنا ورکړې او طالبانو د ښځو او بشر حقوق ېې په سم ډول نه دي مراعات کړي یرغل وکړ .
که څه هم په افغانستان د امریکا د یرغل ۱۱ کاله پوره شول ،د طآلبانو نظام ونړید او د القاعدې مشر هم ووژل شو خو امریکايي ځواکونه لا هم د افغانستان په کلیو او بانډو کې د خلکو په تیره ښځو او ماشومانو وژلو ،بې کوره کولو ،کونډولو او یتیمانولو ته دوام ورکوي .

امریکا په تیرو ۱۱ کلونو کې په افغانستان کې داسې جنایتونه وکړل چې د انسانیت تاریخ به ېې د تل لپاره په یاد ساتي .

امریکايي ځواکونو د ښځو د حقوقو په پلمه په ښځو داسې ظلمونه وکړل چې د چنګیز د ظلم او بربربیت پلونه ېې پټ کړل .

امریکایانو نه یواځې په افغانستان او نوره نړۍ کې په بریدونو او ړندو بمباریو کې ښځې او ماشومان ووژل ، جنسي تیري ېې پرې وکړل بلکې حتې د سپین ګیرو په وړاندې ېې هم داسې جنایتونه وکړل چې انسانیت په ټنډه به د تل لپاره داغ وي .
د امریکايي ځواکونو د همدې جنایتونو پایله ده چې نن ورځ د نور افغان ولس په څیر افغان ځواکونو چې امریکایان ېې خپل تربیه شوي بولي پر هغوی د خپلو زړو د قهر او د خپلو ټوپکو د مرمیو جوجورې تشې کړې او دا لړۍ لا هم دوام لري .
امریکا په تیرو ۱۱ کلونو کې نه یواځې دا چې ونه توانیده افغان ولس په زور او زر ایل کړي بلکې اوس پوه شوې چې د لړمانو په غار ېې لاس منډلئ .

 امریکا په تیرو ۱۱ کلونو کې نه یواځې د افغان ولس په سلګونه زره کورنۍ د خپلو عزیزانو سر ته کینولې بلکې په دې جګړه کې د دوی هم په زرګونو یرغلګرو عسکرو خپل سرونه بایلودل .

دا به د افغان خاورې نصیب ؤ چې د چنګیزیانو انګریزانو او روسانو په څیر د امریکايي ځواکونو او د هغوی د نورو اروپايي ملګرو دسرونو او ګونډو په ګورستان بدله شي .

که څه هم امریکاپه تیرو یولسو کلنو کې په افغانستان کې پریمانه بې ګناه وګړي ووژل خو د دې هیواد لپاره ېې هیڅ هم ونه کړل

همدا اوس هم پر کونړ د پاکستان بریدونه دوام لري خو افغانستان د خپلې دفاع وسایل نه لري نن هم په کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو د دوام خبر خپور شو خو افغان چارواکي چوپه خوله دي
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان لوړ پوړو چارواکو په تیره د ننګرهار والي غوره کړې وه چې که پاکستان بیا هم توغندیز بریدونه وکړي دوی به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي .

له بلې خوا ولس مشر حامد کرزي د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ملي اردو د تجهیز په هدف د هغو درنو او دافع هوا وسلو د ترمیمولو اقدام وکړي، چې د دې وزارت په ډیپوګانو کې پرتې دي.

افغان رسنیو وویل ښاغلي کرزي دا څرګندونې د قول اردوګانو د قوماندانانو او د ملي دفاع وزارت د لوړرتبه افسرانو په غونډه کې چې تیره ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه، وکړې.

ولسمشر کرزي په دې غونډه کې د افغانستان له مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع په هدف  د هیواد د دفاعي ضرورتونو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د یادولو ده چې ولس مشر کرزي تیره اوونۍ پر امریکا نیوکه کړې وه چې له ستراتژيک تړون لاسلیکولو سر بیره دا هیواد د افغانستان له پولو دفاع نه کوي او نه هم دوی ته د خپل هیواد د دفاع لپآره لازمې وسلې ورکوي .

کرزي ویلي ؤ که امریکا په افغانستان کې د دوی د لسګونو زره ځواکونو له شتون سره سره د دې هیواد د پولو سالتنه نه کوي لږ تر لږه باید دوی ته اجازه ورکړي چې له نورو هیوادونو د خپلې دفاع لپاره لازمې وسلې تر لاسه کړي .

یادونه کوو چې کرزي ورته څرګندونې څو کاله وړاندې هم کړې وې خو لا اوس هم افغانستان د خپلې ځمکنې دفاع لپاره لازمې وسلې او مهمات نه لري .

داسې آوازې هم شته چې امریکا د افغانستان دنویاک په لومړیو کلونو کې د دفاع وزارت اړوند په لسګونو زره توغندي ،د الوتکو بمونه ،توپونه او د توپونو مرمۍ او نورې ډول ډول درنې وسلې چې افغانستان ته له شوروي پاتې وې له منځه یوړې .

یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط په کابل کې ماته وویل چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ م کلونو کې امریکا د مین پاکۍ له مؤسسو سره د قرارداد له مخې د دفاع وزارت اړوند دیپو شوي د میلیونونو ډالرو په ارزښت مهمات په بګرامیو ولسوالۍ کې له منځه یوړل .

د افغانستان له بیلابیلو سیمو درنې بی ایم ۴۰ بي ایم ۱۲ او ۱۶ وسلې او لوی ډي سي توپونه راټول شول خو بیا ېې پته ونه لګیده .

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په تورخم کې پاکستاني پولیسو یو افغان سپين ګیرئ په څاپيړه وهلئ ؤ چې طالبانو ېې په غبرګون کې په پاکستاني تاڼو برید وکړ ۹ پاکستاڼي پولیس ېې ووژل او تاڼه ېې هم په آر پي جي  راکټ وویشته خو پاکستان د کوم ستر اقدام جرئت ونه شو کړئ .

نن چې د دوی په اصطلاح د افغانستان د امنیت او دفاع لپاره د ۴۹ هیوادونو لنډغر راغلي هر څوک د مومن خان د ښآر مار غوندې خپله توره په کې آزمايي .

ښاغلئ کرزئ ښايي اوس پوه شوئ وي چې امریکایانو په الوتکه کې له د ارزګان له غرو د کابل ارګ ته د هغه لپاره نه بلکې د ځان د ګوډاګي جوړولو لپاره انتقالاوه .

ډاکتر عماد الدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x