افغانستان

اسناد: د احمدضیاء مسعود واکونه د مرستیال ولسمشر تر كچې پورته شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې۲۱مه ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې احمدضیاء مسعود ته د مرستیال ولسمشر واکونه ورکړل.

دغه فرمان چې د تلې په ۱۸مه نشر شوې او نن ټکی اسیا ترلاسه کړی، په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیاء مسعود واکونه د مرستیال ولسمشر واکونو ته لوړ شوي دي.

په فرمان کې راغلي چې په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي رسمي تشریفات، حقوق او امتیازات به يې د ولسمشر د مرستیالانو په کچه وي.ahmad zia masood dd

یاد فرمان به د ولسمشر د فوق العاده استازي د دفتر د ایجادیدو د تاریخ سره سم نافذ وي. احمدضیاء مسعود تېر کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۷مه خپل کار په رسمي توګه پیل کړ.

هغه مهال لا څرګنده نه وه چې د نوموړي څه دندې دي او څومره واک و صلاحیت لري.

د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په نوم کوم ارګان د افغانستان په اساسي قانون کې نه دی ذکر شوی او ځکه هم د مستقلو اورګانونو، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د مشرانو په څېر د ولسي جرګې تایید ته اړتیا نه لري.

د ولسمشر لخوا احمدضیاء مسعود د درېیم مرستیال په توګه ټاکل د قانونپوهانو په باور یو ځل بیا د اساسي قانون ماتول دي. د افغانستان په اساسي قانون کې ولسمشر دوه مرستیالان لري. د اساسي قانون د شپېتمې مادې له مخې دغه مرستیالان د ټاکنو پر مهال ولسمشرۍ ته کاندید له ځان سره یوځای ملت ته اعلاموي.

اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو چې د اساسي قانون خلاف هيڅ یو عمل ته تیار نه دی ځکه که په اساسي قانون معامله پیل کړي بیا پای نه لري.

قانونپوهان وايي چې اشرف غني په اساسي قانون لومړۍ معامله د اجراییه رییس سره د امریکا په سفارت کې وکړه او دغه لړۍ تر دې مهاله روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x