fbpx

طالبان: د «نظامي مصلحت» پر بنسټ مو د کندوز ښار اطرافو ته شاتګ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): وسله‌والو طالبانو ومنله چې په کندوز ښار کې له دولتي ودانیو او له مرکزي برخو څخه یې د ښار اطرافو ته د «نظامي مصلحت» له مخې شاتګ کړی دی.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کندوز د ښار دفاع د دوی د ځاني تلفاتو او مهماتو د بې اغیزې مصرف باعث ګرځېده او د دا ډول «بې ګټې جګړې» په عوض یې ښه وبلله چې د ښار د ساتنې په ځای د ښار په اطرافو کې خپل مواضع ټینګ او خپل بشري او تدارکاتي توان د راتلونکو عملیاتو لپاره وساتي.

دوی ویلي چې ددغو لاملونو پر بنسټ یې خپلو ملګرو ته د ښار له څلور لارو، مارکیټونو او دولتي ودانیو څخه د شاتګ امر وکړ.

طالبانو خپلو ملګرو او ولس ته ډاډ ورکړی چې دوی کولای شي بیا هم کندوز ښار ونیسي او خپل «دښمن» یو ځل بیا تېښتې ته اړ کړي. «لکه څرنګه چې د کندوز مجاهدینو د امریکایانو او داخلي ګوډاګیانو ځانګړي ځواکونو له هوایي ملاتړ سره سره په بیا بیا له ښاره وایستل او څو ځله یي د هوایي ډګر تر ټرمینله وځغلول همدا اوس هم مجاهدین کولای شي چې دالله تعالی په مرسته کندوز ښار تر خپل بشپړ تصرف لاندې راولي او دښمنان یوځل بیا تیښتې ته اړ باسي».

دوی ټینګار کړی چې د کندوز ښار له بازار او دولتي ودانیو څخه شاتګ یې یواځې د «جهادي مصلحت» له امله کړی چې ستره موخه یې ملکي خلک له بمبار څخه ساتل او په اوږده او بې اغېزه دفاعي جګړه کې د «جهادي بشري ځواک او مهماتو د ضیاع مخنیوی دی».

طالبانو ویلي چې د کندوز ښار په نیولو سره یې د ملګرو روحیات څو چنده لوړ شوي، د تهاجمي عملیاتو او ښاري جګړې تجربه یې زیاته شوې او د دولتي ځواکونو مورال له خارو سره خاورې شوی دی.

دوی د کندوز د نیولو او خپلو لاسته راوړونو په اړه ویلي چې له کندوز یې سلګونه خپل ملګري چې حکومت نیولي وو، راخلاص کړي دي. همدا راز کندز د شمال ختیځو ولایتو لپاره د دولت یو مهم سوق الجیشي او د قومندې مرکز بلل کیږي چې د نیولو سره یې دوی وکولای شول چې دولت دومره وارخطا کړي چې له کبله یې د کندز، بغلان، تخار، بدخشان او د شمال په نورو ولایاتو کې پراخې سیمې په کمو تلفاتو سره ونیسي.

د طالبانو په وینا د کندوز د ښار په عملیاتو کې يې سلګونه عرادې مختلف پوځي وسایط، ټانګونه، توغندي، په ټنونو د سپکو او درنو وسلو مهمات او د ملي امنیت د ریاست او نورو امنیتي ادارو د اسنادو ارشیفونه او نور ډیر غنیمتونه ترلاسه کړي او خوندي کړي دي.

د طالبانو اعلاميې زیاته کړې چې د کندوز په عملیاتو کې دا حقیقت هم ښه ور څرګند شو چې افغانستان اوس هم «کفارو اشغال کړی، ځکه اشغالګرو چې د امنيتي مسئولیتونو د انتقال دروغجني اوازي خپرولې اوس یې د کندوز په ښار د وحشي بمباریو او مخامخ پیاده نظامي ځواک په کارولو سره ښه واضح کړه چي د پخوا په شان په جنګ کې مخامخ داخل او لا یې هم د اشغال فکر له مغزو نه، نه دی ایستلی، خو له خپل ټول توان کارولو او موجودیت سره سره مجاهدینو ثابته کړه چي په هر وخت کې چي وغواړي د هیواد په هره برخه کې خپل هدفونه تر لاسه کولای او د لویو ښارونو په شمول مهم مراکز او سیمي فتحه کولای شي».

دوی ویلي چې « په کندز او ټول شمال کې لوړ فتوحات مجاهدینو په ډیرو کمو او تقریبا د نشت برابر ځاني تلفاتو سره ترلاسه کړل، چې د عملیاتو د دقیق پلان په برکت په دې ټولو جګړو کې دملکي تلفاتو کچه هم ډیره ټیټه وه، خو څرنګه چې دښمن د خپلي بایللې آبرو د اعاده کولو لپاره د کندز په ښار د اشغالګرو په هوایې ځواک سره وحشیانه بمبارونه پیل کړل او په ړندو بمباریو کې يې د کندز خلکو ته درانه زیانونه واړول حتی د بې سرحده ډاکټرانو روغتون يې له ټول طبی پرسونل او ۱۰۵ ملکي ناروغانو سره له منځه یوړل او نور یې هم دولس په وړاندي خپل وحشت ته دوام ورکاوه».

طالبانو د کندوز ښار د تلې په شپږمه د څو ساعته جګړې په ترڅ کې ونیولو او د نېږدې دوه اونیو وروسته یې ښار بېرته پرېښودلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د