ګوګل خپل نوی پیاوړی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): ګوګل کمپنۍ به ډیر ژر خپل نوی سمارټ فون چې نکسوس ۵ ایکس (Nexus 5X) نومول شوی نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

له دې وړاندې د ګوګل کمپنۍ یوازې اعلان کړی و چې خپل دغه پیاوړی سمارټ فون به د اکتوبر په میاشت کې وړاندې کوي خو دقیقه نیټه يي نه وه معلومه.

د وروستیو لاسته راغلو معلوماتو پر بنسټ ګوګل کمپنۍ به خپل دغه سمارټ فون چې د نکسوس (Nexus) د لړۍ نوی سمارټ فون دی د اکتوبر په ۲۲مه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

نکسوس ۵ ایکس (Nexus 5X) د نکسوس ۵ د سمارټ فون نوی ورژن دی. نکسوس ۵ سمارټ فون د ګوګل د کمپنۍ تر ټولو پیاوړی سمارټ فون و کوم چې د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شوی و.

د ګوګل د کمپنۍ دغه سمارټ فون هم د نورو سمارټ فونونو په څیر د ایل جي (LG) کمپنۍ لخوا جوړیږي. د ګوګل دغه سمارټ فون له پخواني ورژن سره کوم ځانګړی توپیر نه لري خو یوازې د ګوتې نښې اپشن په کې زیات شوی.

نکسوس ۵ ایکس نومې دغه سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۸۰۸ (SnapDragon 808) ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی. اصلي کامره يي ۱۲ میګاپکسله ده او له ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره به کاروونکو ته وړاندې شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د