افغانستان

نیویارک ټایمز: پنټاګون د افغانستان په اړه امریکایانو ته درواغ وايي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت، په افغانستان کې د امریکا جګپوړي جنرالان او د ولسمشر بارک اوباما په مشرۍ د سپيني ماڼۍ چارواکي امریکایانو ته د افغانستان په اړه غلط معلومات ورکوی، تر څو امریکايي ولس ته وښيي چې د دوی په زرګونو ملیونه ډالر په افغانستان کې ضایع شوي نه دي.

د نیویارک ټایمز د وروستۍ سرلیکنې سره سم د ملګرو ملتونو څخه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې افغانستان اوس یو ځل بیا د طالبانو په واک کې دی، په کوم قوت چې طالبان ۱۳ کاله مخکې وو، اوس تر هغه په زیات قوت او ښه تنظیم سره پر افغانستان واکمن دي.

د ورځپاني د سرلیکني سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال کامپیل هغه وخت درواغ وویل چې په افغانستان کې ټول ولایتونه او ولسوالۍ د حکومت د هغو ځواکونو په لاس کې دي، چې امریکا پرې د خپل اقتصاد ملیاردونه ډالر مصرف کړي او بیا هم له طالبانو سره د مقابلي لپاره چمتووالی نه لري.

سرلیکنه زیاتوي چې په افغانستان کې د دوی د خبریالانو مرکې او د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې اوس هم د افغانستان په اکثریت سیمو د طالبانو واک چلیږي، په هغو ولسوالیو کې چې حکومت یې د بیا نیولو خبر ورکوي، یوازې د ولسوالیو مرکزي ودانۍ د حکومت په لاس کې دي، پاتې ټولي برخي د طالبانو په لاس کي دي.

ورځپاڼه وايي د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس تهیه شوی راپور او د امریکايي جنرالانو ویناوي مونږ ته د دفاع وزارت پنټاګون زوړ عادت را په یادوي، کله چې امریکايي پوځ په ویتنام کې جګړه وبایلله، دوی ولس ته حقیقت نه وایه،بلکې هغوی ته به یې غلط اطمینان ورکاوه، او همداسي د عراق په جګړه کې پنټاګون ولس ته درواغ وویل، اوس غواړي چې د افغانستان په اړه هم د غلط بیانۍ څخه کار واخلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا اوس افغان چارواکو یو ځل بیا له امریکا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو موده اوږده کړي. دغه رسنۍ وايي چې تر څو په افغانستان کې زمونږ عسکر وژل کیږي او زمونږ پیسې په مصرف رسیږي، د امریکا ولس او پارلمان باید د افغانستان د جګړې په اړه کره معلومات ولري، چې هلته اخیر څه روان دي.

ورځپاڼه د سرلیکنې په پای کې کاږي، که حقیقت هر څومره پټ شي، یو وخت به را ښکاره کیږي، که د حقیقت د پټولو پالیسي جاري وساتل شي، دا به پر پوځ او هم پر حکومت باندي د ولس باور نور هم کم کړي او داسي پریکړي به وشي چې پایلي به یې ډیري خطرناکي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x