افغانستان

ارګ له طلوع تلویزون څخه دفاع د ځان مکلفیت وباله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ نن په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې به یې یاد تلویزوني چاینلونه د دوی د ځواکونو لخوا مصئونیت نه لري.

د ګډحکومت د ولسمشر دفتر د بیان ازادي د «دیموکراسۍ محکمه ستن» بللې او زیاته کړې يې ده چې د طلوع او یک تلویزوني چاینلونو ګواښل له دیني او ملي ارزښتونو او د هیواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي. ارګ وايي چې د طالبانو لخوا د دغو تلویزوني چاینلونو دفاتر او کارکوونکي ناخوندي ګڼل په سختو ټکو غندي.

د ولسمشر دفتر زیاتوي چې د رسنیو او خبریالانو د «سپیڅلې دندې لپاره زمینه برابرول د دولت مسئولیت» دی. ارګ وايي چې د هیڅ خبریال او رسنۍ له ساتنې او حفاظت څخه به خپلې هڅې ونه دریغوي او له طلوع تلویزون څخه دفاع د دوی مکلفیت دی.

وروسته له هغه چې د طالبانو پوځي کمیسون اعلان وکړ چې پس له دې طلوع او یک تلویزون د رسنیزو شبکو په حیث نه، بلکې د استخباراتي شبکو په توګه پیژني او په خپلو نظامي اهدافو کې يې داخلوي؛ په هیواد کې مېشت بهرني او افغان لوړپوړي چارواکي توندو غبرګونونو ته اړ شول.

تېره ورځ د طلوع او یک تلویزون په اړه د طالبانو د اعلامیې له خپریدو څو شیبې وروسته سمدستي په کابل کې د برتانیې سفیرې (کارن پیرس) څرګندونې وکړې او په خپلې ټویټرپاڼې يې ولیکل چې «د بیان ازادۍ ته باید احترام وشي».

طالبانو په خپلې اعلامیې کې ویلي و چې یاد تلویزوني چاینلونه «د امریکایانو د پراخ ملاتړ په مټ زمونږ په دیني او کلتوري اقدارو ملنډې وهي، فحشاء او بي حجابي خپروي، د ځوان نسل اذهانو ته د بي دینۍ، بداخلاقۍ، خشونت، قمار، اختلاط او بې حجابۍ غوندې مضر افکار پیچکاري کوي او په ځانګړي ډول د جهاد او مجاهدینو په اړه له کرکې او بربنډې دښمنۍ څخه ډک تبلیغات کوي».

په تېرو ۱۴ کلونو کې رسنۍ او ژورنالیستان په ځلونو د امریکایانو په شمول ګڼو نورو جهتونو لخوا تر تهدید لاندې راغلي، خو دا لومړی ځل دی چې د یو تلویزوني چاینل په اړه حکومت د ارګ تر کچې پورې توند غبرګون ښيي. له طلوع تلویزون څخه د ارګ په خپل ډول کې بې سارې دفاع په خلکو کې هغه شکونه نور هم پاخه کړي چې ګویا دغه چاینل د رسنیزو هڅو تر شا پټې استخباراتي موخې پلي کوي.

له تېرې ورځې راهیسې د طلوع او یک تلویزوني چاینلونو په اړه د طالبانو اعلان کړی دریځ په خواله رسنیو کې له پراخ هرکلي سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد ذبیح اللہ

ارگ د خپلو ولایتونو او ولسوالیو دفاع نشی کولای نو د طلوع نیوز دفاع بہ څنگہ وکړی

الحاج استا ذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی چه د اشغالګرو له خوا پکی غلامه او هغه هم مفسده او بی کفایته اداره پکی د برچی په زور تبل شوی ، هلته چه خپلواکی نشته هلته د بیان ازادی لکه له نارینه وو چه د بچو زیږولو هیله لری ، هلته د فساد ، درغلیو ، غلا او دروغو ازادی ده د بداخلاقیو ، وحشت او بربریت ازادی ده ، هلته چه وینه تر اوبو ارزانه او هر چیری تر لاسه کیږی هلته د بیان ازادی او هغه هم د غلامانو او باد ارانو به خوله ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

الحاج استا ذ بیانزی

د غلو ، بی کفایتو او مقسدو غلامانو مکلفیت هماغه دی چه په څه کی مسلکیت لری ، چه هغه فساد ، غلا ، دروغ ا درغلی ده ، که دوی دغه مکلفیت تر سره کولی شی د ولسوالانو جامی د خاورو لاندی شوی ، د کابل په دننه څه چه په نظامی بیسونو او پوستو کی خپل مکلفیت نه شی تر سره کولی نو د طلوع سره به څه مرسته وکړی حتی دغه د مرستی اخستلو نوم د طلوم نوم لا بدنام کړو یعنی عمر یی ورله څو ورځی نور هم لنډ کړو

khalid

هاها الحمدلله ثم الحمدلله پدی خوارانو هم لاره ورکه ده یو ځای وایی دبیان آزادی ددیموکراسی ستن ده بل ځای وایی دا عمل له دیني او ملي ارزښتونو او د هیواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي دیموکراسی او د افغانستان دینی او ملی ارزښتونه هیڅ یو له بل سره جوړ نه راځی زما په نظر اوس په لوی لاس پدی تلویزنونو د طالبانو په نفع عریضه وکړه او دهدف ګرځولو شرعی جواز یی په خپل لاس ورکړ

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x