نظــر

تر یرغل یولس کاله وروسته

4american-troops-afghanistanد۲۰۰۱ کال داکتوبر په ۷ امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ.

دامریکي دهغه وخت ولس مشر  جورج ډبلیوبوش  دایرغل مقدسه صلیبي جګړه وبلله اودهغې دملاتړ لپاره يي په ټوله نړۍ غږ وکړ چې یابه له  امریکا اویابه  دهغې له مخالفینوسره دریږي!

دا مهال چې ټوله نړئ دامریکايي یو قطبې ځواک تر اغیزې لاندې وه هیچاهم داتوان نه درلود چې دامریکا له مخالفینوسره دې ودریږي. هماغه وه چې ټولو په یوه غږ دبوش دملاتړ په نیت دهغه دپیل کړې صلیبي جګړې خوا ونیوله .

په پیل کې دغه  یرغل په ښکاره توروکې  صلیبي  جګړه اعلان شوه ،خوپه وروسته کې دځینو مصلحتونو له مخې دهغې نوم  دتروریزم  خلاف  جګړې ته واوښت   خو دجګړې  تمویلوونکي او منسجموونکي بیاهم ټول سره صلیبیان ول.

داجګړه دنړۍ په تاریخ کې داسلامي امت  په خلاف ترټولو لویه جګړه او ګډون کوونکي یې هم دامریکې ترمشرۍ لاندې دنړئ ټول ځواکمن طاقتونه ول ،په نړوالو خبري رسنیوکې داجګړه د۲۱پیړۍ لومړنۍ جګړه (اولی حروب القرن) ،صلیبي جګړه ،اودتروریزم خلاف نړیوالې جګړه  یادیدله .

امریکایانويي دګټلو لپاره ټولې هڅې وکارولې ،بیلابیلې استراتیژۍ یې ورته پلان کړي  ، بیشمیره  مشهور قومندانان او پوځي ماهرین يي دوخت له ترټولو مجهزو اوپرمختللیو پوځي وسائلو سره ورته راولیږل .

که څه هم چې پرمختللیو امریکایانو دغه جګړه ددوئ په اصطلاح دقانون مخالفو تروریستانو دځپلو او په افغانستان کې دقانون پلي کولو ،دیمکراسي ، امن او سوکالي راوستلو په پلمه پیل کړه ، خودوئ خپله  بیا دهغې دګټلو لپاره په هیڅ جرم صرفه ونکړه ، نه يي دانساني حقونودرعایت خیال وساته ،نه يي اخلاقي مقررات په پام کې ونیول اونه يي دافغانانو درنو افغاني اسلامي عنعناتو ته اعتناء وکړه .

دګونتنامو، بګرام او خلیج بیشمیره زندانونه یې په بیوزله افغانانو ډک کړل ،  بیوزله سپین ږیري ،ښځې او ماشومان  یې په  بیالوژیکي  ممنوعه وسلو وسوځول ، په خټینوکلیو اوکورونویې ورته بمونه واورول ،اوشنه باغونه یې ورته دبیارغونې په پلمه په بل مخ واړول.

بیوزله افغانانو په دغه ناانډوله جګړه کې هیڅ داسې ځای نه لیدو چې د امریکايي یرغلګرو له وحشت څخه دخوندیتوب لپاره پناه وروړي ، اونه يي هیڅ داسې لوري لیدو چې په حقوقي لحاظ دامریکايي جنایت کارانو له بشري جنایتونوڅخه ورته شکایت وکړي .

هغوئ ته دخپل ځان او خاورې ددفاع لپاره یوه لاره پاتې وه او هغه د امریکایانو او دهغوئ دصلیبي ټلوالې په مقابل کې دشرعي مقاومت اودفاع لاره ،هماغه وه چې دلوي الله په مرسته يي دیرغلګرو په مقابل کې دخپل ځان او هیواد ددفاع لپاره مشروع مقاومت پیل کړ، دغه مقاومت که څه هم چې په مادي لحاظ تش لاسی خو په معنوي لحاظ یې دډیرلوي ځواک مرسته له ځانه سره لرله ، دغه لوي ځواک الهي نصرت  اود دوئ ددفاعي مقاومت  قانوني مشروعیت  وه.

که څه هم چې ځیني په معنویاتو نه باورلرونکي خلګ  ددغه  مشروع مقاومت  نسبت  نورو مادي لوریوته کوي ،خوداځکه  دتوجیه وړنه دی چې که مادي وسائل  دکامیابي  لامل وای نو له امریکایانوسره خوټوله نړۍ  ولاړه  ده ،هغوئ ولي  له دغه نړیوال  ملاتړ سره دخالي لاسو افغانانو په مقابل کې شکست وخوړ.

دجګړې اوسنی  حال

هغه جګړه چې امریکایانو دافغانانو په خلاف  یولس کاله مخکې ترمختلفو نومونو لاندې پیل کړې  اوس داسې ښکارې چې نوریې  هم خپله دامریکایانو او هم دهغوئ  دنړیوالواشرباڼو په  منځ کې  مشروعیت  بایللی او  ټول یې نور د ژرپایته رسولو غوښتنه کوي .

حال داچې یولس کاله مخکې امریکایانو داجګړه  ضروري جګړه ، د۲۱پیړۍ  لومړنۍ جګړه، دتروریزم خلاف  کامیابه جګړه بلله  خواوس یې  ناکامه جګړه ، نه ګټونکې جګړه او دامریکې په تاریخ کې ترټولو اوږده   تاواني جګړه بولي .

دهغې احصايې ترمخه چې په دې وروستیوکې  دامریکې  دQuinnipiac University له لورې ترسره شوې ۷۵٪ امریکایان نورپه چټکۍ سره ددغې ناکامې جګړې  دپایته رسولو غوښتنه کوي

دامریکايي شمیرو له مخې تراوسه په دغه جګړه کې  تر۳۰۰۰ زیات بهرني پوځیان وژل شوي چې  ۲۰۰۰ خالص  امریکایان دي ،

اودجګړې مالي لګښت هم   دپنټاګون دورکړل شویو ارقامو ترمخه  تر۷۰۰ ملیارده ډالره اوښتی . (۱)

نه توجیه کیدونکی حالت

له یولسو کلونو پرلپسي جګړه ایزو هلوځلو ،پوځي استراتیژو، اوزیاتوځاني اومالي تلفاتو وروسته  امریکایانو ددې جګړې په اړه داسې تګلاره خپله کړې  چې  دهغوئ له مخکنیو شعارونو او دعواګانوسره هیڅ اړخ نه لګوي .

هغوئ اوس ټولې استراتیژۍ په دې متمرکزې کړې چې حګړه پایته ورسوي ،هغوکسانوته چې یولس کاله مخکې یې  ورباندې  دتروریستانو نومونه ښودل ،غیرقانوني مجرمین یې بلل ، په تورولیستونوکې شاملول  اوپه بګرام اوګونتناموکې یې  په وحشي  محبسونوکې بندیانول اوس  ورته  همدوئ خپله په بهرکې   دسولې په نوم دفترونه خلاصوي ، په داخل کې ورته دسولې په نوم شوراګانې جوړوي ،دهغوئ نومونه  له تورو لیستونوڅخه حذفوي  او په  مسلسله توګه ورته دسولې وړاندیزونه کوي .

تردې چې  بارک اوباما او دجمهوري ګوند کاندید Willard Mitt Romney خپله ټاکنیز کمپاین  هم په دې خبرو پرمخ بیايي چې هریوبه دبریالیتوب په صورت کې دافغانستان جګړه ختموي او امریکايي پوځیان به ترې ژربیرته  راشاته کوي.

امریکایانو چې دامن ،سولې ،دیموکراسۍ اوترقي په نوم  کوم شعارونه دجګړې په پیل کې دجګړې دمبررپه توګه اعلان کړي ول هغه  یې اوس  دمقاومت  دزور  له امله  بلکل  له یاده وتلي.

په امریکایانوباندې  وروستې داخلي بریدونو او دکرزي دادارې  په فساد کې ډوب حالت  بهرنیان له داسې  وضعیت سره مخ کړې چې اوس خپله دوئ دهغې ادرې په خلاف  په تبلیغاتو لاس پوری کړی کوم چې خپله ددوئ دوسلو اوپیسو په زرور په افغانانو تپل شوي  ده .

همداراز مقاومت کوونکي دومره ځواکمن شوي چې امریکایان او ایتلافي ملګري یې  په خپلو پوځې مرکزونوکې ترې دآرام ژوند نه لري ، هغه کسان چې دوئ دملي اردو او ملي پولیسو په نوم په تیرویولسوکلونوکې د زرګونوملیونه ډالروپه بیه  روزلي  هغوئ  خپل لومړني پوځي تمرینات   ددوئ په ویشتلو او وژلو عملي کوي .

اخیر به څه کیږي ؟

دبروکسل میشتې   ICG  ډلې د ورورستي رپوټ له مخې  دکرزي اوسنۍ اداره به په ۲۰۱۴کې دبهرنیانوتروتلو وروسته  سقوط کوي (۲)  چې په دې سره به په افغانستان باندې  دامریکایانو پیل کړې جګړه هم  په ناکامي سره پایته رسیږي ؛ ځکه کوم کسان چې امریکایانو په افغانستان کې دخپل یرغل په مهال تري فزیکي  استفاده وکړه  هغوئ  په هیڅ صورت ددې وړتیانه لري چې په اداري  اوپوځي لحاظ دي   دبهرنیوځواکونو تروتلو وروسته  افغانستان کنترول کړي .

لهذا ویلای شو چې  مسلمانو افغانانو  هغه  تاریخې جګړه  چې امریکایانو او دهغوئ  صلیبي انډیوالانو  دصلیبي  جګړې  په نوم یولس کاله مخکي پیل کړې  وه  په پوځي لحاظ ګټلې  ،خو دانه ده مالومه  چې  په سیاسي لحاظ به د دغې  ګټلې جګړې  له پایلو څومره  دخپل هیواد  اوراتلونکي  په اړه  ګټه واخیستل شي .

داهغه څه دې چې  دهیواد په مستقبل  پوري اړه لري او دم ګړۍ یې  په اړه وړاندوینه تروخت  له مخه خبره  ده.

اوس چې  څه عیان دې هغه  دبوش دصلیبي جګړې په مقابل کې دافغانانو داسلامي مقاومت دبریالیتوب  واقعیت دی ، هغه تریخ واقعیت چې امریکایانو یې له منلو تراوسه تري انکار کړی خو دناټو تړون مشر په خپلې وروستې ویناکې په ښکاره ډول پري اعتراف وکړ .

هغه په  واضحو توروکې وویل چې زمونږ پوځیان نور  دافغانانو دداخلي بریدونو په مقابل کې خپل مورال په بشپړه توګه  بایللی  چې له دې امله ترې دجګړې دګټولو توقع تري نشي کیدلای . (۳)

ماخذونه

۱ـ  http://www.bbc.co.uk/arabic/worldnews/2012/10/121007_us_sept11.shtml

۲ـ  http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan

۳ـ http://diyar.charlesayoub.com/index.php/article-details/151119

——————-

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x