افغانستان

پکتیا کې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ په کوه سین سیمه کې د امریکایانو یوه جنګي جیټ الوتکه غورځېدلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماښام خبر ورکړ چې د پکتیا ولایت د سید کرم په کوه سین سیمه کې د مازیګر په پنځه بجې ددوی د جنګیالیو په یوه برید کې د امریکايي ځواکونو جنګې الوتکه غورځېدلې.

نوموړي زیاته کړه چې ددغه الوتکې پيلوټ له الوتکي څخه په پيراشوټ کې وغورځېد، چې ددوی جنګیالي یې په پلټنه په سي وتلي دي.

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکو هم د الوتکي د غورځېدو خبر ورکړی او زیاته کړې چې دغه الوتکه د امریکايي ځواکونو ده.

د پکتیا ولایت امنیه قومندان پاسوال زلمي اوریاخېل رسنیو ته ویلي چې امریکايي الوتکه په نا امنه او غرنۍ سیمه کې غورځېدلې، دوی نه شي کولای چې هغه سیمي ته ورسي، او د الوتکي د غورځېدو په اړه نوره پلټنه وکړي.

د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د کوه سین څخه د سیمي اوسیدونکو نن ټکی آسیا ته په را لیږلي انځورونو کې د الوتکي مختلفي ټوټې ښکاري.

دغه اوسیدونکي وايي چې نن د سهار راهیسي په سیمه کې د امریکایانو الوتکي ګرځي، او داسي ښکاري چې په ورک شوي پیلوټ په سي پلټنه کوي.

باید وویل شي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې دا پنځمه الوتکه ده چې په افغانستان کې غورځي، چې په هغو کې د برتانوي ځواکونو یوه الوتکه په کابل کې وغورځېده، چې له کبله یې ۵ تنه بهرني عسکر مړه او ۵ نور ټپيان شول، او همداسي په بامیان کې یوه هلیکوپتر الوتکه او په لوګر کې د افغاني ځواکونو دوه الوتکي وغورځېدې.

US_JET_CRASH (2)

د امریکايي الوتکي ټوټه
د امریکايي الوتکي ټوټه

US_JET_CRASH (6) US_JET_CRASH (5) US_JET_CRASH (4) US_JET_CRASH (3)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x