ټولنیزه برخه

ایماني ځواک

imanپه دویمه نړیواله جګړه کې برتانیه دډیرو ځواکونو په مقابله کې بریالیتوب ترلاسه کړ خو د (نیمي شپي دازادي) دلیکوال په وینا له جګړي وروسته برتانیه دومره تیل هم نلرل چې دخپلي ازادي دنماځلو په شپه څراغونه پرې بل کړې ، اوهمدالامل و چې هلته له سوبي ترلاسه کولو سره انقلاب راغی ، دفاتح چرچل حکومت هم رانسکورشو او برتانیه مجبوره شوه چې خپلو مستعمروته ازادي ورکړې ،
دفرد معامله هم د ملت په څیرده ، جګړه پروسلو روانه وې او وسلي بربادي راولې اوهیڅ رغنده پایله نشې رامنځته کولی په وسلو سره ځواک ترلاسه کول دځان دبربادولو معنالرې او په وسلو سره فتحه ترلاسه کوونکی هم دومره بربادیږې لکه په وسله سره ناکام شوې خلک ځکه دجګړې له پای ته رسیدلو وروسته دواړه لورې تباه اوبربادشوې وې .

خودلت یوه بله ځواکمنه وسله شتون لرې چې دهغي فتحه یقیني ده اودا دایمان اویقین ځواک دی ، داخلاقواو انسانیت ځواک ، او داصولو اونظریو طاقت ، دا خورا زوروره وسله ده او واریې هم هیڅکله نه خطاکیږې په دي ځواک سره په انسان کې داسې همت پیداکیږې چې په ښکاره تش لاس وې خوبیا هم له خپل سیال سره ډغره وهلی شې ، دایوداسې تسخیرې او ایل کونکی ځواک دی چې خپل دښمن هم دوست کولی شې اوپردي په خپل کتارکې درولی شې ،

په جګړو او ډغرو کې وسله کارول کیږې اودایمان او اخلاقوپه لاره کې صبر ، صبر دبي وسلي جګړه کوونکي وسله ده ، په ټولیزه توګه چې له یوچا نه ناخوښه خبرواوریدل شې نوانسان یواځي داسوچ کوې چې ( دازما دښمن دی له منځه وړل یې پکار دي ) اوبیا هریو له خپل وس سره سم دیوه بل دله منځه وړلو هڅه کوې ، خودا دانسان دامکاناتو اوشونتیاو ډیره نیمګړي اندازه ده ، الله انسان ته عجیب روحیات ورکړي دي ، دایومنل شوی حقیقت دی چې انسان هیڅکله په یوه حالت نه پاته کیږې ، هغه هروخت بدلیږې ځکه خو په قرانکریم او حدیثو کې په صبر باندي ډیر ټینګارشوی دی ، صبر د ( نه عمل) نوم نده دصبر موخه داده چې مهالیزي ترخي وزغمه اود ایینده انسان انتظار وکړه ، په هرانسان کې دننه یوبل انسان پروت دی او دصبر دلاري دخپلولو موخه داده چې راتلونکي وخت ته د رارسیدلو موکه ورکړه ، څو په ( نني انسان) کې پټ (سبانی انسان ) ترلاسه شې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x