نظــر

د نن جالبې او نابلدې خبرې

زخمي افغانghani_dostam_damish_ahmad_zia

نن مې چې انټرنیټ پاڼې پلټلې ټول خبرونه یې خورا جالب تر نظر راغلل، د جدي خبرونو او راپورونو په ستونونو کې مې داسې نابلدې کیسې په لومړي ځل لیدلې، پخوا به دا ډول عجیب او غریب جریانات د عجائبو په ځانګړي ستون کې راتلل.

اشرف غني فرمان صادر کړی چې د ښې حکومتدارۍ او قانون د تطبیق لپاره  به په یاده برخه کې دولسمشر ځانګړی استازی احمدضیاء مسعود نور د ولسمشر د مرستیالانو په بست کې د همدې بست له ځانګړیو امتیازاتو او واک سره کار کوي.

اشرف غني چې دوه مرستیالان لري او یو نغدچغد موازي  او همسنګ رئیس اجرائیه ورته ناست دی لا هم د ارګ  اداري پاړسوب ورته کم ښکاري او اوس یې د احمد شاه مسعود ورور  احمدضیاء چې له ټولې شمالي ټلوالې  یي ځانته ډنګوي هغه یې په کې د ولسمشر ددریم مرستیال په حیث وټاکه .

د کندوز سقوط د عواملو مندلو کمیسیون
د کندوز سقوط د عواملو مندلو کمیسیون

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي یوه قانون پوه استاد وویل چې تر ټولو مسخره او د خندا وړ خو داده چې اشرف غني د ښې حکومتدارۍ او قانون دتطبیق لپاره  په خپله قانون ته داسې لنګتۍ ایښې چې بیا فکر نه کیږي چې په ملا دې ودریږي .

زه لا د اشرف غني د دریم مرستیال په اړه له حیرت څخه نه وم راوتلی چې په یوه بل خندوونکي خبر ورسم شوم ، رسنیو لیکلي چې د ارګ لخوا چې کندز ته کوم حقیقت موندونکی پلاوی لیږل شوی دی، نو د یوه په ځای ورته دوه رئیسان ټاکل شوي دي.

د هیأت او کمیسیون  په باره کې رواج داده چې یو تن رئیس لري مګر کندز ته  تللی پلاوی دوه رئیسان لري، د ډاکټر عبدالله  لخوا رئیس یي امرالله صالح دی او اشرف غني برخه رئیس یي غلام فاروق وردګ دی، د مشرانو جرګې یو تن غړی چې له غوسې یي ځان ډاګ له ډاګه واهه  رسنیو ته وویل چې دې عین او غین خو زموږ پوزه رابوچه کړه ، د خدای پار دی تراوسه مو د یوه هیأت دوه رئیسان لیدلي دي ؟ آخر دې عین او غین خو د قیامت علامې راباندې ولیدلې .new police chiefs

بل ځای په فیسبوک کې خبر په مخه راغی وایي اشرف غني چې په درځني ټاکنو مشهور دی  په یو ځل یي پنځه امنیه قومندانان ټاکلي، په قومندانانو کې باقي زوی د سرپل،امین الله امرخیل د غزني او عبدالرؤف تاج د بادغیس امنیه قومندان ټاکل شویدی ، خو د اشرف غني  ددې فرمان لاندې په کمنټ کې یوه افغان لیکلي دي : او اشرف خانه خانه  دغه عبدالرؤف تاج خو په یوولسمه حوزه کې د یولک ډالرو په رشوت اخیستلو بندي و دا ترفیع یي لکه چې د رشوت له برکته وکړه چې له حوزې څخه د ولایت قومندانۍ ته لاړ، دغه بل باقي زوی خو د هلمند له جنګه راوتښتید او ټول عسکر یي په طالبانو ووژل ، او امرخیل خو چې تر څو غزني ته رسیږي کیدای غزنی طالبانو نیولی وي نو ټاکلو ته یي ضرورت څه و.

وایي اشرف غني چې همیشه یي د اداري فساد سره د مبارزې  ځیګر ډباوو اوس په رشوت روږدی شوی او درګرده رشوت خواره په لوړو څوکیو ټاکي  وایي د مظلوم یار په نوم کوم تن چې د رشوت او بانک لوټلو له امله په شپاړس کاله بند محکوم و اشرف غني د لغمان ولایت د مرستیال په حیث ټاکلی دی .

طالبانو طلوع نیوز او یک تلویزون خپل نظامي اهداف اعلان کړي
طالبانو طلوع نیوز او یک تلویزون خپل نظامي اهداف اعلان کړي

د عین او غین له نوادرو نه وم خلاص چې د خبریالانو په  عجائبو ورپیښ شوم، تیره ورځ طالبانو دوو  رسنیو طلوع او یک  شبکې ته ګواښ کړی دی، نن مې خبریالان لیدل چې ډیر بدې تبې اخیستي و، د احمدشاه مسعود عکاس  فهیم دشتي چې اوس د خبریالانو د کومې ټولنې مشر دی  یوه ګله  خبریالان یي راغونډ کړي و تر څو دطالبانو په وړاندې عکس العمل وښيي، دوی وویل چې په طلوع د طالبانو برید غیر اخلاقي دی ، مګر دایي ونه ویل چې د کندز د نجونو په حیثیت د طلوع برید تر کومه حده اخلاقي و، د خبریالانو په غونډه کې خو خندنۍ صحنه هغه وخت وه کله چې ضیاء بومیا دپښتو اعلامیې لوستلو په وخت ګبڼۍواخیست او همداسې یي ژبه خطا کیدله تردې چې داعلامیې په دوهم ځل لوستلو مجبور شو.

د خبریالانو په موضوع کې اشرف غني هم چوپ پاته نه شو او ناوخته یي اعلامیه ورکړه، چې طلوع ته د طالبانو ګواښ غیر شرعي دی . د اشرف غنی ددې فتوا په اوریدو مې وویل چې څه کوې چرګه په دې تونده ښوروا ….

د امریکايي الوتکي ټوټه
د امریکايي الوتکي ټوټه

د اشرف غني په کتاب لکه چې د طلوع خپرونې دا څوارلس کاله په شرعه برابرې روانې دي مګر د طالبانو ګواښ غیرشرعي دی، د متفکر دې خبرې مې تحیر نور هم زیات کړ .

د عجائبو په همدې ګرداب کې راګیر وم چې شپې ناوخته مې یو  د خوند خبر هم په کې واورېد  وایي طالبانو د پکتیا په کوهسین کې جټ الوتکه ویشتلې  او راغورځولې ده په فیسبوک د الوتکې د پرزو انځورونه  خپاره شول  چې دپیښې تصدیق یي کاوو، طالبانو ویلي چې اوس په شپه کې په پیلوټ پسې ګرځي چې ځان یي په پراشوټ کې غورځولی دی، دې د خوند خبر مې د خولې ذائقه رابرابره کړه د ساړه شوي چای ګیلاس مې غوړپ کړ او یوه شیبه مې اوږده ساه واخیسته … ښه ده چې طالبان شته کنه ددې متفکر له نخرو خو به موږ لیوني شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

افغان صاحب ډیزه مننه زه به هم څه ورسر ه زیات کړم : یو متل دی وایی په اخون شوروا هم زیاته ده ، د غنی په شان خلکو جمهور کیدل هم مونږ او هم غنی ته د خوب لیدل دی ، غنی ته دا مهم نه دی چه دی د جمهوری ریاست وړتیا یا اهلیت لری که نه ؟ دا مفکوره ورته هله ژوندی او ګړندی شوه چه ترکی ، امین ، ببرک او بیا دده د توړی زوی نجیب ریسان شول په ځانګړی ډول نجیب چه ده ورسره کورنی رقابت درلود یعنی تر هغوی یی ځان ډير وړ… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ډ‌ېر په زړه پوري مضمون دی ، خدای دې لیکوال ته خیر ورکړي. د غني په دغو ټاکلو سوو قوماندانانو کي يو وخت د دغه باقي زوی سره ، کله چي د کابل قوماندانۍ امنیتي معاون وو، مخامخ سوم. ما دمخه دغه کس نه پېژندی او نه کومه دښمني ورسره لرم، خو د ده ناوړه برخورد چۍ ما د نورو مراجعينو او په تېره خپله زما سره ولید یو خو مطلق بې سواده راته ښکاره سو او بل به څه ووایم یو په پښه تړلی … انسان وو. د سر پل د پتمنو خلکو دي لوی څښتن وزله وکړي چي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x