fbpx
tolo mohsini

طالبانو خپلې کمپایني رسنۍ ګواښلي

ذبیح الله خورشیدی

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

وسلوالو طالبانو په خپله ویب پاڼه کې د دوشنبې پر ورځ د طلوع او یک ټلوېزیونونو په تړاو ګواښوونکې یوه داسې اعلامیه خپره کړه چې کارکوونکو ترڅنګ یې هغوی هم په مرګ ګواښلي چې د کارپوه په بڼه خپرونو کې د افغانستان په وضیعت خبرې او بحث کوي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې وسلوال طالبان په لوړه کچه رسنیو ته مرګونی یو داسې ګواښ کوي چې ښایي نورې رسنۍ هم د دوی له وېرې له شته حقیقتونو سترګې پټې کړي چې ډېر تاوان به ملت او حکومت وویني.

هغه مهال چې لا کندوز د طالبانو په ولکه کې نه وه لوېدلی طلوع او یک له پخوا د دې ولایت د سقوط اړوند ضد او نقیص راپورونه خپارکړل چې دې چارې د افغان سرتېرو په روحیه ډېره ناوړه اغېزه وکړه .

دا په اصل کې وسلوالو طالبانو ته یو داسې تبلغاتي کمپاین وه چې له مخې وسلوال نور هم په فکري او فزیکي لحاظ قوي شول.
د همدې رسنیو پر مټ په کندوز کې ښځې بې پته او بې عزته شوې او اوس که ورته اعاده د حیثیت ونه شي د دې ولایت ټولې ښځې به د خلکو د شک لاندې وي.

دا د ملت او حکومت سره د طلوع او یک بله غداري کېدای شي چې خپل ولس یې په نړیواله کچه د بې عزتۍ سره مخ کړ.

ارګ هم د طلوع او یک په دې ملنډو تېر ایستل شو او داسې بې مسولانه اعلامیه یې خپره کړه چې د دوی اپوهات یې تاید کړل خو خپل ملت ته یې په مخ درنه څپېړه ورکړه.

اوس که په دې تړاو ارګ او دغه دوه رسنۍ کره ثبوت وړاندې نه کړي یو وخت به د دوی پرضد له بستره راپاڅي او دا کار کېدونکی هم دی خو چې په کندوز کې حالات ښه شي.

د طالبانو د اعلامې په بله برخه کې دغه دوه رسنۍ چې نن ورځ پرې په ټولیزو او خواله رسنیو کې کار روان دی راغلي چې دوی زمونږ پرضد د امریکایانو لپاره کار کاوه.

په دې برخه کې ورسره یو څه ملاتړي یو چې د دې رسنیو د تمویل سرچینې امریکا ده ځکه دا څرګنده شوې چې په کابل کې د امریکا پراختیایي ادارې د موبي ګروپ ټیم چې طلوع یې یوه لویه برخه ده په تېرو ۱۴ کلونو کې په میلونونو ډالره مرسته کړې.

اوس لیدل کېږي چې داسې نه ده دواړو رسنیو چې څومره طالبانو ته کمپاین کړی په خپله وسلوالو نه دی کړی او څومره چې دې رسنیو ملت او خپل حکومت ځپلی طالبانو په هغې کچه لا تر اوسه په دې ډول کارونو لاس نه دی پورته کړی.

مونږ په خپلواکو رسنیو هر ډول برید او هر ډول ضد اعلامې په کلکه غندو او دا په خپل هېواد کې د بیان ازادۍ لپاره زیان وینو.

که حقیقت ته مخ کړو خدای پاک په ځان شاهد وګرځو او سبا په دې ټولنه کې په عزت ژوند وکړو دې رسنیو د ملت او حکومت ترمنځ بې اتفاقي اچولې او هر خبر او میزې بحث یې د طالبانو په ګټه او د حکومت پرضد ده.

اوس دوی باید د ملت څخه بښنه وغواړي په ځانګړې د کندوز له اوسېدونکو چې د دوی انځور یې سم خپور نه کړ او دوی یې بې عزته خلک معرفي کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مې وړاندیز داده چې د طلوع او یک تلوېزیون جوازونه لغوه اعلان کړي او د افغانستان لویه څارنوالۍ باید له دوی څخه پلټنې وکړي او د هغو راپورونو وضاحت غوښتنه وکړي چې د ګونګوسو او شایعاتو پر بنسټ یې خپاره کړي.

په همدې ستره هیله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی ، حکومت حکومت حکومت !!!!!! او بلاخره د چا حکومت؟ زه له لیکونکی څو پوښتنی لرم : لمړی دا هیواد اشغال دی که نه ؟ دوهم : زمونږ هوا د اشغالګرو په الوتکو او زمکه مو د اشغالګرو په ټانکو او نظامی مهماتو پټه ده که نه ؟ دریم : دغه چه تاسی ورته حکومت وایاست اوله برخه خو یی له بهره کاغذ پیچ راوړل شول او دوهمه برخه یی د امریکا سفارت کی د امریکاد یو وزیر له خوا د یوه په ځای دوه مقرر شول او د دغه ملت ټولی رایوی د کنړ ، امو او هلمند… نور لوستل »