نظــر

جهاني هیلې مو په جهاني نا هیلیو بدلېدونکې دي

لیکوال : رحمت ګل عمری

لیکوال: رحمت ګل عمري
لیکوال: رحمت ګل عمري

دنړۍ په کچه هرهېواد درسنیز نظم په موخه دبنسټیزو قوانینو په رڼا کې رسنیز قانون جوړ کړی.  او دیوه وزارت یا هم بلې ادارې لخوا په اړوند هېواد کې، کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ترڅار لاندې نیسي، او دهمدې قوانینو په رڼا کې داړوندې خاورې ملې ګټو ، ملي امنیت  ملي ارزښتونو ته په  درناوي خپرونې کوي  .

دحامد کرزي دحکومت په دور کې داطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره تر ټولو ناکام مدېر ښاغلي سید مخدوم رهین وو.  پدې اړه نه غواړم ووایم چې رهین له افغانستان نه بغیر کومو خلکو او خاورې ته ژمنتیا درلوده،  خو دا وایم چې دې ښاغلي ته په افغانستان کې نه ملي ګټو ارزښت درلود ، نه ورته اسلامي او دیني  مقدساتو ، او نه هم دملت او خاورې امن . دروژې مبارکه میاشت کې د قدرشپې تقدس ته سپکاوی ، د ملي رادیو تلویزین نه دشرابو بداخلاقیو دمېلمستون جوړول ، په  رسنیو کې شخصیتونو ته له سپکاوي نیولې ، خصوصي حریم ته ننوتل ، افترا او آن تر دې چې رسنیو دبرحاله نظام د کمزوري کولو، یوقوم قبیلې ته په سپکاوي کولو تورنې شوې.

دافغانستان په ننه کې زمونږ خوږ بیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی وشوو.

په اوس عصر کې دیوه دولت څلورمه قوه چې درېدل یې د دولت پایښت تضمینوي. او ړنګېدل یې دولت ړنګولای شي. رسنیز ځواک یا درسنیو قوه  ده . دا ځواک ددولت جوړولو او پیاوړي کولو ځانګړې او مهمه برخه ګڼل کیږي . که دولت ددې قوې دحرکت ماشینونه  یا رسنۍ دیوه پیاوړي ، هراړخیز نظام په چوکاټ کې دننه نه کړي؛ او دقانون په رڼا کې یې نشراتي پالیسۍ دتل په څېر تعقیب نشي،  زیان  به یې په هغه خاوره کې رواني جګړې ته لاره پرانستل وي  .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت  ادارې ته دعبدالباري جهاني راتګ مونږ ته یو جهان هیلې راکړې. زمونږ هیله دا وه چې دسید مخدوم رهین په کاذبه او تپل شوې پټه پالیسۍ به لویه تیږه کېښودل شي ،  رسنیز نظام به مو جهاني رنګ راوړي ، مونږ فکر کولو چې زمونږ رسنیز نظام به زمونږ دګټو په پلو راوڅرخیږي ،مونږ پدې اند وو چې نور به زمونږته خپلې رسنۍ  نشرات وکړي ، مونږ تمه درلوده  چې  له رواني جګړې ، ذهن خرابیو نه په امن شوو او دپیاوړي ، سمبال رسنیز نظام څښتنان به شوو. مونږ ویل چې جهاني صیب به دبېګانه رسنیو مخنیوی وکړي، یا به هم ورته وړ عملي تګلاره جوړه کړي ،مونږ غوښتل چې افغانانو ته  نور خپل افغاني فرهنګ وړاندې شي،  مونږ هیله درلوده چې نور به فحاشت  ردیږي ، مونږ پدې اند وو چې نورې خپرونې به مو خپلې ګټې تعقیبوي .tolo mohsini

خو په ډېرې  ناهیلۍ سره چې جهاني صیب  دوزارت په لومړیو ورځو کې د لسو ځوانانو بې ځایه نیوکو دومره وېرولی چې تر دې  دمه یې  په عمومي ډول درسنیو دقانون دنشراتي برخې پنځه سلنه هم ندی عملي کړی . په رسنیوکې فحاشت درهین له وخت اوس ډېر شوی ، په ښکاره  شخصیت وژنه کیږي . په رسنیو کې دنر اوښځې عفت ته سپکاوی کیږي. دکندز پوهنتون دښځینه محصلینو دعفت ترپښو لاندې کول؛ او ټول کندز ته دسپکاوي پوښتنه ولې نه کیږي؟ ولې له رسنۍ ونه پوښتل شول چې په کندز ښار حمله دلوی اختر په څلورمه شپه وشوه.آیا! په افغانستان کې دا منئ چې داختر په څلورمه ورځ دې پوهنتونونه پیل شوي وي؟  آیا له طلوع تلویزیون نه دموثقې سرچینې پوښتنه وشوه ؟

اوس دکندز دعلمي مرکزاو پکې د خویندوعفت ته د سپکاوي په قضیه کې ګرم څوک دي؟ طلوع که اطلاعاتو او کلتور وزارت ؟.  د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ویاند ښاغلی هارون حکیمي په یوه مرکه کې وایي مونږ بېلابېلو کمیسیونونه جوړ کړي او کار روان دی، مونږ ورته وایو چې ښاغلی حکیمي نه د کمیسیونونو تګلارې قانون دی، او نه مشورې کوم لیکی فرمان؛   ستاسې ددې څو میاشتو کارڅه وو، ولې مو تر دې دمه درسنیو دقانون نشراتي مادې دوه سلنه هم ندي عملي کړې! مونږ وایو چې قانون عملي کول موباید لومړی او جدي ګام وای. مشوره کول او دعادي تګلارو عملي کول ستاسې دوس خبره نده!

مشورې عملي کول خو دقربان حقجو جرئت او دعطامحمد نور سیاست غواړي ، درسنیو قانون څلورپنځوس مادې لري ، فکرنه کوم چې د نشراتي توکو دوه مادې یې دې عملي شوې وي .  د رسنیو د قانون په  پنځه څلويښتمه  ماده کې ویل شوي.  چې رسنۍ دلاندې رپوټونو ،مطالبو، دخپرولو، تکثیرولو او چاپولو جواز نه لري .

۱ــ هغه آثاراو مطالب چې داسلام دسپڅلي دین داحکامو اواصولو سره په مغایرت کې وي .

۲ــ هغه آثاراو مطالب چې نورو ادیانو او مذاهبو ته دسپکاوي لامل وګرځي .

۳ــ هغه آثار او مطالب چې د حقیقي او حکمي اشخاصو د سپکاوي ، تحقیر او هتک حرمت لامل شي .

۴ــ هغه آثار او مطالب چې د حقیقي او حکمي اشخاصو دافترا لامل وي اودهغوی دشخصیت او اعتبار په ټولنه کې زیانمن شي .

۵ــ هغه آثار او مطالب چې د اساسي قانون سره  مغایرت ولري، او د جزا په قانون کې جرم وشمېرل شي .

۶ـ پرته له اسلام څخه د نورو دینونونو تبلیغ اوترویج .

۷ــ د تاوتریخوالي او د تيري دقربانیانو د هویت او تصویرونه افشا کول،  پداسې ډول چې ټولنیز حیثییت یې زیانمن شي .

۸ــ هغه آثار او مطالب چې د ټولنې خلکو او په ځانګړې ډول د ماشومانواو نوو ځوانانو جسمي روغتیا ا رواني او اخلاقي امنیت زیانمنوي .

د دې مادې دعملي کېدو په اړه نور څه ویلو ته اړتیا ځکه نشته چې رسنۍ ددې مادې برعکس خپرونې ښې په درز کې روانې کړې، د وېرې او د قانوني تعقیب  کومه اندیښنه هم نه لري .

نو ښاغلی جهاني ستا جهاني فکر ستا جهاني شخصت ته پوره درناوی  .

ټول انتظار کوي چې ستاسې کار به څه وخت پیلیږي، ټول په تمه دي چې دافغاني او غیرې افغاني رسنیو تفکیک به څه وخت کیږي . ګڼ شمېر نور سترګې په لاره دي چې درسنیو د تمویل سرچينې کوم هېوادونه او سفارتونه دي . ډېری هغه شېبې شمیري چې دافغاني فرهنګ دترویج او داسلامي اصولو او احکامو په چوکاټ کې به خپرونې څه وخت ګوري او لولي .

جهاني صیب اوس مو دخدمت ، جرئت ، جدیت او حقیقت کار کولو وخت راغلی، که مو په چارو کې مداخله کیږی. که موچارې ځنډول کیږي. که مو په مخه کې نور خنډونه وي، نو یو جرئت وکړئ!  یا همدغه کړۍ دافغانستان خلکو ته وروپېژنئ! یا په پوره جرئت او غوڅ جدیت  درسنیو داوسني او روان نشراتي چوکاټ مخه ونیسه.

دریمه ټاکنه مو درنه او منونکې استعفا ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ما څو کاله مخکښې هم ليکلي وو چې مکتبيان يو دين ، يوه لاره نلري بلکې هغوی اپورتونيستي خواص لري او نن له تا سره بله ورځ له ماسره ! جهاني هغه جهاني وو چې مونږ به ناز ورکاوو خو دی لاړ په اشغالګرو یې د څو مردارو دالرو لپاره ځان خرڅ که او تاريخ یې تور شه!
جهاني کله کولی شي چې د پردويو استخبارتي تلويزونونه کنترول کي ! که یې خوله وازه کړه نو چوکۍ یې لاړه !

نالت پر دې مذدورانو

پتنګ

الحاج استا ذ بیانزی

د پتنګ صاحب د تبصری له تاییدولو او لمانځلو وروسته به زه هم څه ورزیات کړم : ځینی کسان په رښتینی د یو هدف یا لیاری پلویان وی مهمه نه ده چه هغه اسلامی که غیر اسلامی وی ، او ځینی بیا وخت ته ګوری یا موقع شناس وی هره پالی چه درنده وی ځان پکی غورځوی او د ځآن د غورځولو تجربی هم لری تر دی چه کله پکی مرکزی هستی ته لیار پیدا کړی او کله یی عمومی مشر شی دغه ډول کسان په اسلامی ګروپو کی هم شته منافقین ورته وایی ، او به غیر اسلامی ګروپو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x