fbpx

طالبانو ۱۴کاله وروسته ځینې رسنۍ وګواښلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د تلې په یوویشتمه نېټه وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دوه خصوصي ټلویزیونونه وګواښل. دغه خبرپاڼه چې د طالبانو د نظامي کمېسیون په نامه خپره شوې وه، په ترڅ کې يې د طلوع او یک دوو خصوصي ټلویزیونونو او د دغو ټلویزیونونو کارکوونکو او اړوندو کسانو ته د مرګ ګواښ شوی و. طالبانو په تېرو څوارلسو کلونو کې په دغه ډول خبرپاڼه نه وه خپره کړې.
طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي وو: «د طلوع او یک په نوم ټیلویزيوني چینلونه هغه تبلیغاتي شبکې دي، چې په افغانستان د کفارو د فکري، کلتوري او تبلیغاتي یرغل د پرمخ وړلو مسؤلیت لري، دغه شبکې د امریکایانو د پراخ ملاتړ په مټ زموږ په دیني او کلتوري اقدارو ملنډې وهي، فحشاء او بي حجابي خپروي، د ځوان نسل اذهانو ته د بي دینۍ، بداخلاقۍ، خشونت، قمار، اختلاط او بې حجابۍ غوندې مضر افکار پیچکاري کوي او په ځانګړي ډول د جهاد او مجاهدینو په اړه له کرکې او بربنډې دښمنۍ څخه ډک تبلیغات کوي». طالبانو داسې مهال دغو رسنیو ته د مرګ ګواښ وکړ چې څو څو ځله په کابل کې د ډېرو مسجدونو امامانو او ځینو اسلامپالو مدني فعالانو هم د دغو ټلویزیونونو پر ضد خپل غږونه پورته کړل. د دغو رسنیو پر خپرونو په تېره د اختریزو مېلو پر مهال پراخې نیوکې شوې دي؛ خو تر اوسه د دغو رسنیو اړوندو کارکوونکو د خپل کار په دفاع کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ولې ګواښ؟
کابو دوه اوونۍ وړاندې، طالبان وتوانېدل چې د هېواد په شمال کې د کندز ولایت مرکز په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي. د کندز د ښار ماته د طالبانو په لاس، دغې ډلې ته په تېرو څوارلسو کلونو کې کم سارې ارزښت درلود. طالبان له ۲۰۰۱م کال وروسته وتوانېدل چې د افغانستان د یوه مهم ولایت په مرکز خپل بېرغ ورپوي.
د کندز په مرکز کې د جګړې له تودېدو سره رسنیزه جګړه هم ګرمه شوه. د طالبانو ضد رسنیو د طالب جنګیالیو پر ضد رپوټونه خپرول. طلوع په دې تبلیغاتو کې مهم رول ولوباوه. کندز لا د طالبانو په ولکه کې و چې یادو رسنیو یې د حکومت له خوا د نیولو خبر خپور کړی و. کله چې د الجزیره شبکې افغان خبریال، ولي الله شاهین ته طالبانو اجازه ورکړه چې د کندز په چوک کې راپور تیار کړي، له هغې وروسته څرګنده شوه چې کندز لا هم د طالبانو په ولکه کې دی. د طالبانو له خوا د طلوع او یک ټلویزیونونو ته ګواښ شاید یوازې د دغو رسنیو د وروستیو تبلیغاتو لپاره نه وي. د طالبانو له سقوط او د دغو رسنیو له راپیدا کېدو راهیسې د طالبانو او یادو رسنیو ترمنځ نرمه جګړه روانه وه. طالبانو ښايي د دې لپاره د دغو رسنیو پر ضد توند غبرګون نه ښکاره کاوه چې له رسنیو سره ټکر یې شاید پر دریځ منفي اغېز وکړي.
د کندز د جګړې په وروستیو ورځو کې طلوع ټلویزیون یو داسې راپور خپور کړ چې په پراخه کچه یې ولسي منفي غبرګون له ځان سره درلود. د طلوع یو خبریال له کندز پوهنتون څخه داسې راپور ورکړ چې ګواکې طالب جنګیاليو د دغه پوهنتون پر ښځینه محصلینو جنسي تېري کړي. خبریال داسې اسناد هم وړاندې نه شوای کړای چې ښکاره کړي جنسي تېری شوی. دا راپور په پیل کې ځکه د عام ولس زړه ته ونه لوېد، چې د پوهنتون محصلین د اختر د رخصیتو لپاره خپلو کورونو ته تللي وو. په پوهنتون کې څوک نه وو. خبریال هم د شپه غالې له تشو خونو رپوټ ورکاوه. د طلوع ټلویزیون دغه راپور پر طالبانو سربېره د ډېرو لیکوالو او مدني فعالانو توند غبرګونونه راوپارول. د ټولنیزو چارو ځینو کارپوهانو وویل، چې د طلوع دغه غلط راپور د هغو نجونو حیثیت ته ضربه رسوي چې په یاد شپه غالې کې اوسېدې. اوس چې ډېری لیکوال، فرهنګیان او عام ولس د طلوع د وروستي راپور له امله پارېدلی، طالبانو هم شاید له همدې فرصت څخه د ګټه پورته کولو په موخه داسې دریځ نیولی وي. شاید همدا دلیل به وي چې په خواله رسنیو کې د طالبانو د دریځ هرکلی وشو.
طالبانو په یوې کم سارې خبرپاڼه کې د دغو دوو ټلویزیونونو ټول کارمندان خپل «مشروع نظامي اهداف» وګڼل. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «له دې وروسته د دغو تیلویزيونونو هیڅ کارمند، نطاق، دفتر، خبري ټیم یا راپور ورکوونکی مصؤنیت نلري، د اسلامي امارت نظامي کميسیون خپلو ټولو مجاهدینو ته امر کوي چې د یادو دواړو شیطاني چینلونو په وړاندې پريکنده اقدام وکړي، نور د دغو تلويزیونونو ټول خبریالان او همکاران د دښمنو افرادو په توګه پيژندل کيږي او د دغو تلويزیونونو مراکز، دفترونه او هرځای استولي شوي ګروپونه نظامي اهداف دي چې مخامخ به له منځه وړل کيږي، زموږ غوښتنه ددې رسنیو له متعلقینو داده چې دیادو شبکو له دفاترو او خبریالانو ځان لري وساتي او ټول روابط دې ورسره قطع کړي، خلک دې ددغو رسنیو مرکزي دفتر او څانګو ته له ورتلو، په پروګرامونو کې له شرکت او کورونو ته ددغو رسنیو د خبریالانو له وربللو ځان وساتي، د نظرخاوندان دې په خپرونو کې ګډون نه کوي او مسلمان هیواد وال دې يې له کتلونه ډډه وکړي او په کلکه دې تحریم کړي».
۱۴کاله وروسته ګواښ
د طالبانو حکومت د امریکايي یرغل په پایله کې څوارلس کاله وړاندې له منځه ولاړ. کله چې امریکايي پوځیانو افغانستان ونیو، د امریکا سفارت ځینې رسنۍ پیل کړې. د امریکایانو په باور رسنیز او مدني فعالیتونه کولای شي په ټولنه کې د بیان ازادي پیاوړې کړي. په دغو رسنیو کې طلوع ټلویزیون او ازادۍ راډیو مخکښې وې. پر دغو رسنیو سربېره، د امریکا سفارت نورو رسنیو سره هم منظمې مالي مرستې لري.
طلوع تلویزیون په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي اداری (USAID) په مالي مرسته او د ۱۸ بهرنیو مشاورینو (څی اکثره امریکایان او استرالیایان وه) د موبي گروپ لوی چتر لاندی په کار پیل وکړ. په ظاهره توگه موبي گروپ د محسنی کورنۍ (سعد ٫ زید٫ جاهد او وژمې) لخوا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په لومړي ځل افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي دی. لویدیځه رسنۍ ډیر وخت ښاغلي محسني ته د(Media Mogul) یعنی د رسنیو د میدان بې تاجه بادشاه لقب ورکوي او دی ښاغلی په افغانستان کې د خلکو د فکرونو په بدلولو او اداره کې ډیر مهم گڼي.
که څه هم طالبانو تر دې مخکې په ښکاره د دغو رسنیو کارمندانو ته ګواښ نه و کړی؛ خو د دغو رسنیو خبریالانو د طالبانو اړوند د لومړي لاس رپوټونه نه دي خپاره کړي. د یادولو ده چې طلوع او یک ټلویزیونونو ته د طالبانو ګواښ په خواله رسنۍ کې له کم ساري هرکلي سره مخ شوی دی. د ځینو غیراخلاقي خپرونو له امله په ټولنه کې د دغو رسنیو هرکلی نه کېده.

پرون په کابل کې ځینو خبریالانو د طالبانو وروستۍ پرېکړه وغندله. د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې دوره یي مشر، فهیم دشتي وویل، که طالبان خپله پرېکړه پلې کړي، لومړی به پرې خبري تحریم وضع شي او بیا به د بالمثل چلن کوشش وشي. دشتي ونه ویل چې د طالبانو پر ضد به د خبریالانو بالمثل چلن څه وي. دوه کاله وړاندې پر ازادو رسنیو د څار ادارې یا «نی» هم اعلان وکړ چې د طالبانو پر فعالیتونو خبري تحریم لګوي؛ مګر د طالبانو فعالیتونه لا هم په پراخه کچه خپرېدل.
وبه کتل شي چې د طالبانو ګواښ د عمل جامه پر تن کوي کنه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نور محمد
میلمه
نور محمد

دا د ټول مسلمان ولس غوښتنه وه، چې طالبانو دغو پليتو او کفري تلویزونو ته اخطار ورکړ.
که دا پرېکړه عملی شی نو مسلمان ولس به له طالبانو ډیر خوشاله شي.
بله مشوره طالبانو!
په پاک لمنو ښځو باندې تهمت کوونکو ته په اسلام کې د قذف حد دی. نو څرنګه چې د طلوع تلویزون خبریال د کندز په پاک لمنو میرمنو بې ځایه تهمت لګولی و، نو باید طالبان کوشش وکړي چې د طلوع تلویزون خبریال په لاس ورشي او حد حذف پرې تطبیق کړي.

جاوید
میلمه
جاوید

دا د طالبانو له خوا یو نېک اقدام دی، له هغوی نه هیله کوو چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې له دې رسنیو سره عکس العمل وښایي.

الله ج دې دا فاحشې رسنئ تباه کړي. او نور مسلمانان دې له شر څخه وژغوري.