افغانستان

اوباما د افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه له سره غور کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا ولسمشر اوباما د خپل انتخاباتي ژمني سره سم امریکایانو ته ویلي وه چې د کال ۲۰۱۶ پوري به د افغانستان څخه خپل ټول پوځ باسي او یوازي به د سفارت د ساتني په خاطر یو شمېر عسکر پریږدي.

خو داسي ښکاري چې وروستیو تحولاتو نوموړی دې ته اړ کړ چې خپل پر دغه پلان له سره غور وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې د دغه هیواد ولسمشر باراک اوباما دې قناعت ته رسیدلی چې په افغانستان کې وضعیت اوس هم سم نه دی، دوی باید د سفارت تر ساتني زیات شمېر عسکر په افغانستان کې پریږدي.

ولسمشر اوباما ددې تر مخه اعلان کړی وو چې د افغانستان جګړه به ډیر ژر پای ته ورسیږي، خو د نیویارک ټایمز په وینا د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې اوس اکثره چارواکي په دې قناعت دي چې باید دا جګړه دوام ولري، او امریکايي عسکر باید هلته پاته سي.

باید وویل شي امریکا چې په افغانستان کې خپل په زرګونو عسکر له لاسه ورکړي، او په ملیاردونو ډالر یې مصرف کړي، ۱۴ کاله وروسته بیا هم د افغانستان په وضعیت راضي نه دي.

دغه جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، امریکايي ورځپاڼي یې په ویتنام کې د امریکا دماتي سره تشبیه کوي.

د یادوني وړ ده چې په افغانستان کې وروسته تر هغه د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیرې را ټیټې شوې، کله چې امریکا د خپلو عسکرو شمېر د ۱۳۰ زره څخه ۹۸۰۰ عسکرو ته را ټیټ کړ، خو په دې وروستیو پيښو کې یو ځل بیا د امریکايي او ناټو ځواکونو د مرګ ژوبلي کچه لوړه شوې.

د رواني میلادي میاشتي اکتوبر په لومړۍ نیټه په جلال اباد کې یوه لویه بار وړونکې الوتکه غورځېده، چې له کبله یې ۱۱ تنه امریکايي عسکر او پوځي قراردادیان ووژل شول، او همداسي دوه ورځي وړاندي په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید وشو، چې دوه پوځي موټر یې تخریب شول خو د مرګ ژوبلې درک یې ونه لګېد، ددغه برید څو ساعته وروسته مازیګر مهال د برتانوي ځواکونو یوه الوتکه وغورځېده چې له کبله یې پنځه تنه بهرنیان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې طالبانو دا ثابته کړه چې دوی اوس هم تر افغان پوځ په ښه مورال جنګیږي، او کولای سي په لږ شمېر جنګیالیو په زرګونو افغان پوځیان د کندوز غوندي استراتیژیک ښار څخه تیښتي ته اړ کړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس خبر ورکړه شوی چې طالبان یو ځل بیا د ۲۰۰۱ قوت ته ورګرځېدلي او د افغانستان په اکثرو سیمو باندی واکمني لري.

نن طالبانو اعلان وکړ چې دوی په فراه ولایت کې د خاک سفید ولسوالۍ وروسته د بالابولک ولسوالۍ هم په بشپړه توګه نېولې، دا په داسي حال کې چې د دوه ورځو راهیسي طالبانو د کندهار او کابل تر منځ غځېدلې لویه لاره د غزني او زابل پر مرکزونو د عملیاتو لپاره تړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

امریکایانو خو اصلا فکر کاوه چی داعش به د طالبانو په ځای په افغانستان کی په آسانی جایگزین شی او ددوی د راتلونکی پلانونو لپاره به زمینه په آسانی کوم چی د منځنی آسیا دتخریب او هلته د یوی اوږدی جګړی په اړه دداعش او دهغه ځای د حکومتونو ترمینځ یی دخپل د منافعو په اړه او هلته ددی دواړو د جنګ نه په استفادی د خپلی خوښی د حکومتونو د جوړولو په اړه یی لری او همدارنګه کوم پلان چی د روس د ځپلو لپاره یی لری هغه به په آسانی مخته لاړ شی نو ځکه دوی د ټولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x