نظــر

ایا دکابل دحکومت په اړه دبحران د ډلې رپوټ ریښتیا ناسم دی؟

loyajirga2011 1داکتوبر دمیاشتې په اتمه په بروکسل کې مېشتې د بحران نړیوالې ډلې رپوټ ورکړ  چې افغانستان د وېجاړېدونکي سیاسي بحران لور ته روان ، او په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیو ځواکونوتر وتلو وروسته له ړنګېدو او کورنۍ جګړې ل پېښېدو سره مخ دی.

د دې رپوټ په وړاندې  دکابل حکومت ، ناټو اوپه کابل کې دملګرو ملتونو ځانګړي استاذې  غبرګون ښکاره کړ او دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته يي دحکومت دنړیدو احتمال ناسم وباله.

اوس پوښتنه داده چې دهیواد دوروستي بحراني وضعیت  په اړه دبحران د ډلې رپوټ ناسم دی اوکه دهغه په اړه اعلان شوۍ شوي غبرګونونه؟

دبحران د ډلې درپوټ له خپریدو سره یوځای دسره صلیب ادارې هم په افغانستان کې  دبندیانو دوضعیت په اړه اندیښنه ښکاره کړې  او ویلې دي چې افغانستان دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته دا وړتيا نه لري چې د زندانونو معيارونه خوندي وساتي.

یواځې سورصلیب او دبحران ډله نه ده چې دافغانستان په روان وضعیت اندیښنه لري بلکې دهغه ترڅنګ يو شمير نور کورني او بهرني بنسټونه هم دې چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو دنيټې په رانیږدي کیدو سره ورته اندیښنې لري .

دهیواد امنیتي او سیاسي وضعې ته په کتوسره هم  حالات داسې ښکارې چې  دکابل دحکومت  دنړیدو  احتمال قوي کوي .

او داځکه چې دکابل حکومت   دنړیوالو ځواکونو له  فعلي قوي موجودیت سره سره  په هیوادکې  دسیاسي ثبات، اوپه سمه توګه  دواکمنۍ اوحکومت دارۍ جوګه نه دی .

دغه حکومت  نه په خپلو دولتي اداروکې  دفساداوګډودي د له منځه وړلو صلاحیت لري  ،نه   حتی دهیواد په پلازمینې کابل  کې  دامن راوستلو وس  او نه  هم دهیواد له سرحدونو څخه  دګاونډیانو په تیره دپاکستان  دمسلسلو بریدونو دمخنیوي  توان  او صلاحیت .

نوداچې  د حکومت دسل زره بهرنیو ځواکونو په فعال  شتون کې امنیتي او اداري وضعیت دغه حال وي ایا دهغو تروتلو وروسته به دخپل اداري ،سیاسي اومالي فساداتو  او هم د وسله والو مخالفینو  دپوځي بریدونو په مقابل کې دبقاء  او حاکمیت  څومره توان ولري.

دنظام دحاکمیت  اوبقاء لپاره ولسي ملاتړ ، ښه اداره اوخود کفایتي  اساسي شرطونه ګڼل کیږي  چې  دکابل حکومت  له دغو ددریو اساسي شرطونوڅخه یوهم  له ځانه سره نه لري .

دغه  بحراني حالت هم خپله  دکابل دحکومت غړیو ،هم ناټواو هم دملګرو ملتونو  استازي  ښه درک کړی  ،اوکوم غبرګون چې  یې دبحران ډلې دوروستي رپوټ په اړه څرګند کړی هغه  دخیالاتو او اوهامو په رڼاکې ترسره شوي نه دواقعیتونو  په اساس.

لهذا دموجوده عیني واقعیتونو له مخې  ددې اټکل کیږي چې  ددغه له داخل او بهرنه  شړیدونکی حکومت   دبقاء او پاتي والي احتمالات ډیر کم  دی او داهم  بعیده نه ښکاري چې دبهرنیو ځواکونو تروتلو له مخه سقوط وکړي .

ځکه بهرنيو ځواکونو چې په تیرو یولسو کلونو کې د دغه فاسد اوناتوانه حکومت دبقاء او واکمني لپاره  په پوځي ،اقتصادي ، سیاسي او اداري لحاظ کومې هلې ځلې وکړې هغو هیڅ نتیجه ورنکړه ،چې دې کار هم دغه ځواکونه او هم دهغوئ بهرني ملاتړي له بشپړې مایوسۍ سره  مخ کړي ،او  اوس هغوئ هم  یواځې له افغانستان څخه  دوتلو دنوبت انتظار باسي نه  داچې  دحکومت دپوځي  مرستې لپاره دلته  پاتي دي .

دافغانستان  روان وضعیت  ددغه  هیواد په تاریخ کې  ترټولو په ناوړه بحراني  حالت کې قرارلري .

له دغه  بحراني حالت څخه دخپل هیواد دراایستولو  اوخپل ځوریدلي ولس ته  دیوه سوکاله ، باآمنه او ښه مستقبل برابرولو  مسؤلیت ددې خاورې دهر فرد مکلفیت دی .

لهذا ټولو افغانانو او په تیره په افغاني لانجې کې  ټولو ښکلیو لوروته په کارده  چې  له  تیرو ترخو تجربو څخه په عبرت اخیستلو سره نور دخپل مستقبل په اړه خپل مسؤلیت درک کړي  ،خپل مشکل په خپله حل  او دجګړې او دهغې دعواملو دله منځه وړلو په  لاره کې خپل اسلامي  ،افغاني او اخلاقي دین اداء کړي .

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x