ټولنیزه برخه

کیسی اوپندونه

keesy-aw-pandoonaپه ټولیزه توګه دکیسي په ژبه پیغام او ګټورحکمتونه ترخلکو رسول ډیر په زړه پورې او ګټور کاردی اوکه په کومه لنډه کیسه کې یولوی حکمت نغښتی وې او دکارخبره لوستوالوته ورسوې دا نو ډیره خوندوره خبر د ه ، ځکه اوس خلک وایې وخت نلرو اوږده شیان … نه خوښوې ، نیت مې کړې ده د زړه له اخلاصه …. چې ګرانو لوستوالو ته لنډي کیسې راټولي کړم او دپایلي اونتیحي اخیستني په توګه به دوه دری لنډي جملي هم ورپورې نښلوم .

یادونه : دلته زه خپلي زړې اونوې ټولي کیسې رایوځای کوم خدای دې وکړې مکرري هغه مو خسته نکړې بښنه غواړم .

(۱) د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ، دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو  په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاري ته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او دا پوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .
زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبرو ته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .

 (۱)

  1. د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ، 

    دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاري ته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او داپوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
    تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .
    زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبروته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    (2)

    یوه ډاکټر له یوې نجلی سره واده کول غوښتل او څوک یې ورو لیږل ، دنجلی کوروالو په یوه شرط له هغه سره خبر ومنله او هغه داچې کله هغوی د ده دکور معلومات ترلاسه کړل نو یې ورته وویل چې ستامور موږ د واده په مراسمو کې نه غواړو او هغه به نه راځې ، ډاکټر دي خبرې ته هک پک پاتي شو او دمشوري له پاره یې دخپل پوهنتون استادانو ته ځان ورساوه ، له هغوی نه دمشوري په مهال یوه یې وپوښته چې هغوی دا شرط ولي لګولی ده ، ده په شرمندوکي لهجه ورته وویل : زه دیوه کال وم چې پلار مې ومړ او مور مې دخلکو په کورونو کې مزدوري پیل کړه دخلکو لوښې او جامي به یې مینځلي او له دي لاري به یې زما دخوراک او زده کړې لګښت برابراوه ، وروسته یې وویل :
    مااو زما مور په ژوند کې ډیرې ستونزي ګاللي دې ترڅو چې دي ځای ته راورسیدم ، یوه استاد یې ورته وویل : زه له تانه یو کوچنی غوښتنه لرم ته اوس کورته لاړ شه کله چې دي مورته ورشې دهغي لاسونه ور ومینځه سبا چې ماته راشې زه به خپل نظر درکړم ، دی چې کورته ولاړ له مور نه یې وغوښتل چې نن ستا لاسونه زه درمینځم ، کله یې چې دمور لاسونه مینځل پیل کړل او دهغي لاسونه یې ولیدل نو له سترګو یې اوښکي رواني شوې ، دهغي دلاسونو تڼاکي ، ګونځي او پرهارونه یې مخکي په دومره دقت سره نه و لیدلي ، 

    ډاکټر ونشوی کولی ترسبا پوري انتظار وکړې ، دخپل هوښیار اوځیرک استاد نظر او مشوري ته یې هم اړتیا نه ولیدله ، سمدستي یې دخپل ملګري مور ته تلیفون وکړ چې زه نه غواړم دخپلي کړیدلي مور ټول ژوند له خپل ایند ه ژوند نه قرباني کړم زه له هغو خلکو سره دوستي نه غواړم .

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    (3)

    تاسوپوهیږئ چې هوسۍ له زمرې نه ډیره تیزه ده نو ولي یې زمرۍ نیسې او ولي دهغه په پنجو کې لویږې ؟!!

    ځکه کله چې هوسۍ زمرۍ ووینې چې ورپسې دی نو دپه دي باور شې چې هغه له دي نه پیاوړی دی او خامخا به یې ښکار کوې او خورې به یې ….، همدا د نه خلاصون ویره یې دي ته مجبوره کړې چې دځغاستي په مهال بیابیا شاته وګورېاو د دي او زمرې ترمنځ شته فاصله وڅارې ، او دا شاته کتل د هوسې په ځغاسته اغیزکوې او دتګ په تیزوالي کې یې سستي پیداکوې ، اوپه دي توګه زمرۍ موکه پیداکړې چې په هغي پسې ورسیږې ، او اخر یې ښکار کړې ،

    که هوسۍ دځغاستي په مهال شاته نه کتلی زمري نشوی کولی هغه ښکار کړې ، که هوسۍ پوهیدلی چې که څه هم دزمري دپنجو ځواک له دي نه زیات دی خو په منډه کې دا له هغه نه تیزه ده نو خامخا به یې له زمرې نه په منډه ځان خلاصاوه ………

    موږ دژوند په منډه کې څومره ډیر شا او ماضي ته ګورو اوپه دي توګه مو دپرمخیون منډه سسته کړي ده ، اوډیر ځله موږ د ناکامي له ویرې نه دبریالیتوب غوره چانسونه له لاسه ورکړي دې او داراز ډیر ځله موږ پرځان نه باور او له غوره موکو نه د ویرې له کبله دبریالیتوب زریني موکي له لاسه ورکړي دې .

     

     

 

 

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x