افغانستان

فراه: د بالابلوک ولسوالۍ بشپړه د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې اوونۍ محاصرې وروسته وسله وال طالبان وتوانېدل، چې د بالابلوک ولسوالۍ مرکز او اومنیه قومنداني تر خپل واک لاندې کړي.

تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازیو په دې ولسوالۍ کې د ګڼو امنیتي ځواکونو د محاصرې خبر ورکړی و او له مرکزي دولته يې د مرستې غوښتنه کوله.

وسله والو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی نهه ورځې دغه ولسوالۍ محاصره کړې وه او تېره شپه پر دې وتوانېدل چې دولتي ځواکونه په شا وتمبوي او پر ولسوالۍ بشپړ واکمن شي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو ته درې عرادې ټانګونه او ګڼه سپکه او درنه وسله په لاس ورغلې ده.

د فراه ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې په مرکزي حکومت غږ کړی و، چې د دوی مرسته دې وشي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې خاک سفید ولسوالۍ هم د دولت له واکه ووته او د بېرته نیولو لپاره يې هم کومه هڅه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x