افغانستان

پروان: بګرام کې ۱۶ امريکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د پروان په بګرام کې ولسوالۍ کې د بهرنيو عسکرو د موټر په کتار جګړه شوې ده، چې درانه ځاني تلفات يې اړولي دي.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي، چې په یاد بريد کې يې ۱۶ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ملګرو د بګرام ولسوالۍ اړوند په قلعه بلند سیمه کې په امريکايي ځواکونو د سړک د غاړې ماین ته انفجار ورکړ او وروسته يې مخامخ جګړه پيل کړه، چې پکې ۷ امريکايي عسکر وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کاږي، چې په چاودنه کې یو ټانګ تخریب شوی او درې نور ټانګونه په مخامخ جګړه کې له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه د دې بريد په اړه د پروان ځايي چارواکو او د بهرنیانو مطبوعاتي څانګې څه نه دي ويلي.

په دې جګړه کې د دوو تنو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی، چې طالبانو د بهرنیانو د « ړوندو ډزو» پایله بللې.

تر دې وړاندې هم په پلازمېنه کابل کې په یو سرتيري بريد کې ګڼو امريکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې له هغه وروسته د ځينو بهرنیو دفترونو امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x