افغانستان

چاودنې د نورستان والي ټپي کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان ولایت والي تېره شپه په يوه چاودنه کې ټپی شوی دی.

سرچينې وايي چې چاودنه د مرکز اړوند په ستاب سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د والي موټر له سیمې نه د تېرېدو په حال کې و.

وسله والو طالبانو چاودنه د دوی کار بللی او ويلي يې دي چې والي حافظ عبدالقیوم يې مرګونی ټپی کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له تفصیل پرته پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تېره شپه يې د نورستان د والي پر موټر بمي برید کړی او هغه يې مرګونی ټپي کړی دی.

د نورستان امنيتي مسوولینو د چاودنې پخلی کړی، خو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

دوی د نورستان د والي د روغتيايي حالت په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x