افغانستان

مشرانو جرګه: د کندوز د سقوط تحقیقاتي کمیسیون نیم په نیمه جوړ شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د کندوز د سقوط تحقیقاتي کمیسیون دواړه مشران د ګډ حکومت د دواړو مشرانو له لوري معرفي شوي، چې پایلې به يې مثبتې نه وي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې غړو پر دې اندېښنه وښوده، چې د کمیسیون مشران هم د پنځوس ـ پنځوس سلنې واک له مخې ټاکل شوي، چې په وينا يې د حکومت مشران د حقایقو د موندلو پر ځای دلته هم خپلې سیالۍ ترسره کوي.

د دې جرګې غړي نثار حارث وویل چې د دې کمیسیون دواړه مشران به خپلو مشرانو ته راپورونه ورکوي، د هغه په وينا د دې کمیسیون کاري راپور به ولسمشر محمد اشرف غني ته فاروق وردګ او اجرايه رییس عبدالله عبدالله ته امرالله صالح ورکوي.

حارث وايي چې ولس باید د کوم مشر په راپور باور کړي او رښتیا به هم د کندوز د سقوط عوامل څنګه په ډاګه کړل شي.

دغه کمیسیون تېره یکشنبه وټاکل شو، چې ولسمشر امرالله صالح او فاروق وردګ د دې کمیسيون چې درې نور غړي لري مشران وټاکل، چې له ټاکلو سره سم يې ځينې غبرګونونه راوپارول.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د ګډ حکومت د اډول کړنې هیڅ حقوقي ارزښت نه لري او په وینا يې د دوی لپاره د حقایقو د موندلو پر ځای د خپل نیم په نیمه واک د دریځ تطبیق مهم دی.

سیاسي شنونکی عبدالکبیر رنجبر ورته نظر لري او په وينا يې د دې حکومت نه یوازې، دا موضوع بلکې ټول اجرات  حقوقي ارزښت نه لري.

که څه هم ولسمشر د دې کمیسیون د کاري پايلې لپاره هیله مندي وښوده، خو ګڼ مدني بنسټونه او سیاسي مبصرین د دې کمیسیون د کار له پیله نا خوښه برېښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x