د نن سرلیکنه

ګډ حکومت نور څومره د بقاء چانس لري؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د کندوز ترسقوط وروسته طالبانو د افغانستان بل مهم مرکزي ولایت غزنی د خپل پوځي برید هدف ګرځولی او د کندهار کابل عمومي لاره یې تړلې ده.

که څه هم چې د ګډ حکومت پوځي چارواکي پر غزني د طالبانو د برید دشنډولو او د لارې د خلاصون ادعاء کوي خو د غزني په مرکز کې عیني شاهدان وايي چې لاره لاهم تړلې او د ښار خلګ له زیاتو اندیښنو سره مخ دي.

تر ولسوالیو وروسته د ولایتونو د سقوط خبره په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې ګډ حکومت د داخلي اختلافاتو او خپل منځي ناباوریو طوفان پر سر اخیستی.

د حکومت یو سهیم لوری د بل جانب پر لوړ پوړو چارواکو سخت بي باوره او د نظام په داخل کې یې د ستون پنجم په اصطلاح تورنوي.

طالبانو هم د ګډ حکومت د سهیمو جهتونو له دا خلي اختلافاتو څخه په استفادې سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او تقریبا د هرې ورځې په تیریدو سره یوه ولسوالي او یاکومه مهمه سیمه له دولتي څواکونو څخه لاندې کوي.

ګډ حکومت د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو او یا د هغوی په مقابل کې د یوه مؤثر پلان د طرح کولو په ځای په داسې لایعني هڅو لګیادي چې لا د دوي لپاره د مزیدو اداري ستونزو او مشکلاتو لامل ګرځي.

د هیواد په روان بحراني وضعیت کې د دولت له رسمي تشکیلاتو بهر ځینو مصلحتي چار واکو ته د لوړو صلاحیتونو تفویضول اوپه هیواد کې د متعددو امنیتي او غیرامنیتي پیښو د څیړنې لپاره د حقیقت یابي په نوم د بي صلاحیته کمیسونونو ټاکل ټول هغه اقدامات دی چې په هیڅ صورت نه حکومت ته د ورپیښو امنیتي ګواښونو مخنیوی کولای شي او نه هم د جګړه ځپلو افغانانو کوم درد دواکولای شي.

د افغانستان د سیاسي وضعیت شنونکي په دې باوردي چې ګډ حکومت نور پرهیواد د حکومت کولو توان له لاسه ورکړی ، ځکه هغه حکومت چې هم د خپل منځي اختلافاتو له کبله له دننه تخریب کیږي اوهم له بهر نه د مخالفینو تر شدیدیدو او کاري تهدیدونو لاندې وي په طبیعي ډول خپل دبقاء چانس له لاسه ورکوي.

خو دا چې همدغه ناتوانه او په فساد کې ډوب حکومت د جان کیري د مستقیم دخالت او د هغه د وصایت په نتیجه کې منځته راغلی نو امریکان کوښښ کوي چې د هغه په ناروغه وجود کې د مصنوعي ساه په پوکولو سره هغه دخپلو مصلحتونو د ترلاسه کولو په خاطر تر څه وخت پوري مقاوم ساتي.

ځکه د امریکایانو شوم اهداف په افغانستان کې د دغسي یوه فاقد السیطره اوفاسد حکومت په بقاء کې ښه تر لاسه کیدای شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x