افغانستان

په مخابراتي خدمتونو ۱۰ ٪ مالیې په اړه د ولسمشر فرمان رد شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د ولسمشر هغه فرمان په اکثریت رایو سره رد کړ چې له مخې یې په مخابراتي خدمتونو لس سلنه مالیه ايښودل شوې وه.

د وزیرانو د شورا او ولسمشر د فرمان په اساس د مخابراتي خدمتونو په بدل کې د مخابراتي شرکتونو په ټولو مشتریانو لس سلنه مالیه وضع شوه، او د روان کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه نافذه هم شوه.

دغه فرمان د ملي شورا د رخصتیو پر مهال اشرف غني ورکړی و.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رییس قیس حسن نن د چهارشنې په ورځ دغه فرمان چې په درې فصلونو او ۱۶ مادو کې تهیه شوی و، عمومي مجلس ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه چې دغه فرمان د اساسي قانون د ۷۹مې مادې خلاف دی.

د جرګې ځينو نورو غړو هم وویل چې د ولسمشر دغه فرمان د اساسي قانون سره تضاد دی.

نن په ولسي جرګې کې د ټولو ۱۲۵ غړو څخه دوه تنو د فرمان په تایید او پاتې نورو ټولو په رد کې رایې ورکړې.

د اساسي قانون ۷۹مه ماده وايي چې «حکومت کولای شي د ولسي جرګې د تعطیل په حالت کې له بودجې او مالي چارو پرته، د بیړنۍ اړتیا پر اساس تقنیني فرمانونه ترتیب کړي. تقنیني د جمهور رئیس تر توشېح وروسته د قانون حکم پیدا کوي. تقینیي فرمانونه باید د ملي شوری د لومړۍ غونډې تر جوړیدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې هغوی ته وړاندې شي او که د ملي شوری له خوا رد شي، اعتبار نه لري».

ملي شورا د رخصتیو وروسته د وږي په ۱۵مه کار پیل کړ.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت چارواکي ويلي چې په تیرو دوو اونیو کې د موبایل د کارونکو څخه د دولت خزانې ته ۱۶۰ ملیونه افغانۍ را ټولې کړي، او په دې اساس دولت هره ورځ د لسو څخه بیا تر یولسو میلیونو افغانیو پورې د موبایل د کارونکو څخه ټیکس ټولوي.

دغه مالیه که څه هم د حکومت په بودیجه کې جمع کېدله خو په اړه یې تر دې وړاندې هم بېلابېلې اندېښنې موجودې وې چې ښايي د نورو بهرنیو مرستو په څېر دغه مالیه هم په فساد ککړو چارواکو جیبونو ته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x