د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو مهمې پیښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ نړیوالو ایتلافي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې ونړوله. له هماغه وخته تر اوسه پورې دا هیواد د بهرنیو ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې دی.

که څه هم امریکا او ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپله جګړه په رسمي توګه پای ته رسېدلې اعلان کړه، خو لا هم نړیوال ځواکونه عملا په جګړه کې ښکيل دي او په ځانګړي ډول «هوايي بریدونه» ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د هغې احصائيې پر اساس چې د تېر اګست په میاشت کې یې خپره کړې، د بهرنیو او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه د تېر ۲۰۱۴م کال په پرتله سږکال ۸۸٪ لوړه شوې.

د امریکا او ناټو ځواکونو د هغو هوايي بریدونو چې په ۲۰۰۱م کال کې یې د کابل تر نیولو وروسته تر اوسه پورې ترسره کړي او ګڼو ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د ځینو مهمو پیښو نوملړ په لاندې ډول دی:

• ۱ جولای ۲۰۰۲م: په روزګان کې ۴۷ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې امریکايي الوتکو په واده بمباري وکړه.

• ۲۷، ۲۹ اپریل ۲۰۰۷: امریکايي الوتکو د هرات ښار ته څېرمه په زیرکوه سیمه دوه ورځې بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دغې بمبارۍ کې ۱۰۰ کورونه هم ونړیدل.

• ۱۷ جون ۲۰۰۷: د هلمند په حیدراباد کلي امریکا هوايي برید وکړ او ۴۵ ملکي وګړي یې ووژل.

• ۷ جولای ۲۰۰۷: د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په څانگار کلي کې د امریکايي ځواکونو په دوه جلا جلا بمباریو کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول. خلکو د ۱۰ وژل شوو ولسي کسانو مړي ښخول چې پر جنازه بيا بمباري وشوه او شاوخوا ۲۵ کسان پکې مړه شول.

• ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول، چې یوازې ۱۱ تنه له یوې کورنۍ څخه وو.

• ۶ جولای ۲۰۰۸: د ننګرهار په شینوارو سیمه کې د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو د واده مراسم په نښه کړل او ۴۷ ملکي خلک یې ووژل، چې اکثریت یې ښځه او ماشومان وو.

• ۱۴ جولای ۲۰۰۸: امریکايي ځواکونو د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ مرکز ته نږدې کلی بمبار کړ، لږ تر لږه ۳۰ ولسي خلک یې ووژل او ۲۵ کورونه او دوکانونه یې ونړول.

• ۲۲ اګست ۲۰۰۸: ناټو ځواکونو د هرات ولایت د شینډنډ په عزیزاباد سیمه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي د هوايي برید په پایله کې ووژل، چې یوازې ۵۰ تنه یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه هم ونړیدل.

• ۶ نومبر ۲۰۰۸: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د واده په کور بمباري وکړه چې له کبله یې ۴۰ تنه مړه کړل.

• ۵ می ۲۰۰۹: په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې تر ۱۴۰ زیاتو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په وژل شوو کې ډیری ښځې او ماشومان وو.

• ۴ سپتمبر ۲۰۰۹: جرمني ځواکونو په کندز کې د طالبانو له لوري په يرغمل شوو دوو ټانکرو هوايي برید وکړ او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې ووژل، په وژل شوو کسانو کې ۷۰ تنه ولسي خلک وو.

• ۱۸ سپتمبر ۲۰۰۹: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه دوه عام وګړي ووژل.

• ۱ مارچ ۲۰۱۱: د کنړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ننګلام تنګي کې بهرنیو ځواکونو بمباري وکړه او ۹ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د سون توکي (خس او خاشاک) یې راټولول.

• ۲۲ اپریل ۲۰۱۱: د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د سړک جوړونې په یو شرکت هوايي برد وکړ او د دې شرکت ۳ ساتونکي یې ووژل.

• ۲۷ می ۲۰۱۱: د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې بمباري وکړه او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.

• ۲۱ جون ۲۰۱۱: امریکایانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کې بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

• ۲۸ جون ۲۰۱۱: د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مزراباد سیمه کې امریکایانو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې ۶ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.

• ۲۵ جولای ۲۰۱۱: د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ایساف چورلکې ۲ ماشومان او یو ملا امام په ډزو ووژل.

• ۱۳ می ۲۰۱۲: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې په نتیجه کې يې له ۹ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست. په وژل شوو کې ۵ ښځې وې.

• ۶ جون ۲۰۱۲: امریکايي ځواکونو په لوګر کې هوايي برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ ولسي وګړي یې ووژل.

• ۱۵ سپتمبر ۲۰۱۲: د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۸ تنه ميرمنې چې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې، ووژل شوې.

• ۱۳ جنوري ۲۰۱۳: د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۱۶ ملکې وګړي د سهار لمانځه پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول.

• ۱۳ مارچ ۲۰۱۳: ناټو ځواکونو د غزني ولایت په سفندي ولسوالۍ کې پر یو موټر هوايي برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۲ عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

• ۶ اپریل ۲۰۱۳: د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د امریکايانو په بمبار کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه ولسي خلک ووژل شول.

• ۷ سپتمبر ۲۰۱۳: په کنړ ولایت کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ولسي خلکو په هغه موټر هوايي برید وکړ چې له اسعداباد څخه د ګمبیر سیمې ته روان و. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه ووژل شول.

• ۲۳ نومبر ۲۰۱۳: امریکايي بي پیلوټه الوتکو د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې ولسي کور بمبار کړ او د یوي ښځې او دوه ماشومانو په ګډون یې ۹ ملکیان ووژل.

• ۱۶ جنوري ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د پروان په سیاګرد سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي په هوايي برید کې ووژل.

• ۹ سپتمبر ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو په کنړ ولایت کې ولسي وګړي په هوايي برید کې په نښه کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل.

• ۲۷ سپتمبر ۲۰۱۴: د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه ښځې ووژل شوې.

• ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۴: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د نیازیو کلا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷ تنه عام وګړي ووژل شول. په وژل شوو کې یو سپین ږیری او یو ماشوم شامل و.

• ۱۰ ډیسمبر ۲۰۱۴: د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په یو باغ بمباري وکړه چې په ترڅ کې د ښوونځي ۵ تنه زده کوونکي په داسې حال کې ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری کاوه.

• ۲۵ ډیسمبر ۲۰۱۴: د لوګر ولایت په بره‌ کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

• ۶ جنوري ۲۰۱۵: د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

• ۱۷ جنوري ۲۰۱۵: د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا له ۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.

• ۱۹، ۲۰ فبروري ۲۰۱۵: د امریکایانو په هوايي برید کې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹ تنه عام وګړي ووژل شول.

• ۲۱ فبروري ۲۰۱۵: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ۵ تنه ملکي وګړي په داسې حال کې ووژل چې په بایسیکلونو کور ته روان وو.

• ۷ اپریل ۲۰۱۵: په کنړ ولایت کې یوې ښځې او ۱۱ ماشومانو د هوايي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

• ۳۰ اپریل ۲۰۱۵: د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۶ تنو ولسي وګړو ژوند واخیست.

• ۵ جون ۲۰۱۵: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه کړل او ۳۴ ولسي کسان یې ووژل.

• ۲۲ جون ۲۰۱۵: د کندز په چهاردرې ولسوالې کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو مسجد برید وکړ او ۸ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د قرآن کریم په زده کړې بوخت وو.

• ۳ اکتوبر ۲۰۱۵: په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون امریکايي الوتکو بمباري وکړه او ۱۰۰ په شاوخوا کې یې عام خلک ووژل، چې ټول یې ناروغان او د روغتون طبي پرسونل وو.

باید وویل شي چې پورتنۍ احصائیه ټول هغه هوايي بریدونه او بمبارۍ نه رانغاړي چې په تېرو څوارلسو کالونو کې په افغانستان کې رامینځته شوي. دغه احصائیه یوازې د څو هغو مهمو پیښو پر بنسټ ولاړه ده چې چارواکو پرې اعتراف کړی او تر پراخ رسنیز پوښښ لاندې راغلي. همدا راز دغه احصائیه یوازې د مړو او وژل شوو ملکیانو شمېره را اخلي، په هوايي بریدونو کې د ټپیانو او زخمیانو شمېره یې نه ده ذکر کړې.

د هوايي بریدونو او بمباریو په پایله کې د ملکي تلفاتو کره شمېره تر هغې کچې ډیره لوړه ده چې بهرني ځواکونه یې رسما تاییدوي او اعتراف پرې کوي. د هغې سرشمیرنې له مخې چې په دې وروستیو کې د واټسن موسسې لخوا ترسره شوې، راغلي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره ملکي افغانان وژل شوي، چې امریکا او افغان حکومت په خپل وخت کې هر برید په مخالفینو بللي او په کې وژل شوي کسان یې طالبان ګڼلي دي.

هېره دې نه وي چې په دې نوملړ کې د هغو ملکي وګړو د وژنې شمېره نه ده شامله چې بهرنیو ځواکونو په شپنیزو عملیاتو کې او یا هم په نورو عملیاتو کې د ټوپک په ژوندیو مرمیو مخامخ وژلي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نعمان منلی
میلمه
نعمان منلی

په 2012 کال کې یې به وردګو کې سیدآباد ولسوالی اونخې دره کې یوه ښځه او ورسره یو ماشوم هم ووژل

Helal
میلمه

په ۲۰۱۰ کې په تګاب کې ۲۰ تنکي ماشومان په یوه مازیدګر شهیدان کړل. کوم کوم به حسابوو، بس انتقام زمونږ کار دی