د سیدنا صدیق اکبر رضي الله عنه سټه او کورنۍ

لیکوال: احمد الله عاطفي

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ لمړنی نوم د جهالت په دور کې عبد الکعبه و، چې کله په اسلام مشرف شو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې نوم په عبد الله بدل کړ، خو دا مبارک په ابوبکر صدیق داسې مشهور شو چې د وخت خلکو يې هم اولنی نوم له یاده ویستی و !، پلار یې عثمان بن عامر رضی الله عنهُ او کنیه ېئ ابو قحافه و چې دی هم پخپل کنیه مشهور و ، ابو قحافه د مکی له فتحی سره سم، تقریباً د نوي ۹۰ کالو په عمر د خپل مطیع زوی حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه په سپارښتنه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دعوت، په اسلام مشرف شو او د جلیل القدر صحابی نوم يې تر لاسه کړ، دا مبارک د خپل زوی ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ په خلافت کې  ژوندی او د خپلې ماندینی او د کور نورو غړو او خپلوانو سره په مکه کې اوسیده، حضرت ابو قحافه دسیدنا حضرت عمر رضی الله تعالی عنهُ دخلافت په دور کې دهجرت په ۱۴ کال د ۹۷ کالو په عمر په مکه کې وفات شو ، انا لله وانا الیه راجعون.

دحضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ مور بې بې، سلمه بنت سخر نومیده چې دا مبارکه هم پخپل کنیه  اُم الخیر رضی الله عنها مشهوره وه او دا بي بي د بنی تمیم له قبیلي د خپل میړه ابو قحافه دتره لور وه، حضرت اُم الخیر رضی الله تعالی عنها  د بلني په لومړیو کلونو کې د مکی په دار ارقم کې د خپل فرمان منونکی زوی په سپارښتنه، د رسول الله صل الله علیه وسلم په دعوت  په اسلام مشرفه شوه ، حضرت اُم الخیر د خپل میړه  حضرت ابو قحافه له مرګه څو کاله  وروسته وفاته شوه ، انا لله وانا الیه راجعون.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ د سټې سلسله د پلار او مور لخوا په مره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای کیږي.

ویلی شو: عبد الله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تمیم بن مره  بن کعب بن لوېې بن غالب بن فهر(چې قریش ېې لقب و او دده په نوم دا قبیله مشهوره شوه) بن مالک بن نضر(نوم ېې قیس و) بن کنانه بن خزیمه بن مدرکه(نوم ېې عامر و) بن الیاس بن مضر بن نذار بن معد بن عدنان بن اد بن همیس بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن ابې بن عوام بن ناشد بن حزا بن بلداس  بن یلداف بن طابخ بن جاحم بن ناح بن ماخې بن عیض بن عبقر بن عبید بن الدعا بن حمدان بن سنبر بن یثربې بن یزن بن یلحن بن اروعوې بن عیض بن دیشان بن عیصر بن افناد بن الهام بن مقصر بن ناحث بن زارح بن سمې بن مزېبن عوضه بن عرام بن قیدار بن اسماعیل بن ابراهیم علیه السلام بن تارح(نوم ېېازر وو) بن ناحور بن ساروع یا ساروغ بن راعو بن فالخ بن عابر بن شالخ بن ارفخشد بن سام بن نوح علیه السلام بن لامک بن متو بن اخنوخ ( ویل کیږې دا ادریس علیه السلام وو) بن یرد بن مهلائیل بن قینان بن انوشه بن شیش بن ادم علیه السلام!! دسټې لوړه سلسله مونږ دسیدنا حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دسټې په اعتبار لیکلې ده، که څه هم دنسب دنومونو په لاندی باندې دتاریخ لیکونکو اختلاف  شته،که څوک زیا ت معلوات تر لاسه کول غواړی لوړو مراجعو ته د مراجعه وکړئ!

سیدنا صدیق اکبر رضی اللهُ دوه ورنه درلودل چې دواړه په وړکتوب کې مړه شوئ وو او دوه خویندی  داُم فروه او غریبه  رضی الله عنهُنَّ په نوم وئ.

د اُم فروه واده جلیل القدر صحابی (اشعث بن قیس) رضی الله عنهُ چې دقریشو له قبیلی او دغریبه واده مشهور صحابی حضرت قیس بن سعد سره تر سره شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د