نظــر

له زړو ګناهګارانو سره زموږ نوی چلند

n aloomi

څه موده وړاندې زموږ په سیمه کې یوه نفر په خپل موټر سایکل باندې دکمونیست ډاکټر نجیب عکس لګولی وو ، زموږ یوه بل کلیوال چې کله ولید ، نو له واره یې پرې ورمنډه کړه ، عکس یې څيرې کړ او ترپښو یې لاندې کړ ، دموټرسایکل څښتن ته یې کړل

چې دادې پلار دی که دې نیکه دی ، او کوم خیر دې ترې لیدلی دی ، چې اوس دې عکس هم لګولی دی ، دموټر سایکل والا چې نورو خلکو هم ملامته کړ، هیڅ داسې ښکاره دلیل یې نه درلود ، چې دخپل ايډیال دفاع ورباندې وکړای شي ، پرته له دې چې ویل یې نور یې والله که کوم خیر رارسیدلی وي ، خو دومره مې له ځینو اوریدلي  چې  ( یوه ککرۍ وه (!) 

 

په هرحال دابه ان شاءالله بیا په مناسب فرصت وڅیړو چې دنجیب ګاو په نامه ددې ککرۍ منځ له څه شي ډک  وو

له هغه وروسته  په نن ټکی اسیا کې دعادل عادل په نامه یوه لیکوال لیکنه وکړه او نجیب ته یې دهغه دپوهنتون دوخت نوم ( نجیب ګاو ) اخیستی وو ، په دې باندې ځیني خلک وبوږنیدل او دا یې دنوموړې ککرۍ په حق کې تجاوز وباله .

دنن ټکی اسیا په بحث فورم کې یوه خلقي څو ځله مجاهدینو او روان جهاد  ته خوله ور واچوله ، خو کله چې په بحث ورسره کېوتم ، سره له دې چې په خپل حقانیت په عقیدې سره په خپله بریا دتل غوندې باوري وم او ددې  دهري دځغلولو لپاره مې خپل استعداد کافي باله  خو بیا هم دموضوع حساسیت ته په پام سره زما خیال وو چې ټول مجاهد ملت او دبحث متدین ګډونوال مې ترشا ولاړ دي او ددې خلقي په ځغلولو کې به راسره همکاري وکړي ، خو په ډیر تأسف چې کتونکو او ګډونوالو دیو مجاهد او بي دینه  کمونیست  ګډونوال ترمنځ دشخړې نندارې په داسې روحیه کوله  ، لکه د ددوو متساوي افغانانو چې ترخپل منځ کومه شخصي لانجه روانه  وي .

له دې ټولو پيښو څخه ښکاري ، چې دزړو ګناهګارانو ( خلقیانو اوپرچمیانو ) په خلاف زموږ دریځ دعمومي تبلیغاتو تراغیز لاندې راغلی ، او د دوی په حق کې مو یو داسې معافیت په رسمیت پيژندلی ، چې نه یې زموږ ایمان او افغانیت ایجابوي ، او نه یې هیڅ  کمونیزم ځپلی مظلوم افغان منلی شي .

کمونیستان څوک دي ، او دافغان اولس په حق کې یې څه کړي دي ، کمونیستان ( خلقیان او پرچمیان ) دعقیدې په لحاظ کافر دهریان ، چې له محسوساتو ماوراء له خدی نیولې بیا ترجنت ، دوزخ او آخرت پورې په هیڅ شي عقیده نلري ، دوی  د ډاروین غوندې ځانونه د بیزو زامن بولي او د ( ارتقاء ) په کفري نظریه عقیده لري ، دعمل په لحاظ دوی دانسان ، مسلمان او بالاخره افغان په حق کې هغه جنایات ترسره کړي چې دنړۍ تاریخ یې ساری نلري .

دختیځې اروپا په هیوادونو کې د ولسي قیامونو دځپلو لپاره ددوی تاریخي جنایات ، دقفقاز او منځنۍ اسیا دمسلمانانو په حق کې دقتل عامونو، اجباري هجرتونو ، زندانونو ، تحمیلي ارتداد او هویت لوټلو جنایات  ددوی هغه کارنامې دي چې له هیچا پټې نه دي .

په افغانستان کې د یونیم ملیون افغانانو شهادت د ټول افغانستان په کنډوالو بدلیدل ، دجګړو ددیرش کلن اور بلیدل ، او دملیونونو افغانانو هجرت او بي کوري افغانانو ته  ددوی یوازینی ارمغان دی .

داخلاقو او ټولنیز کرکټر په لحاظ دوی ښایي دځمکې دمخ ترټولو دني او بې پته مخلوق وي ، دوی چې  کومې کارنامې دخپل قدرت په وخت کې ترسره کړي ، او دافغانانو دپت او غیرت دلیلامولو کوم جنایات یې ترسره کړي دي هیڅکله دبښلو وړ نه دي .

زنا ، لواطت ، شرابخوري او بالاخره صریح کفر ددوی دفرهنګ یوه مهمه برخه چې هیڅ شرم یې ورباندې نه احساساوو .

زما یو ملګری چې دمولوي جلال الدین حقاني  په لاس دخوست په فتحه کې یې ګډون درلود ، قسم راته یادکړ ، چې په خوست کې په تسلیم شویو خلقیانو او ګلم جمو کې مو هغه عادات ولیدل ، چې موږ یې په حیواناتو کې تصور نه کاوو ، نوموړي ویل چې دغه ظالمان  چې دعقیدې په لحاظ ځانونه دبیزو زامن بولي ، کله مو چې له خوست څخه دژورې مرکز ته انتقالول او بیا موهلته په توقیف خانو کې ساتل ، نو دبیزوګیانو په شان په یوه بل سپریدل او له خپل منځي جنسي اړیکو څخه مو په کوتکو ایسارول .

 د کمونیستانو یو دنوم خاوند چې کله ناکله خو یې زموږ ناخبره بې طرفان هم  اروښاد بولي ( شاعراسحاق ننګیال ) نوموړی په خپلو اشعارو او لیکنو کې ځینې خپلې داسې کیسې بیان کړي دي چې انسان یې په لوستلو شرمیږي نوموړي په پوره بیباکۍ خپل خلقي ماهیت رسوا کړی دی او دخپلو زناکاریو داستانونه یې خورا په ډاګه بیان کړي دي ، نوموړی په یو شعر کې چې پولینډ ته دسفر په مهال یې لیکلی دی ، په جار وایي چې دلته فاحشه خانو ته ځم ، شراب څښم او چاغې پولنډۍ فاحشې څنګه او څنګه کوم  خو بیا مې هم دهیواد غم  نه هیریږي ، نو موړی په یوه بله لیکنه کې نه پوهیږم خپل سرګذشت بیانوي که دبل  خو لیکي    (همدا چې د سپينو او اناري تيونو څوکې يې راته پر سينې خښې کړې او شونډې يې راته ټولې په خوله کې واخېستې وېره يې رانه يوړه او دتيونو څوکو او دهغو سپينو او غوښنو ورنونو اوريې په زړه او سينه کې خوند راته وکاره .

دادی د وېرې او ډار په منګولو کې نه ، د خوند او رنګونو په وريښمينې غيږه کې اوړم رااوړم ، هغه مې پر شونډو او زه يې پر تيونو او ورنونو بوخت يم تر هغو چې اورونه سره ساړه کړواواورونو سره ووژنو . سپک شم ، لکه د باد بڼکې په څېر سپک شم  ) داسحاق ننګیال کتاب  سیوری

نو داد خلقیانو او پرچمیانو لیکنیز اخلاقي  ماهیت او سړیتوب دی ، چې هیڅ افغان ورته تن نه شي ایښودلی ، خو له دې سره سره   چې موږ یې تباه کړو ، ویې وژلو ، بدمرغه یې کړو ، هیواد یې را وران کړ ، ارزښتونه یې رانه  وتروړل او هراړخیز زیانونه یې راورسول ، لاهم موږ  خلقي او پرچمي سم ونه پیژاند ، او اوس هم یوازې د یوه کلاسیک سیاسي اشتباه کوونکي په سترګه ورته ګورو او دکرزي غوندې له دوی سره په ملي مشارکت ویاړو او خوشاله یو چې  ( جای افتخار است که برادرای خلق و پرچم  هم نزدما هستن  )

باید ووایم چې له زړو ګناهګارانو سره زموږ دغه موالات  او بغل کشي زموږ ددیني ، جهادي او افغاني اساساتو غوښتنه نه ده ، بلکې  دا زموږ په اذهانو دهغو ورځنیو نړیوالو تبلیغاتواو انټرنیټي مراودو  اغیز دی چې له موږ څخه  یې  دقرآني ( ولاء او براء ) محدوده ورکه کړې ده او اوس هندو ته هم ماما وایو .

دا هم باید روښانه کړم چې زموږ عام مجاهد اولس  دکمونیستانو په مقابل کې په داسې ناڅرګند دریځ کې نه دی ، لکه موږ ، اولس چې هره ورځ یې دخپلودشهیدو  زامنو او وروڼو ډکې هدیرې او شناختې ترسترګو تیریږي ، خلقي او پرچمي ته  لاهم دافغان ټولنې دیوه منحوس او جاني غړي په سترګه ګوري ، او نه پخلاکیدونکی نفرت په زړه کې ورسره ساتي .

مګر که لوړ دموټرسایکل والا ، دعادل صاحب په لیکنو دتبصره کوونکو  او زما او خلقي دبحث دبې پرې نندارچیانو  دریځ ته وګورو  په جوته رامعلومیږي ، چې زموږ ترمنځ لاهم داسې څوک شته ، چې دخپلو شهیدانو وینې او دیتیمانو او کوڼدې  سلګۍ یې هیرې کړې دي .

آیا هغه پتمنه افغانه چې دغوایانو ترکودتا وروسته دخپل پت او ژوند دساتنې په موخه  د دکندز له  امام صاحب څخه په نیمه شپه روانه شوه ، په ګریزي او نابلده لارو دبرګیو او بریتورو  دچاپو او کمینونو تر رعب لاندې یې دبغلان  مزل وواهه ، د دواب میخ زرین په غرونو او پرښو کې یې تیندکونه وخوړل ، دهزاره جاتو په الویزانده اراضي کې ولوېده ، ستړې شوه او له پښو څخه یې وینې وبهیدې ، له هرځل تیندک سره یې دغیږې بچی په ځمکه پریووت ، دوردګو بې لار او بې ګودره غرونه یې دمرګ  له ویرې سره سره ووهل ، دیکپايې په کوتل کې دسرسیوری دخلقیانو کمین ترې واخیست ،  بې اسره وږې تږې ، په تڼاکو پوندو  دځدراڼو په سورکي غاښي وختله  ، او دځدراڼو او وزیرو  دځنګلزارو غرونو  اغزنې لارې یې له ټولو تکالیفو سره سره ووهلې ترڅو یې دخپل پت دخوندي کولو لپاره  دوزیرستان یوې سپیرې دښتې ته ځان ورساوو ، خو هلته  دهجرت په لومړۍ شپه لټکې وچیچله  او دغیږې زامن یې بې سرپرسته پاته شول ، او په کومه ورکه دښته کې دکیکرو په منځ کې خاورې پرې انبار شوې ، آیا کې دهمدې یوې کمونیزم ځپلې افغانې شهیدې اروا مو دقیامت په ورځ له  کمونیزم سره دموالات په  جرم ګریوان ته لاس راواچوي ، څه فکر کوئ چې دځان خلاصولو تاب به ترې ولرو ؟؟

نه ؟ هیڅکله نه ځکه الله تعالی ته دخپل یوه رښتیني بنده زړه ترګردې دنیا ډیر ارزښت لري !

کمونیزم او افغاني خلقیانو زموږ دهرتن په وړاندې همدومره جنایت کړی دی ، ددوی له لاسه زموږ په لکونو پتمنې سرتورې اوپه  نیمو شپو له خپلو کلیو او کورنو څخه ورکې شوې ، دوی زموږ سلامتۍ کورنې  په کمینونو او بمبارونو کې  له منځه یووړې ، او زموږ ملت یې په یوه لایتناهي غمیزه او ځور واړاوو .

زما په باور خو دې جنایاتو ته په پام سره دوی زموږ په وړاندې نه  بښونکي تجاوزات کړي دي ، چې هيڅکله د معافیت وړ نه دي .

که څوک یوځل څوک وپیژني چې خلقي دی او کمونیست دی ، باید چې لومړی خو دلاس په توسط دخپلو یونیم ملیون شهیدانو انتقام ترې  واخلي چې الحمدلله اوسنیو مجاهدینو دا شرف ګټلی دی او ډیر شین ورګي خلقیان یې مردار کړي دي ، که  دلاس توان یې نه رسیږي باید چې په ژبه یې په وړاندې مقابله وکړي او که په ژبه مقابله هم دمصلحت خلاف بولي نو باید چې په زړه کې خو یې بد وایسوي  و ذالک اضعف الایمان

راځئ له کمونیستانو سره په خپل تعامل یو ځل بیاله سره فکر وکړو او ددې زړو ګناهګارو په وړاندې خپل معاصر چلند یوځل بیا په سمه بڼه  تجدید کړو ، او دقرآن ، حدیث او افغاني مسؤلیت په رڼا کې وګورو چې دغه کفار په کوم ډول تعامل باندې ارزي .

دهمدې دیني وجیبې دترسره کولو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x