نظــر

د پښو سپکولو لپاره نوی پلمی

canadian soldier board a plane on their way home د افغان امنیتی ځواکونو بریدونه پربهرنی ځواکونو د داسی ډُهل رنګ خپل کړیدی چی هره ورځ دربیږی نور یی د امریکایانو هغه هیلي چی ګواکی د ساتندویو تدابیرو په لړکی به دا مشکل حل کړی له منځه وړی دی. په دی وروستیو کی پر بهرنیانو علل الخصوص پر امریکایانو د افغان همکارانو لخوا بریدونه لوړی کچی ته رسیدلی دی تر اوسه ۵۳   بهرنی عسکر په دی لړکی وژل سوی دی چی اکثریت یی امریکایان دی او نور هم د ورته پیښو انتظار کیدای سی. په دی ډول په ډاګه سوه چی په تیرو لسو کلونو کی امریکا و نه توانیده او یا یی نه غوښتل یو موټی، متعهد ، ځواکمن، مجهز او د انګیزی لرونکی پوځ او پولیس رامنځ ته کړی و تیرو ژمنو ته په پام چی په تیرو لسو کلونو کی د افغان پوځ د تجهیز او سامبالښت په هکله سوی دی اوس امریکایان حالات خړپړ کوی ترڅو ذهنونه د اصلی مسیر څخ منحرف   او د پوځ سامبالښت له پامه وغورځول سی .

 هغه تو غندۍ چی د یوه کال را پدی خوا د پاکستانی ځواکونو لخوا پر کونړ اوری او ټول تلویزیونونه یی دوامداره ښکاره کوی حتی په ملګروملتو کی طرح کیږی مګر امریکایان د ستراتیژیک توافق سره سره سترګی پټوی خو پر امریکایی ځواکونو د افغان همکارانو لخوا بریدونه چی مجموعا ۵۳ نفره تلفات لری دومره لویه کړی چی د لسو کلونو مناسبات د افغان حکومت سره ټکنی کوی خو د هغه ۲۰۰۰ امریکایی  عسکرو ته چی د طالبانو سره په جګړه کی وژل سوی دی چندانی نه یادوی نوځکه داسی اقتباس کیدای سی چی امریکایان د وتلو لپاره شرایط جوړوی . اوس معلومه سوه چی هغه ملیاردونه ډالره چی د افغان ملی امنیتی ځواکونو د جوړیدو په لاره کی مصرف سوی دی فقط د فساد اسباب برابر کړیدی. او که امریکایان حق ته تن کښیږدی هغه بریدونه چی د افغان ځواکونو لخوا پر دوی سویدی اکثرا د دوی د نه پاملرنی له کبله رامنځ ته سوی دی ، کیدای سی ځنی خاصو عواملو ته ګوته ونیول سی چی بهرنی ځواکونو تر اوسه هغه ته توجه نده کړی ځکه ورځ تربلی نوی ناورینونه را منځ ته کیږی.

 ۱ : افغانستان نه باید د هغو هیوادونو سره پرتله سی چی کلونه یی مستعمراتی ژوند کړیدی  دی هیواد ته چی بیګانه عسکر د توپک سره ورسی هغه ته د متجاوز په سترګه کتل کیږی او په وړاندی یی احساس د حقارت کوی که څه هم د کمک لپاره ورغلی وی . او که یی  د کلتوری حدودو څخه هم تیری وسی نو ورته د زغم وړ ندۍ . او که څوک بی له توپکه پناه وروړی نو هغه ته بیا د میلمه په سترګه ګوری او په ساتنه کی یی هیڅ کمی نه کوی لکه د اسامه په ساتنه کی چی یی تخت له لاسه ورکړ خو  چاته یی ونه سپارۍ . اما امریکایانو د افغانانو د خصوصیت او کلچر په هکله کافی معلومات نه درلودل او یایی ارزښت ورنکړ.

۲ :  په تیرو لسو کلونو کی ناټو د خپل جوړښت په دوران کی په تر ټولو لویه لښکر کښی و نتوانیدل په افغانستان کی امنیت سراسری کړی په نیم هیواد علل الخصوص لیری پرتی سیمو کی امنیت د ننگونو سره مخ دی نو ځکه د هغو سیمو خلګ د اختلاف له وجهی په اردو او پولیسو کی نه یوازی ګډون ونکړ بلکه د هغوی سره په تقابُل کی واقع سوه له همدی کبله پوځ ملی رنګ وانخیست .

۳ : د امنیتی ځواکونو واکمنان مسلکی زده کړی نلری او وړ کسان ندی بلکه متعصب کم لوستی او د مصلحتونو پر بنسټ مقرر سوی افراد دی چی هغوی د پوځ د سامبالښت وړتیا نلری. صرف د ثروت د ترلاسه کولو په هیله یی جنرالی ترلاسه کړیدی لوړ مقامات یی غصب کړیدی او خپلی ګروپی ګټی د هیواد د ګټو په پرتله ورته مهم او اساسی دی. له همدی کبله هرآن زیان منونکی دی.

۴ : د افغان پوځیانو سره د بهرنی عسکرو ناوړه حاکمانه او توهین امیزه چلند ، د ولسونو سره د عملیاتو په ترڅ کی د نامناسب چلند او د تلاشیو په وخت کی د افغانی دودونو او کلچر په نظر کی نه نیول نورهغه عوامل دی چی پر بهرنیانو یی د افغانی همکارانو بریدونو ته لاره پرانیستی ده.

۵ : دینی او مذهبی ناندریو هم د دا ډول بریدونو بهیر ګړندی کړی دی د افغانانو دینی او مذهبی عقایدو ته د بهرنی ځواکونه  نه پاملرنه د کلامُ الله مجید سوځل ، عامه وژنه او یا جسدونو ته سپکاوی هغه کارونه دی چی افغان امنیتی منسوبین پر بهرنی همکارانو و برید ته هڅوی  آن تر دی چی مسلمانان په نړیواله کچه د مذهبی سپکاوی سره مخ کیږی لکه په امریکا کی د اسلام د ستر پیغمبر د اهانته ډک فلم جوړیدل  او دهغه سره متصل په فرانسه کی د محمد صل الله علیه وسلم کارتونونه خپریدل ، او یا په دنمارک کی د هغه جناب کارتونونه نشر کول او یا په امریکا کی د یوه پادری لخوا علنی او عمدی و قران کریم ته اور اچول هغه اعمال دی چی بیله شکه د ناټو ځواکونو د سرخوږی شرایط په افغانستان کی نور هم ګړندی کوی.حتی داسی انګیرنه سته چی ځان مرګی حملی هم د امریکایانو تحفه و افغانستان ته ده ځکه د روسانو د یرغل پروخت انتحاری بریدونو شتون نه درلود او د مجاهدینو د حکومت په دوران کی هم ځان مرګی بریدونو شتون نه درلود نه پخوا تر هغه انتحاری بریدونه چا پیژندل خو د امریکایانو د راتګ سره سم دا ناورین ظهور وکړ.

۶ : یو د اساسی علتونو څخه دادی چی امریکایانو په تیره یوه لسیزه کی و نه غوښتل حکومتداری او په خاصه توګه امنیتی ځواکونه د محدودو کړیو له انحصار څخه وباسی تر څو سراسری رنګ خپل کړی په امنیتی ځواکونو کی تبعیضی چلندونه او یا د ژبی ، سمت ، قوم پر بنسټ د نظامی کدرونو مقرریدل په دی معنی تلقی کیدای سی چی د امنیتی ځواکونو د جوړښت نیت او اراده شتون نلری .

که د روسانو  راتګ د اوسنی حالت سره پرتله سی ګورو چی د روسانو د تجاوز پر وخت هیڅکله د افغان پوځ له لیکو پر هغوی برید ندی تر سره سوی هغه دوه عمده علتونه درلود اول داچی روسانو د اسلامی مقدساتو په وړاندی عمدا په صراحت او وقاحت چلند نه کاوه او دوهم داچی هغه وخت افغان پوځ ګروپی ،تنظیمی او سمتی رنګ نه درلود بلکه افغان عسکرو د یوی ایډه لوژی پربنسټ د انترنیشنلیزم یا نړیوال پیوستون ترنامه لاندی ځانونه د روسانو سره د یوه ارمان شریکان ګڼل نه حاکم او محکوم.  

پورتنی علتونو ته امریکایانو توجه نده کړی لوټه په اوبو کی ایږدی پر تیریږی یعنی د وقایعو په وړاندی یوازی د خپلو ګټو لپاره تاکتیکی او لنډ مهاله چلند کوی اوږد مهاله عواقبو ته چی د افغانستان ګټی پکښی نغښتی دی خاصه توجه نه کوی په دی ډول کړونو د بهرنیانو او افغانانو ترمنځ ښه همکاری مشکله ښکاری. د ناټوهغه وروستی پریکړه چی پر بنسټ یی د افغان امنیتی ځواکونو سره ګډه جګړه ایزه همکاری متوقف سویده د امریکا پر هغه ستراتیژی چی د امنیت د لیږد بهیر تر ۲۰۱۴ کال پوری باید تکمیل سی ناوړه اثر کړیدی ، که څه هم وروسته بیا په بعضی مواردو کی ناټو عسکر د افغان عسکرو سره شریک عملیات ترسره کوی خو هیڅکله به مخکنۍ کچی ته ونه رسیږی شک نسته چی د یو سُچه یومُټی متعهد او ځواکمن اردو او امنیتی ځواکونو جوړیدل صرف د سولی، سراسری ملی ګډون او ملی یووالی له لاری ممکن کیدای سی.

  د ملیتی نفاق تُخم پاشل او د جګړی دوام په هیڅ وجه د منظم او متعهد پوځ د جوړیدو زمینه نسی برابرولای. ترهغه چی امنیت او سوله شتون ونلری د متعهد پوځ جوړیدل  خوب او خیال دی .که دا فکر کیږی چی د باروتو د دود او انفجاراتو په لوخړو کی ملی متعهد او د انګیزی لرونکی پوځ جوړیدای سی دا به لویه اشتباه وی . د جگړی له منځه وړل د اخطارونو او تهدید له لاری نسی ممکن کیدای اوس څو اړخیزه تفاهم او خبرو اترو ته ضرورت سته، د سیمی د هیوادونو سره باید دیپلوماسی د یو تعادل په سطح کی واقع سی د سیمی د هیوادو سره د مور او میری چلند ګټه نلری همدا رنګه د مخالفینو سره د یو منطقی او صادقانه تفاهم د ښه نیت په چوکاټ کی آهم ضرورت دی ،   و افغان ولس ته باید په مجموع کی په حاکمیت کی د ګډون زمینه برابره سی ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ واټن کم سی .

عبد الباری عارض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x