افغانستان

د نورستان والي: زه نه یم ټپي شوی، روغ جوړ یم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان والي حافظ عبد القیوم په اړه داسي خبرونه ورکړل شوي وه، چې نوموړی د یوې چاودني په ترڅ کې ټپی شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې د نوموړي په اړه ویلي وه چې تیره شپه د نورستان د والي موټر ددوی د جنګیالیو له خوا په یوه بمي چاودنه کې په نښه شو، چې له کبله یې نوموړی مرګونی ټپي شوی دی.

د نوموړي په اړه د نورستان ځینو نورو ازادو سرچینو هم خبر ورکړی وو، چې په چاودنه کې ټپي شوی.

کله چې دا خبر پر نن ټکی اسیا نشر شو، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پر خپل فیسبوک پاڼه کې وویل چې دی رک روغ دی، هیڅ نه دي په شوي، خپل خدمت ته به ادامه ورکوي.

نوموړي دا نه وویل چې چاودنه باندي شوې او کنه، خو د ذبیح الله مجاهد هغه خبر یې رد کړ، چې په کښي ویل شوي نوموړی د یوې چاودني په ترڅ کې سخت ټپي شوی دی.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د جګړې ټولي لوري یو بل ته د زیاتو تلفاتو اړولو ادعاوي کوی، او خپل تلفات پټوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال وزیري د طالبانو له لوري د کندوز د نیول کیدو وروسته پر طلوع تلویزون رسنیو ته وویل چې رسنۍ باید ددوی د دښمن تلفات لس چنده زیات وښيي، د دولتي ځواکونو د تلفاتو او د هغوی د ټیټ مورال په اړه باید هیڅ راپور ورنه کړي، ځکه چې په دې سره د امنیتي ځواکونو مورال ټیټیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

هغه بیچاره که دا ونه لیکی بیا ورباندی ډالری معاش بندیږی او لا به یی بل والی په ځای مقرر کړی ، ځکه د کابل غلامه اداره خو د کابل څه چه د ارګ له پیښو هم پوره اګاهی نه لری ، د قندوز له حالاتو خبر نه وو ، د نورستان او بدخشان له واقعاتو خو یی خبریده ستونزمنه خبره ده ، که دا والی مړ هم شی او کورنی یی د هغه فیس بوک کی لیکی چه هغه روغ رمټ او ژوندی دی ، په مړینه لس کاله والی پاتی کیدی شی او ډالری معاش تر لاسه کولی… نور لوستل »

شیرعلی صافی

همداسی ده زمونز سیاسی خلک ژوندی خو یی څوک نشی لیدلی چی بیا مړ شی نو هم تر یو وخت پوری مړی پټ وی دبعضی معازیرو له وجهی د دوی د مدافعینو لخوا بیا ورباندی تبصیری وروسته کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x