نظــر

د طلوع او یک تلویزونونو هدف د کندوز د جګړې د خبرونو وو، که نور پټ اهداف یې لرل!!

لیکوال: زاهدالله توحیدیار

د لوۍ اختر په څلورمه نېټه طالبان په دې وتوانیدل، چې د افغانستان د شمالې ولایتونو يو مهم او ستراتیژیک ولایت کندوز په بشپړ ډول ونیسي؛ نو رسنۍ د خپل رسالت په موخه همحاله د کندوز ولایت د سقوط راپورونه ورکول.

دا جوته نه ده ، چې ایا ریښتیا هم رسنۍ د خپل رسالت له مخې خلکو ته ریښتنې او دقیق راپورونه خپره وي او که خپل کوم ځانګړی هدف هم لري.

طبعي ده، چې يو شمېر رسنۍ خپل ځانته اهداف او مقاصد لري؛ ځکه چې څوک څه او ځېنې په کوم ډول خپل مزل ته لاره لنډوي، او ژورنالیزم د يو ډال او سپر په توګه استعمالوي.

په تېرو څوارلس کالو کې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د افغان حکومت څخه يو ولایت پخپله ولکه کې نیسې.

د اختر د خوشحالۍ په دې ورځو کې د يوشمېر با احساسه ولسپالو خلکو خوښۍ یو په دوه شوي، لکه چې یو شاعر وايي:

خدایا یوه ښادي مې دوه کړي، چې یوه ستويه پڅکی وړم جوړه راوړمه!

د کندوز ځايي خلکو د لوري طالبانو د تود هرکلي سره مخ شول او اکثرو ولسي خلکو دخوښۍ په موخه د طالبانو سره يو ځای انځورونه ویستل چې ځینو خو یې سلفي انځور په شوشل میډیا کې هم خپاره کړل.

یوه پښتنه افغانه خور چې مریمه نوميږي يو لیک رسنیو ته لیږلی وو په هغه کې کښل شوي ، چې طالبان زما د توقع خلاف وو؛ ځکه د هغې پر وینا چې دوی ته يو شمېر رسنیو طالبان داسې معرفي کړي وو لکه د انسانیت په خلاف پيچکاري کړی وو؛ نو ځکه دې خور هم ګومان کولو چې دکندوز ښاردنیول کیدو سره سم به طالبان ظلم ،زیاتی، چور او چپاول کوي؛ خو کله چې طالبان کندوز ښار ته راغله ؛ نو زموږ د اټکل په خلاف دوی د عامو خلکو سره ډېر ښه چلند وکړ ان تر دې چې روغتونو ته بې وسلې ننوتل.

راځم خپلې اصلې موضوع ته !

خبریال چې دژورنالیزم د نړیوالو معیارونو په پام نیولو سره په ټولنه کې د خلکو سترګې او غوږونه دي؛ نو یو شمېر هغه يې دې مسلک ته ژمن او نورې يې خپل ځان د يو هدف ته د رسیدو لپاره په بل ډول استعمالوي.

د کندوز د ښار سقوط سره یک او طلوع تلویزونونو ګرم ګرم راپورنه ورکول ؛ خو د دوی دغه راپورونو هم له ځان سره يو څه لرل البته په مرموز ډول سره ؟!

د ژورنالیزم د اصولو سره سم دوی په بې طرفه او دقیق شکل سره راپورونه نه ورکول ؛ ځکه که د دوی راپورونه وکتل شي نو د پکې بې طرفي، توله ، عدالت او ناپیلتوب پکې د پښو لاندې شوي.

دوی خپل رسالت مخې ته نه وړلو صرف حکومت يې دېته متوجه کوو چې ولې د دوی دلاسه يو ولایت وځي؛ځکه دیوشمېرسیاسیون پر وینا چې دوی دامریکا د فوځيانو بیا ځل راوستولو ته زمینه سازي کوله ؛ نو ځکه یې ویل ، چې افغان امنیتي ځواکونه داتوان نه لري چې دطالبانونظامي غبرګون مخنیوي وکړي.

دنن ټکې اسیا د خبر له مخې د کندز د جګړې په وروستیو ورځو کې طلوع ټلویزیون یو داسې راپور خپور کړ چې په پراخه کچه یې ولسي منفي غبرګون له ځان سره درلود. د طلوع یو خبریال له کندز پوهنتون څخه داسې راپور ورکړ چې ګواکې طالب جنګیاليو د دغه پوهنتون پر ښځینه محصلینو جنسي تېري کړي. خبریال داسې اسناد هم وړاندې نه شوای کړای چې ښکاره کړي جنسي تېری شوی. دا راپور په پیل کې ځکه د عام ولس زړه ته ونه لوېد، چې د پوهنتون محصلین د اختر د رخصیتو لپاره خپلو کورونو ته تللي وو. په پوهنتون کې څوک نه وو. خبریال هم د شپه غالې له تشو خونو رپوټ ورکاوه.

بل د دې لپاره چې په ښکاره ډول دامریکا ملاتړ وکړي ؛ نو د امریکایانو چې دبې پولې په نوم د داکترانو په روغتون يې ړنده بمباري وکړه چې په پایله کې ۳۰ تنه پکې ووژل شوو او لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ټپیان شول .

بل د امریکا څخه د ښکاره ملاتړ په هدف دوی يو راپور چمتو کړی او د یو داکتر په اسناد یې وویل چې ریښتیا هم د بې پولې روغتون کې طالبانو مرچلې نیولي ؛ نو ځکه چې امریکایان دېته اړشول چې په دې روغتون بمباري وکړي.
دوی خو دغه خپل پاک رسالت د بادار په ګټه استعمال کړ؛ خو زمونږ د الله تعالی نظام يو عادل نظام دی ؛ ځکه امریکا خپله اعلان وکړ او اوباما دبې پولې داکترانو د مشري سره په تلیفون خبرې وکړې او بښنه یې ترېنه وغوښتله !

همدا راز د امریکا دفاع وزارت مرستیال وویل چې دبې پولو داکترانو شهیدانو او زخمیانو سربیره به روغتون یې هم ورغول شي.

د دوی خوراکیو چاپلوسي بې ځایه لاړه !

دژورنالیزم د زده کړو په مهال موږ ته استادانو ویل چې یوه رسنۍ په معمولي خبر د اسمان شینو ته پورته کیږي او همدارنګه یوه رسنۍ په معمولي خبر یا راپور د ځمکې تل ته ارکېوځي.

نو هغه د استاد د کلنو، کلنو خبره دلته صدق کوي.

او ګورو چې د خلکو سربیره د طالبانو نظامي کمیسون دغه دوه تلویزني چینلونه وروسته له دې خپل نظامي هدف ګرځوي او د ټولو ولسي خلکو په خوله هم دا یوه خبره ده چې له دې وروسته د طالبانو هدف او ټارګېټ یک او طلوع نیوز تلویزونونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x