ټولنیزه برخه

په کړکېچنو شېبو کې د بریالیتوب ۲۱ رازونه

لیکوال: برایان ټریسي

ژباړن: حامدالله ستون

لومړی څپرکی

خپله آرامتیا خوندي کړئ

څوک چې غواړي په خپلو بهرنیو عواملو واکمن شي، لومړی باید په خپلو داخلي احساستو واکمن و اوسي.
بنجامین دیسرائیلي۱

تاسو د ۱۰۰ بلیون سلول په لرلو سره یو حیرانوونکی مغز لرئ. ستاسو ماغزه د هغو ټولو ورېځو څخه روښانه دي، چې تر اوسه پیدا شوې دي. ستاسو ذهن کولای شي چې د ژوند په اوږدو کې ټول معلومات په خپل ځان کې زېرمه کړي، او تاسو هم کولای شئ چې له خپلې حافظې څخه په ګټه اخیستو د څو ثانیو په تېرېدو سره دغو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړئ. تاسو هر کړکېچ ته د لاس رسي لپاره چې له هغه سره مخ کېږی، ټولې هوښي او ذهني اړینې سرچینې په واک کې لری.

سربېره پر هغو ستاسو فکرونه ډېر ځواکمن دي، او د دې سبب کیږي چې تاسو خپه یا خوښ، مثبت یا منفي، غمګین یا آرام و اوسئ. ستاسو فکرونه ستاسو د احساساتو ټاکونکي دي. کله چې تاسو خپل ځان په کړکېچن حالت کې ګورئ، کله چې له کومې ناڅاپي ماتې او بدې پېښې سره مخ کېږئ، نو لومړۍ دنده مو دا ده، چې خپل فکرونه او احساسات مو کنټرول کړئ. ترڅو ډاډمنتیا ومومئ، چې په هغه حالت کې به په غوره طریقه عمل وکړئ.

بې له ځنډه په خپل ځان واکمن شئ

د زده کړو په دوران کې مو د یو ټولګي په دېوال باندې یو انځور لګېدلی و، چې په هغه کې د یو کس څېره ډېره پرېشانه برېښېده. د هغه پیغام داسې و: ( کله چې حیران او یا هم په شک کې وئ، بې ځایه تاو او را تاو شئ، چغې ووهئ، او فریاد وکړئ). خو په خواشینۍ سره چې ډېری خلک په کړکېچنو حالاتو کې په دې ډول غبرګو نه ښيي.

کله چې د انسانانو د ژوند چارې ګډوډې مخ ته ځي، د هغوی طبیعي هڅه دا ده، څو په منفي ډول غبروګون وښيي. یا بې ځایه احساساتي شي. ښايي په دې وخت کې تاسو غوسه، پرېشانه، ناهیلي او یا په وهم کې شئ. دغه خراب فکرونه او منفي احساسات بې له ځنډه ستاسو د مغز مهمې برخې بندوي، او د مغز نازکې او خړرنګه پردې مو هم له دې پدیدو څخه په امن نه پاتې کیږي. دا پردې ستاسو د مغز د فکر کولو هماغه برخه بلل کیږي، چې له هغه څخه تاسو د تحلیل، تجزیې، ازمایښت او د ستونزو په حل او په پای کې هم د پرېکړو په نیولو کې ګټه اخلئ.

که چېرې بې له ځنډه او په ځیر سره په خپل فکر او احساساتو واکمن نه شئ، په ناڅاپي ډول به د جګړې، غبرګون ښودلو او یا د تېښتې لاره ونیسئ. کله چې ستاسو د ژوند چارې په ګډوډۍ سره مخ ته ځي، ښايي وغواړئ څو له دې کړکېچ سره جګړه وکړئ، او یا شاتګ وکړئ. په داسې حال کې چې ښايي د هغه کړکېچن حالت سره د مخ کېدلو لپاره له دې غبرګونونو څخه یو هم مناسبه طریقه نه وي.

ژوره ساه واخلئ

په کړکېچنو حالاتو کې د آرمتیا د خوندیتوب د پیل ټکی دا دی، چې په ناڅاپي او احساساتي طریقې سره له غبرګون څخه ډډه وکړئ. د احساساتي کېدلو پر ځای ژوره ساه واخلئ، تر څو ذهن مو آرام شي. او بیا په ځیر سره په خپلو راتلونکو خبرو او چارو غور وکړئ.

فکر وکړئ چې په دې وخت کې ټولو په تاسو باندې سترګې ګنډلې دي. تصور وکړئ چې دا حالت یوه ازمایښتي بڼه لري، ترڅو پوه شئ چې ستاسو رښتینی ماهیت څه دی. خپل ځان یو مشر په نظر کې ونیسئ. تاسو داسې کسانو تو د حرکت مسیر ټاکئ، چې هغوی تاسو ته په درانه او ښه نظر ګوري. فکر وکړئ چې ټول خلک دې ته په تمه دي، تر څو وویني چې تاسو به څه ډول غبرګون وښیئ. پرېکړه وکړئ چې د نورو لپاره یوه ښه نمونه و اوسئ. هغوی ته الهام ورکړئ او د مهمو ستونزو په وړاندې ورته سالمه لار وښیئ. فکر وکړئ چې تاسو هغوی ته زده کړه ورکوئ.

دا نیمګړې هیلې او اومیدونه ستاسو د منفي احساساتو اصلي سرچینه ګڼل کیږي. د بېلګې په ډول: تاسو تمه درلوده چې یوه خاصه پېښه په یوې ځانګړې طریقې سره را منځ ته شي. مګر پېښه په بشپړ ډول متفاوته سرته رسېدلې ده. په دې حالت کې به تاسو بې له ځنډه منفي غبرګون وښيئ، چې دغه غبرګون په بشپړ ډول طبیعي دی. مګر تاسو باید د خپل طبعي غبرګون په اساس عمل ونه کړئ.

خپل دوه لوی دښمنان وپېژنئ

دوه ډېر مهم منفي احساسات چې د کړکېچ یا ماتې د منځ ته راتلو په وخت کې منځ ته راځي، له ماتې او یا لوېدلو څخه ډار دی. د دې احتمال شته چې له هغو څخه هر یو د غوسې، غمګینۍ او یا د بې باکۍ سبب شي.

له ماتې څخه وېره هغه وخت احساسوئ، چې کله د خپلې پانګې، پیرودونکي، کار یا د خپل باور له لاسه ورکولو په حال کې یاست. په یو خراب وضعیت کې هم ښايي له دې ډول احساس سره مخ شئ، چې کله مو د یوه ملګري روغتیا او ژوند په خطر کې وي. له ماتې سره د مخ کېدلو احتمال به په یوه ځانګړي وخت کې معمولاً په هغه وخت کې چې ستاسو په پانګه پورې اړه ولري، د پرېشانۍ، اندېښنې او د ډار سبب وګرځي.

د لوېدلو څخه وېره له انتقاد څخه ډار یا له نه تائیدولو سره نږدې اړیکه لري. کله هم دغه وېره هغه وخت پیدا کیږي، چې تاسو هغه کارونه نه شئ کولای، چې د نورو تمې د ځان په اړه پوره کړئ. کله مو چې چارې په سمه توګه مخ ته نه ځي، ښايي احساس کړی چې وړ او لایق انسان نه یاست. په دې وخت کې د شرمیندګۍ احساس کوئ، او خپل ځان درته بشپړ انسان نه ښکاري. په دې حالت کې مو خپل باور او عزت له منځه تللی ګڼئ. ستاسو شخصیت له خطر سره مخ کیږي، دا ډول غبرګونونه په بشپړ ډول طبیعي دي. په هر حال دلته یوازې له دې وېرو سره ستاسو د مخامخ کېدلو څرنګوالی د اهمیت وړ دی.

په یاد ولرئ چې د کړکېچ په وړاندې ستاسو غبرګون ډېر ارزښت لري. دا کړېچ تاسو ته د یوې ازموینې بڼه لري. د دې پر ځای چې احساساتي شئ، یوه ژوره ساه واخلئ. خپله آرامتیا خوندي کړئ. او قاطع پرېکړه وکړئ، چې خپله ستونزه په ډېره آرامۍ او اغېزمنې طریقې سره هواره کړئ.

ستاسو د ننه خبرې ستاسو د احساساتو ټاکونکې دي

د مارتین سلیګمن په نوم یوه ارواه پوه دا ثابته کړې ده، چې له بېلا بېلو پېښو څخه ستاسو برداشت په ټولیز ډول ستاسو فکرونه، احساسات او په پای کې کړنې ټاکي. ستاسو برداشت په واقیعت کې هماغه طریقه ده، چې هغه د ځان لپاره د بېلابېلو پېښو د تفسیر لپاره په کار وړئ.

لږ تر لږه ۹۵ سلنه احساسات مو که منفي او که مثبت دي، له بېلابېلو پېښو څخه په برداشت کولو سره چې ستاسو په چاپېریال کې پیښیږي، ستاسو د نننیو خبرو له لارې ټاکل کیږي. که چېرې د توقع خلاف ماته د ځان لپاره د حل په طریقه تفسیر کړئ، آرام او واکمن پاتې کېږی.

که څه هم ستاسو ذهن کولو شي، چې په خپل ځان کې زرګونو فکرونه ځای کړي. مګر هر ځل یوازې په یوه فکر باندې د تمرګز وړتیا لري. او تاسو همیشه د واک خاوندان یاست، تر څو په هر وخت کې تاسو خپله هغه فکر وټاکئ. کوم فکر چې په هره شېبه کې انتخابوئ، د دې واقیعت ښکارندوی دی، چې آیا د غوسې او خپګان احساس کوئ، او که آرام او متمرکز پاتې کېږئ.

په یاد ولرئ چې د ژوند ډېری چارې لږ تر لږه په لومړیو کې پایلې ته نه رسیږي. خپل ځان ته مو یادونه وکړئ، چې ډېری ستونزې او سختۍ د ژوند عادي او طبیعي برخه ګڼل کیږي. هغه نه ماتېدونکې دي. تاسو یوازې کولای شئ چې د هغوی په وړاندې د خپل غبرګون څرنګوالی وټاکئ.

خپله آرامتیا مو له پرېشانۍ څخه په ډډه کولو خوندي کړئ.منځ ته راغلې ستونزه د ځان لپاره منفي او له منځه وړونکې پېښه مه ګڼئ. د ژوند ډېری پېښې چې په لومړیو کې په کومه اندازه ناوړه او خرابې څرګندیږي، په اصل کې ناوړه او خرابې نه دي. د هر کړکېچ سره د مخ کېدلو په وخت کې څلور مهمې کلمې داسې دي، دا هم باید عملي شي.

لومړی ستونزه وڅېړئ
وروسته غبرګون وښیئ

د احساساتي کېدو پر ځای هڅه وکړئ، له هغو کسانو څخه په پوښتنه کولو سره چې په هغې پېښې پورې اړوندیږي، خپله آرامتیا خوندي کړئ. په صبر سره د هغوی ځواب ته غوږ کېږدئ. که چېرې د حل لار شتون ولري، نو ستاسو دنده دا ده، چې له غبرګون ښودلو څخه مخکې او څه چې پېښ شوي دي، د هغه په پوره درک سره هغه پیدا کړی.

کله کله له خپل مقابل لوري یا یو ډاډمن ملګري سره د ستونزې په اړه خبرې کول د دې لامل کیږي، چې آرام او متمرکز پاتې شئ. د ډېر وخت لپاره پلی مزل وکړئ، او د حالت په ازمویلو بوخت شئ. هغه ستونزه له هرې زاويې څخه وڅېړئ، او د احتمالي حل لارې د پیدا کولو په لټه کې اوسئ. څه چې پېښیږي هغه ته له پام پرته خوشبین اوسئ. د هر حالت او هرې ستونزې په منځ کې غوره او د خوښې وړ ټکی ولټوئ. ډېری وخت کوم څه چې د یوې لويې ماتې په څېر راڅرګندیږي، یوه پټه موقع ده، ښايي بشپړه ماته د هماغه څه دقیقه طریقه، طرحه او معامله وي، چې تاسو هغه ته اړتیا لرئ. نو په دې ترتیب اړ کېږئ څو خپل وخت او پانګه په یوه بله لاره کې ولګوئ.

ارزښتناک درس ولټوئ

دا مهمه نه ده چې څه پېښه را منځ ته کیږي. بلکې مهمه دا ده چې د هرې سختۍ او ماتې په منځ کې د ارزښتناک درس په لټه کې اوسئ. د هرې ستونزې سره چې مخ کېږی، د هغې په زړه کې داسې یو زړی موجود دی، چې تاسو ته د سختۍ په کچه یا له هغې څخه زیاته ګټه رسوي. کله چې خپل ځان عادت کړئ څو په هر حالت کې د یوې غوره نقطې په لټه کې وئ، او د هر حالت او کړکېچ په زړه کې په موجود ارزښتمن درس باندې پوه شئ، په خپله آرام، مثبت فکر کوونکي او هیله مند کېږی. چې په پای کې مو د مغز ټول توان په خپل واک کې لویږي، ترڅو هغه ستونزه حل کړئ، او کړکېچ له منځه یوسی.

کله چې له کړکېچن حالت سره مخ کېږئ، څو دقیقې خپلې سترګې وتړئ، ژوره ساه واخلئ، او په تصور کې خپل ځان د سکون، په خپل نفس باندې باوري، بشپړ برلاسی، او د زیاتې خوښۍ په حالت کې وګورئ. قاطع پرېکړه ونیسئ، چې د نورو په حضور کې هم خوشبین اوسئ او مثبت فکر ولرئ. په ادب او مهربانۍ له نورو سره خبرې وکړئ، او په داسې ډول عمل وکړی، چې ګني په نړۍ کې کوم ځانګړی غم نه لری. او څه چې په پیښیږي په واقعیت کې هغه ستاسو د خپګان لامل نه کیږي.

په کړکېچنو شېبو کې اغېزمنې کړنې

۱ــ هره ستونزه او کړکېچ چې له هغه سره مخ کېږئ، په ځیر سره وڅېړئ. تر څو په هغې کې یوه غوره او ګټوره نقطه پیدا کړئ. ډېری وخت ستاسو لویه ستونزه همدغه موقع ده، چې د ستونزو په قالب کې را څرګندیږي.

۲ــ په هره سختۍ او ماته کې د یوه ارزښتمن درس په لټه کې اوسئ. تصور وکړئ چې په دې وخت کې دا ستونزه ستاسو خواته را استول شوې ده، او په هغې باید پوه شئ، چې دا تاسو ته درس درکوي. څو په راتلونکې کې د لا زیاتو خوښیو او بریالیتوبونو څخه برخمن شئ.

ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ، ځکه یوازې همدا وخت او همدغه مرحله وي، چې ستاسو وضعیت بدلون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Numan Mayar

چې يې مـــــــــــور وي پدې خــــــــــــــاوره زيږولی
چې په هر ژبــــــــــــه ګويا وي خو افـــــغــــــان دي

خالد هجران

مننه حامدالله ستون صاحب.
دیری په زړه پوری او معقوله ویناوی دی. خو ددی هر څه باوجود ننی کړکیچونه او حالات سړی خامخا بی فکره کوی او د خپل هدف درسیدو په موخه د دیرو مشکلاتو سره مخ وی.
خو بیا هم د الله ج په کومک او نصرت خپله حوصله اوصبر ساتل پکار دی.او همت بایلل انسان د مشکلاتو آخری کندی ته غورځوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x