افغانستان

کندوز: پر روغتون د بمبار د تحقیق لپاره نړيوال کمیسیون کار پيلوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې د روانې جګړې په اوږدو کې د بهرنیانو له لوري د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار توند غبرګونونه را وپارول.

دغه بريد چې د اکتوبر پر درېیمه ترسره شوه، چې د بې پولې ډاکټرانو د موسسې په قول پکې ۲۲ تنه ووژل شول او ځینې نور لا درکه دي.

د ځينو سرچينو په قول بیا په دې بريد کې د ډکټرانو او نورو طبي پرسونولو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي ووژل شول، چې د ۳۰ شاوخوا یوازې پکې د روغتون نرسان موجود و.

د دې پېښې د څېړلو په موخه یو خپلواک نړیوال کمیسیون تحقیق ته تیار دی، چې د دوی په وينا د پېښې د حقیقت موندلو هڅه به کوي.

د بې پولې ډکټرانو د مؤسسې د اوپراسیون مشر د امريکايي ځواکونو له لوري دغه بريد یو «وحشي بريد او جنګي جرم» ګڼلی او په وينا د دې کمیسیون جوړلو یو ښه ګام دی.

برت جینسنز وايي چې تر اوسه د دې کمیسیون ملاتړ یوازې سویس هېواد کړی دی، خو په خبره يې د کمیسیون د کار د پیل لپاره د امریکا او افغانستان حکومتونو موافقه اړینه ده.

په دې کمیسیون کې چې ۱۵ تنه غړي لري، پکې پخواني پوځي افسران، ډاکټران او ديپلوماټان شامل دی، چې دغه پېښه به له ګڼو اړخونو تر څېړنې لاندې نیسي.

دا کمیسیون په داسې حال کې جوړېږي، چې د بې پولې ډاکټرانو همدا سرچينه لا هم د ۹ تنو ناروغانو د لادرکۍ خبره کوي، د دوی په وینا د دې ۹ تنو نه مړي موندل شوي او نه يې هم د ژوند درک لګېږي.

یاده دې وي د کندوز د جګړې د تحقیق لپاره افغان حکومت هم یو کمیسیون جوړ کړی، چې د دواړو مشرانو له لوري دوه مشران لري، چې د دوی په وينا د کندوز د سقوط عوامل به په ډاګه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دسه سه لپاره ?

آیا معلومه نه ده چی دا صحي مرکز وو?
آیا جوته نه ده چی دا جنایت قصدا امريکايانو کری ده?
آیا روشانه نه ده چی دا جنایت د کورنيو غلامانو په خوشه سر ته رسيدلي دی?

آیا دا نه ده مشخصه چی ددي وحشی جنایت قربانیان صحي کارکوونکي، بیماران او د هغوي پايوازان وو?

د تحقيقاتو کول یا د کمسيون توظيف د سه لپاره?

ددي لپاره چی وحشي جنايتکارانو ته مبررات پیدا کري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x