نظــر

موحدین اربکیان

پوهان وایي  (حب الدنیارأس کل خطیئة ) د دنیامینه  دټولو مرداریوسرده ،رښتیا هم دپیسو مینه او دشهرت تنده هغه څه دي چې انسان په هره مردارۍ ورګډوي .

زه  به دلته دداسې چا کیسه درته وکړم ، چې دپیسو مینې دجهاد له سنګر څخه په مخه کړل او دمختلفو پړاوونو په وهلو سره یې  مخامخ د بي حیا انټرنیټي اربکیتوب په سټیج ودرول .

نن سهار یوه ملګري راته یو شعر ولیږه ، چې دمجید قرار له خوا لیکل شوی ، او دمحمدغفور پیروز او وصیل پیروز لخوا په فیسبوک کې په ډیرې ډیرې مننې  نشر شوی وو .

شعر چې دپیرانو په اړه لیکل شوی او دامام رباني شیخ احمد سرهندي  مکتوبات شریف ته هم په کې په خورا سپکه کتل شوي دي لومړۍ  کړۍ یې  څه داسې وه

سریې ټیټ کړی په احترام دی

جګ یې نیولی دکـ    .  . ې بام دی

دپیر په لاسو باندې ورپروت دی

مشر هیرکړی آ خپل مقام دی

شعر نور هم اوږد دی چې دپست اربکیتوب په معیار خورا یو پوره  شعر دی ، ځکه د تناسلي اعضاء وو دنومونو په شمول دهرې پستۍ یادونه په کې شوې ده ،او د ( الاناء ینضح بمافیه ) په مقتضی یې داربکیتوب خورا ښه نمایندګي کړې ده .

زه دلته دشعر له لیکوال او محتوا سره کار نلرم خو یوازې غواړم  ددې اربکي ساخته شعر د نشروونکو او خپروونکو په اړه یوه ګړۍ درسره وغږیږم .

غفور پيروز او وصیل پیروز  هغه وروڼه چې څوکاله وړاندې یې کمپیوټر زده کړ، اوله کتابخانو سره یې دپیسو په مقابل کې د کمپوز مزدوري پيل کړه ، یو څو کاله یې ښه خواري وکړه ، مختلف کتابونه او حتی دطالبانو ترانې یې په کتابي بڼه ولیکلې ، تردې چې دقلم په  توسط پیسې پیدا کول یې دنده وګرځېده ، وروسته دوی ته معلومه شوه ، چې دغریبو کتاب پلورونکو په نسبت دوی ته  دوهابیت مبلغین ډیرې پیسې ورکوي ، نو ځکه یې دکوټې دوهابیانو له مرکز سره اړیکې ونیولې او په ۴۰ زره پاکستانیو روپیویې ورسره فعالیت شروع کړ ، ډیر وخت دوهابیت مبلغینو ښه په خرپ دیوه کرايي شوي سورڼي کار ترې واخیست او خپل ټول څه  یې کې پوکړل چې دوی هم په خورا اخلاص په ټول افغان بحث فورم کې نشر کړل ، دوی ته ددې مزدورۍ په مهال  دوهابیت مبلغینو په ورځني ډول خپلې خبرې په غوږ کې ورڅڅولې  او دوی دوو کسانو یې له یوه نوم څخه په استفاده  یوازې کمپوز کاوو .

مګر تاسو خوپوهیږئ چې دوهابیت مبلغین هم خپل پراختیایي دعوتي پروګرام دشیطان په بڼه پرمخ ولي ، لومړی یو څوک دپیسو په لالچ باندې مست کړي ، بې خرته ریالونه  ورپورې وهي  ، دوهابي په نوم یې  ښه تشهیر کړي ، دوهابیت ضد افغان ټولنې ترمنځ یې ښه منزوي ، بدنام او دکلي او ټولنې دښمنۍ ته وتړي ، او کله چې په دې پوه شي چې نور دغه دپیسو موحد داسې درجې ته رسیدلی ، چې نور په شانه شي راګرځیدلی ، او مجبور دی چې خپل خر په خپله وچخوي ، نو په دې وخت کې دوهابي دعوت  مالي تمویلوونکي ورباندې  ریالونه بند کړي ، او دشیطان غوندې خپل غولولي ته ووایي چې نور نو خپل کارکوه ( اني برئ منک اني اخاف الله رب العلمین )

له ښه بخته که له بده بخته له پیروز خېلو سره هم دوهابیت تمویولونکو همداسې چل وکړ ، کله یې چې ښه مست کړل ، تردې چې په خپل پلار ، نېکه او اناګانو ټولو یې دشرک ټاپې ووهلې ، داسلامي امارت له مجاهدینو چې طبعا حنفيان دي ، له هغوی څخه یې جلا کړل ، په کلي ، شار او هرځای کې یې دوهابیانو په نامه تشهیر کړل ، نو په همدې حالت کې یې دپیسو سیروم ورباندې قطع کړ .

له څه مودې راهیسې به تاسو لیدلي وي ، چې دغفور پیروز ، وصیل پیروز ، مؤمن مهاجر او نورو غوندې وهابیانو له انټرنيټي اربکیانو سره خورا اړیکې تودې کړې دي ، مؤمن مهاجر چې ځان یوازې  مؤمن او مهاجر بولي په دې وروستیو کې دمجید قرار په مطلع باندې خورا په زړه پورې بیتونه لیکلي وو، او پيروزخېل بیا داربکیانو دشعرونو دنشر او تکثیر وظیفه ترسره کوي او هرې  ناپړیتې ته یې چکې وهي .

وایي ( اموخته خور بلا خور وي ) داسې ښکاري چې داد پیسو موحدین چې اوس ورباندې دانټرنیشنل وهابیت سیروم بند شوی دی ، داځل دجنرال پیټراییس داربکي سازۍ په  ډالري راشن سترګې خښې کړې دي ، نو ځکه ورته داسې خدای جاتي  دمبک وهي .

کنه که په انساني عقل فکر وکړو ، دپیروز او قرار یې سره څه ، پیروز دیوه بالفعله جهادي کاله غړی دی ، چې مشر ورور ( محمد نورپیروز ) یې د زابل په ولایت کې د مجاهدینو دانفلاقي موادو او انفجاراتو مسؤلیت په غاړه لري ، هغه  انفجارات چې ډيرځله په ټوپکي اربکیانو باندې ترسره کیږي  ، او قرار بیا دانټرنیټي اربکیانو له جملې یو پست ، ذلیل  ،بداخلاقه ، مړتت چې ځان ته په خپلو اشعارو کې خپله ډم وایي  .

که دپیسو او ډالري راشن خبره نه وي ، نه پوهیږو ددې توجیه به څه وي ، چې محمدنورپيروز ټوپکي اربکیان په بمونو الوزوي ، خو غفور پيروز او وصیل پیروز بیا دیوه قلمي اربکي ګوز ته چکې وهي .

دا یوازې پیروز او مؤمن مهاجر نه دي ، چې حنفیت ته دمعتقد اسلامي امارت  سره دخپلې کینې پاللو لپاره یې له انټرنیټي اربکیانو سره دموالاتو تار غځولی  ، بلکې په دې وروستیو کې یو ګڼ شمیر داسې قلموال چې ځان داسلام ، جهاد ، عقیدې  او  اسلامي دعوت نماینده ګان هم بولي ، خو ددې لپاره چې دطالبانو په وړاندې دخپلې کینې اور سوړ کړي ، اربکیتوب ته یې لاس اچولی  .

دغو ښاغلو ته به ووایو چې جنابانو تاسو خو په طاغوت ـ طاغوت زموږ غوږونه راوخوړل ، او ویل مو چې دمخالف صف هغه چې له صلیبي یرغل سره  یې هر رنګه مرسته کړې وي ، ټول مرتدین دی چې موالات ورسره دکفر معادل دی .

نن نه پوهیږو ، کومه وحیه درته وشوه ، چې دپیټراییس له ترټولو پستو زامنو/ اربکیانو سره په یوه اتڼ کې اوړئ  ، په یاد ولرئ چې ستاسو کردار به تغیر وکړي  خو داقرآني قاعده چې پرون  مو دخلقو غوږونو پرې کاڼه کړل هیڅکله تغیر نه خوري  چې ( ومن یتولهم منکم  فانه منهم . . .)

باید ووایم چې زما خطاب ټولو سلفیانو او اهل حدیثو ته راجع نه دی ، الحمدلله په سلفیانو کې داستاد یاسر ، عبدالرحیم مسلم دوست  او شیخ عبدالرحیم غوندې وتلي اوویاړلي مجاهدین شته  ، چې دکفري طاغوت په مقابل کې خپل دبراء  په دریځ مستحکم ولاړ او دجهادي صف ویاړونه دي  ، هوکې هغه استاد یاسر چې ددغو نورو جعلي سلفیانو حلیف مجید قرار یې په دیني موعظو باندې روزانه مسخرې وهي ، او جهاد اوقرباني یې دپردیو ګوډاګیتوب بولي .

 

موحد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx