ادبي لیکني

زه مړ یم – لومړۍ برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

په پښو کې مې اغزې څکېدل، سا مې بنده بنده کېده، د خدای مخلوق پرې راټول و قوارې يې له ډېرې بدرنګۍ نه ښکارېدې، چې څومره دې په ذهن کې بدرنګه څېره جوړولی شي تر هغې لا هم بدرنګ و، د کورنۍ ټول غړي مې هم راباندې راټول و، عمر مې سر ته کېنوست په مخ يې پرلپسې لاس را کشاوه، په وړه ژبه يې ویل:

ـ دادا! دادا!

ماته يې دغه خوږ غږ تر ټولو تریخ ښکارېده، ګڼ غږونه مې اورېدل، مېرمنې مې پرلپسې پښې را کښېکاږلې پښې مې يې په اوښکو لندې وې، ادې مې په زړه لاس رانیولی و، په لاس کې يې یاسین شریف رپيده، مشر ورور مې د خونې په وره کې حیران ولاړ و، زما په ټول وجود کې د اور لمبې ښکته پورته کېدې، له ځان پرته مې له هیچا سره د خواخوږۍ احساس نه کاو، شېبه وروسته مې پښې له حرکته ولوېدې، ما خو ویل چې لړمون مې وچادید، ټوله ګېډه مې له اوره ډکه شوه، ژر ژر مې سا اخسیته، اخوا دېخوا مې لاسونه غورځول، ذهن کې مې فلم چالان شو، له وړکتوبه، له کوڅې، د ښوونځي له لومړي ټولګې تر ځواني، تر مسجد، تر پردي کوره، تر پرديو باغو، د ابا ادې ځور، ښکنځل، دروغ، چل، دوکه، زنا، غلا، لمونځ، تلاوت، خیرات… ټول مې تر سترګو پرلپسې تېرېدل.

زوروره چېغه مې وکړه، تر خوله مې جملې نه وتلې، زړه مې همدا غوښتل، کاش مړ نه شم، کاش صرف یوه میاشت د ژوند موقع راکړل شي، کاش په دې حالت له خدای سره مخ نه شم، کاش پاتې شم، چې خپل تېر ژوند جبران کړم، د کورنۍ د غړو سلګۍ د ملاصاحب راتګ دپي کړې، ملا صاحب د وره په خونه کې کلیمې شروع کړي، سر ته مې کېنوست، ښځينه ګوښې ته شوې، ملا صاحب غوږ ته خوله رانږدې کړه: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده ورسوله!

زما ژبه نه پرې اوښته، ژبه مې په خوله کې وچه – وچه کېده، پړسېدلې راته ښکارېده، په لړمون کې مې د اور لمبې ورو – ورو ستوني ته رانږدې کېدې، بدرنګې پرېښتې راباندې لګيا وې، لکه عملیات مې چې کوې پرلپسې يې د اور اغزن سیمونه په ټټر کې را څکول، زورورې چېغې به مې په ستوني کې سره غوټه شوې، وروستۍ کرېږه مې وکړه، سر مې ړنګ شو، د ښځینه وو کوکو خونه په سر واخیسته، زه له بدنه راووتم، کونج ته رېږدېدلی ودرېدم.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x