ادبي لیکني

پاچايي!/ ادبي ټوټه

لیکوال: خوشال درانی

لیکوال: خوشال دراني
لیکوال: خوشال دراني

له تېرو څو ورځو راهیسې مې هڅه وکړه، چې د کرکې پوځونه د خپل د زړه په چاپیره مسلط کړم او ستا د مینې پوځونه شاتګ ته اړکړم. هڅې مې بې ځایه دي، ځکه ستا د مینې پوځونو مې د زړه پر پاچاهۍ داسې منګولې ښخې کړي، چې زه یې د شاتګ څخه عاجز شوم.

زه هم نه پوهېږم، چې ولې زما د زړه ساتونکي ستا د مینې د ځواکونو پر وړاندې ماتې خوري او هر ځل شاتګ ته اړ کېږي؟ په ټول عمر کې مې د زړه پر پاچاهۍ داسې څوک نه و مسلط شوی، چې زه یې درد خپل درد وبولم او د هغه خوشحالي داسې حس کړم، ګوندې دغه خوشحالي زما پر برخه شوي وي.

کله چې سره یو ځای یو، نو داسې فکر کوم، چې د نړۍ هېڅ ځواک به مو سره جلا نه کړي او په نړۍ کې له هېچا وېره راسره نه محسوسیږي. ستا پر شتون داسې ډاډه یم، ګوندې نیمې نړۍ ته مو ماتې ورکړې او ځان راته بې تخته پاچا ښکاري.

مینه کې دې تنګ نه یم راغلی، خو ډېرې مینې دې له ژوند څخه وویستم. هر ځای، هروخت، هره شېبه مې پر زړه ته وې او ستا سوچونو د دنیا له کارونو ویستی یم. ومې غوښتل، مینه دې له زړه کمه کړم او د زړه پر پاچاهۍ بل څوک نه، نیم خپل ځان هم واکمن کړم، خو په دغه هڅه کې هم پاتې راغلم.

نن مې بیا اراده کړې، چې پر خپل زړه ګوټي واکمني خپله کړم او نور هېچاته داسې اجازه ورنه کړم، چې هغه دې ما له ژوند څخه وباسي!

داسې به ونشي، چې زه مې د خپل زړه نیمه واکمني تاته وړیا درکړم او پر  خپل زړه نیمه واکمني زه وکړم؟

زه نه پوهېږم، چې مابه تراوسه ستا د زړه څومره خاوره د مینې لاندې کړې وي، خو ته پوه شه، چې تا مې د زړه ټوله پاچاهي نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x