شعـــــرونه

اقصی

اسدالله رزین

asadullah razeen
لیکوال: اسد الله رزین

اقصی! ته اقصی یی تا په ما ګواښي
ما کې څه نشته ځکه تا ګواښي

زه په ګواښ نه ارزم تش نوم پا ته یم
بی اندیښنو د حق ثناء ګواښي

تورو تیارو کې یم وتلای نه سم
دوی دی لګیا هره رڼا ګواښي

رڼا زه هم نه منم هسې وایم
ښه را خبر دي چې سبا ګواښي

زه رښتیا نه یوه منځ خالې دعوه یم
زما ګناهونه مصطفی ګواښي

د یوه اجیر ژوند په نشو نشه یم
غلیم مینونه ږدي روا ګواښي

اقصی زه پوه یم چې تنها پاته یی
ځکه دي هر سهار بیګاه ګواښي

اقصی ما مه ګوره زړه کیسه یم
زه ناروا یم دم ګړۍ مې نا روا ګواښي

ګوره په ما پورې چې هیلې چیرته ونه تړئ
غرق ګنا هوکې ما ګناه ګواښي

زه آزاد نه یم چې دی مرسته وکړم
اقصی ما هر څوک هره خوا ګواښي

اقصی منم چې غلامي نه منې
هره شیبه دې ویر بلا ګواښي

اقصی تر ما مړ ښه ګیله تری نه سې
ما د تیر سوي وخت خندا ګواښي

تا ته هم سپکې سپورې زه درلیږم
اقصی ما خپل ظلم بیا بیا ګواښي

اقصی له شا نه دی انکار نه شم کړای
خلق دروغ او ما رښتیا ګواښي

ځکه زه هم یو څو الفاظ اوډم
چې بیخې لیږ دې ما همدا ګواښي

په څو الفاظو بس همدا جوړه وه
دوی مې پری روي کړل دنیا ګواښي

اقصی زما جرم تربښنې لوړ ده
ښارونه ټول ړنګ شول بیدیا ګواښي

(رزین) هم یو بل له هغو وشمیره
په تش لیکلو امریکا ګواښي

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال حفیظی

جزاک الله خیر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x