
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د غزني استازي، عارف رحماني په ډاګه وویل چې د

د کندز له جګړې وروسته ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې طالبان به د کندوز په څېر د غزني ولایت مرکز هم تر خپلې ولکې لاندې راولي. د دې خبر له خپرېدو سره د غزني په ښار کې ډېری هټۍ د جګړې له وېرې تړل شوې وې.
عارف رحماني ویلي چې د طالبانو مشر پنځه ورځې په غزني کې و.
د طالبانو د پخواني مشر پر سر امریکا جایزه ټاکلې وه. خو ملا اختر محمد منصور هم د ګډ حکومت پر ضد د روانې جګړې مشري کوي. که ملا اختر محمد منصور په غزني کې د جګړې رهبري کړې وي، دا ښايي لومړی ځل وي چې د ښاغلي منصور د ځای ځایګي په اړه د ولسي جرګې غړی څرګندونې کوي.
طالبانو له تېرو ۳ ورځو راهیسې د کابل – کندهار لویه لاره د «نظامي موخو» د ترلاسه کولو له کبله تړلې او د غزني ښار ته نژدې شوې دي.
رحماني په غزني کې داسې مهال د ملا اختر محمد منصور د شتون خبره کوي، چې د کندوز د جګړې پر مهال د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد ویلي و چې منصور غوښتل کندوز ته ولاړشي.
د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه طالبانو د خپل مشر، ملا محمد عمر مجاهد د مړینې خبر رسما تایید کړ. طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل نوی مشر وټاکه. منصور د ملا محمد عمر په ژوندوني د دغې ډلې مرستیال مشر و.
افغان حکومت د طالبانو د مشر د ځای ځایګي په اړه رسما څه نه دې ویلي.
دا چه د طالبانو مشران د خپلو کشرانو په شان د جګړی اول خط ته نه یواځی د ګډون هڅی لری بلکه په ډیره ویاړنه د الله ج په لیار کی د شهادت لیوالتیا لری ، دا ځکه چه د طالبانو جنګ د قدرت تر لاسه کول نه دی ، د هغوی اولنی هدف د الله ج رضا او د الله ج د نظام پیاده کول دی د کوم له مخی چه د سولی او بیا د هوساینی تضمین کیږی کوم چه د الله ج د مخلوق د خوشالی سبب کیږی ، طالبان خپل ژوند د خپل سپیڅلی هدف وسیله… نور لوستل »