د امت لويان

د يرموک د درې زخمي صحابه ؤ دردوونکې لنډه کيسه

ليکوال: عمر مختار

حبيب بن ثابت رضی الله عنه وايي: د يرموک په جنګ کې درې صحابه،  حارث بن هشام،  عکرمه بن ابو جهل او  عياش بن ربيعه  رضی الله عنهم د سخت جنګ کولو څخه وروسته زخميان شول او په ځمکه راپريوتل؛ د ډېرې تندې له وجې څخه هر يوه يې د اوبو غوښتنه کوله، يو صحابي په منډه اوبه ور وړلې لومړی يې حارث بن هشام رضی الله عنه ته ونيولې حارث چې عکرمه ته وکتل نو صحابي ته يې وويل: اوبه هغه ته ور وړه، حال دا چې حارث رضی الله عنه په خپله له سختې تندې سره مخ ؤ، هغه په منډه عکرمه رضی الله عنه ته جام وروړ؛ خو عکرمه چې وکتل عياش رضی الله عنه يې څنګ ته پروت دی او د اوبو جام ته راګوري؛ نو صحابي ته يې وويل هغه ته يې وروړه! صحابي چې تر څو د عياش رضي الله عنه څنګ ته ورتللو هغه له دې فانۍ نړۍ څخه تږی ولاړه، نوموړی چې بيرته عکرمه او حارث ته راوګرځېد هغوی هم روحونه پاک رب ته سپارلي وو.(۱)

راځئ چې خپل تنظيمونه او ګروپونه په اسلامي پيرزوينه او لورينه باندې ښکلي کړو، مسلمانان بايد يو پر بل باندې پېرزوينه ولري، لکه څرنګه چې په پورته کيسه کې مونږ ته دا درس راکړل شوی دی نو مونږ بايد ځانونه د اسلامي ورورګلوئ په ګاڼه سمبال کړو، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې:

مثل المومنين في توادهم وتراحمهم کمثل الجسد الواحد اذا اشتکی منه عضو تداعي له سائر الجسد باالسهر والحمي. (صحيح مسلم)

يعنې د مسلمانانو مثال په همدردۍ او رحم کولو کې د يو جسد په څېر دی، کله چې د بدن يو غړي ته څه تکليف ورسيږي، نو ټول بدن ور سره نا ارامه وي او تبه يې نيسي.

دا چې په دې عصر کې کفار تل کوشش کوي چې مسلمانان په فرقو وويشي، يو له بل سره يې جلا کړي، د يو بل په خلاف يې جنګ ته وهڅوي، نو اوس اسلامي امت ته د وحدت ډېر ضرورت دی، چې حتی الوسع څومره ژر چې ممکنه وي بايد د خپل وحدت له  پاره کار وکړي، او د يو واحد مرکزيت تابع شي، چې همدا د اسلامي شريعت غوښتنه هم ده، د اسلام په سپېڅلي دين کې هيڅ ډول ژبنيز، توکميز او نژادي تبعيض او توپير نشته، ټول مسلمانان سره وروڼه دي، که هغه پښتون وي، که ازبک، تاجک، عرب وي او که عجم، د پاکستان، هندوستان، ايران، عراق، شام او که انګرېز هم وي، که د نړۍ د هر ګوټ څخه وي خو چې عقيده يې د توحيد وي او مسلمان وي نو هر مسلمان يې بايد درد او خوشحالي خپله وګڼي او د يو بل د نصرت او کاميابۍ له پاره لاس په کار شي، نه دا چې په خپلو منځو کې په جګړو اخته شي، الله تعالی دې په اسلامي امت ورحميږي، تر څو بيا د اسلامي امت تېر برم او عزت را وګرځيږي، او اسلامي نظام په ټوله ځمکه حاکم شي. آمين يا رب العالمين، ثم آمين.

(۱) (( اخرجه ابو نعيم و ابن عساکر کذا فی کنز العمال ۵/ ۳۱۰ و اخرجه الحاکم فی المستدرک ۳/ ۲۴۲ و اخرجه الزبير عن عمه عن جده عبدالله بن مصعب رضی الله عنه فذکره بمعناه الا انه جعل مکان عياش سهيل بن عمرو و اخرجه ابن سعد عن حبيب نحو رواية ابی نعيم کذا فی الاستيعاب ۳/ ۱۵۰))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صایم

ای کاش مسلمان ملت یوځل بیا په دی خبره پوه شی چی مسلمان ته ورور ووایی او کافر دښمن وګڼی مګر برعکس اشرفغنی زانته مسلمان وایی خو دکافرو دخوشحاله کولو لپاره هره ورځ مسلمان زورولو ته یی مټی رابډوهلی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x