ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې :

مونږ د اوسيدو لپاره کور ته او چيرته د تلو لپاره موټر ته ضرورت لرو او دا له پيسو څخه پرته نشي کيدلای، مونږ د نا جوړتيا په صورت کې ښه علاج او درملنې ته ضرورت لرو او دا له دولت څخه پرته نشي کيدلای، مونږ ښو تعليمي ادارو ته د خپلو بچيانو ليږلو ته ضرورت لرو او دا هم له دولت څخه پرته نشي کيدلای، د اسلام مقدس دين د خيرات، زکاة او صدقو په ورکولو ټينګار کړی او دا هم له دولت څخه پرته نشي کيدلای.

مونږ له دولت (پيسو) پرته له ډيرو نيکيو او ښيګڼو څخه محروم کيدلای شو، حج نشو کولای، خيرات، زکاة، صدقه نشو ورکولای او نه جهاد کولای شو، دا دولت وو د کوم له امله چې حضرت عثمان غني رضي الله عنه کوهي (څاه) واخيست او د مسلمانانو لپاره يې وقف کړ، دولت په خپل ذات کې کوم بيکاره شی نه دی، مناسب استعمال يې نه يواځې انسانانو ته دنيوي راحت او خوشحالي ور په برخه کوي، بلکه ذهني سکون هم ور بښي.

د يوه مسلمان لپاره کاميابي په دې کې ده چې د خپل نفس تزکيه وکړي، پاکي اختيار کړي، د خپل رب ذکر وکړي، لمونځ اداء کړي، ليکن مونږ دنيوي ژوند ته ترجيح ورکوو سره له دې چې آخرت ترينه ډير بهتر دی، له پاکي څخه مراد دا دی چې کفر او شرک پريږدي، ايمان راوړي، بيکاره اخلاق پريږدي او غوره اخلاق اختيار کړي، بيکاره اعمال پريږدي او نيک اعمال شروع کړي، الله تعالی جل جلاله فرمايي ( څوک چې له اور څخه بچ شي او جنت ته ور داخل کړی شي هغه کامياب شو) ( ) لهذا د يوه مسلمان لپاره کاميابي هغه د آخرت کاميابي ده او ناکامي يې د آخرت رسوائي ده.

کاميابي يو مسلسل سفر دی، که چيرته تاسو د کاميابي په سفر کې ودريږی نو نقصاني کيږی، مثلا له لسو شلو بيچاره ګانو سره له مرستې کولو وروسته که تاسو ودريږی نو د ستاسو کاميابي هم دريږي، چې کاميابي مو ودريږي نو زوال مو شروع شو، له يوې لاسته راوړنې وروسته د بلې لپاره کوشش پکار دی، د يوه هدف له تر لاسه کولو وروسته د بل لپاره تياری نيول پکار دي.

  •        په زندګي کې زمونږ د کاميابي راز دا دی چې مونږ پنځلس دقيقې مخکې خپل کار ته ځان حاضر کړو.
  •        د مضبوط قوت ارادي خاوندان د ناکامي مخ ډير کم ويني.
  •        راځئ ! مونږ او تاسې ټول په خپلو مقصدونو کې د کاميابي لپاره په پوره قوت مخ پر وړاندې ولاړ شو.
  •        کوم سړی چې د کاميابي لاسته راوړو لپاره کوشش کوي، کاميابي هغه ته انتظار کوي.
  •        له چا سره چې صحت، قابليت، ديانت، محنت، استقلال او همت وي د هغوی کاميابي يقيني وي.
  •        قرباني او کاميابي سره لازم ملزوم دي، چيرته چې قرباني نه وي هلته کاميابي هم د عنقا په څير وي.
  •   د کاميابي انحصار په قسمت کم په عقل او محنت زيات دی.
  •   فتحه د هغو خلکو قدم ښکلوي، کوم چې په فتحې يقين لري.
  •        په موجوده وخت کې ترقي کول د هر چا لومړنی او تر ټولو لوی ضرورت دی.
  •        په دنيا کې دری قسمه خلک دي، يو هغه دي چې يواځې سوچ کوي مګر هيڅ رنګه کار نه کوي، بل هغه دي چې بې له سوچه هر کار ته لاس اچوي او دريم هغه دي چې هم سوچ کوي او هم کار کوي، دا خوش قسمته دي آخير به له خاورو سره زر جوړ کړي.
  •        تر څو چې په رګونو کې وينه او په سينه کې ساه وي تر هغه وخته مخ پر وړاندې د تلو کوښښ کول پکار دي.
  •        بام ته په ختو کې د زينې په اول اړه کي باندې د قدم ايښودل ضروري دي.
  •        کاميابي هم د زندګي په بازار کې خرڅيږي، مګر هغه څوک يې اخيستلای شي کوم يې چې د قيمت اداء کولو وړتيا لري.
  •        که چيرته تاسو ثابت قدم و نه اوسی او خپل موقف بدل کړی نو  ستاسو مستقبل هم په خطر کې دی، ځکه د کامياب جوړيدو راز په ثابت قدمي کې مضمر
    دی.
  •        د کاميابي راز له خپل کار سره په محبت لرلو کې پټ دی.
  •        کامياب انسان هغه دی، کوم چې خپل اولاد ته ښه خويونه ور زده کړي.
  •        د لوړ غره سرته په کرار کرار ختل پکار دي.
  •        له پلان جوړولو پرته په هيڅ کار کې کاميابي ممکن نه ده.
  •        له يوه کامياب انسان څخه د هغه د کاميابي په هکله پوښتنه وشوه؟ هغه په ځواب کې وويل ! ما تر اوسه هيڅ يو کار داسې نه دی کړی په کوم کې مې چې
    ټول طاقت نه وي صرف کړی.

نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x