نظــر

سیاسي هوکړې اساسي قانون محوه کړی

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

په تولیزو او خواله رسنیو کې تازه غبرګوونونه په دې راڅرخي چې ښاغلي ولسمشر غني یو ځل بیا د اساسي قانون خلاف یو داسې فرمان صادر کړی چې له یوې خوا یې اجتماعي عدالت تر پښو لاندې کړی او له بلې خوا یې اساسي قانون محوه کولو ته نږدې کړی.

په تازه مورد کې غني په ښې حکومتولۍ کې خپل ځانګړی سلاکار احمدضیاء مسعود خپل درېیم مرستیال ټاکلی چې د د دنیا په هېڅ یو هېواد کې به ولسمشر ونه ګورۍ چې دی دې درې مرستیالان ولري او بې شمېره سلاکاران.

له بده مرغه غني هغه وخت په اساسي قانون پښې کېښودې چې د امریکا په سفارت کې یې خپل سیال ډاکتر عبدالله عبدالله سره ګټلی حکومت نیم کړ.

په دویم قدم کې ولسمشر د قانون څخه بله لویه سرغړونه هغه وخت وکړه چې په ټاکنیز نظام کې یې د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېسیون فرمان صادر کړ چې د ټاکنو د کمېسونونو په شتون کې د بل داسې کمېسیون جوړېدل د اساسي قانون ښکاره سرغړونه ده.

له دې سره په دې نا مسوله فرمان کې داسې هم راغلي چې په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي به رسمي تشریفات، حقوق او امتیازات به يې د ولسمشر د مرستیالانو په شان یو ډول وي.

په اساسي قانون کې ولسمشر دوه مرستیالان لري چې د همدې قانون د شپېتمې مادې له مخې دغه مرستیالان د ټاکنو پر مهال ولسمشرۍ ته نوماند له ځان سره یوځای ټاکي چې د بریا پرمهال همدا دوه مرستیالان وي.

اشرف غني واک ته له رسېد او وړاندې څو ځله په دې خبره ټینګار کړی چې د اساسي قانون خلاف هيڅ یوې معاملې ته تیار نه دی، بلکه د قانون په پلي کېدو کې به د ټولو لارو چارو کار واخلي.

هغه وخت چې د عبدالله او غني ترمنځ کاغذي هوکړه جوړه شوه اساسي قانون په تاخچو کې پاتې شو او اوس دې هوکړې د اساسي قانون ځای خپل کړی.

مونږ مالومات نه لرو چې په دې هوکړه کې به د افغانستان په زیان نور کوم مصلحتونه شامل وي خو په ټینګار سره وایو چې دا او دېته ورته فرعي هوکړو ته قانون نه شو ویلی.

ملي شورا چې قانون جوړونکې ده یوازې ننداره کوي او په دې حالاتو سترګې پټوي او هرڅه بګتۍ چې ولسمشر او د هغه اجرایوي رییس یې کوي دوی ورته چوپه خوله ناست دي.

ملي شورا ته په کار ده چې په دې مسایلو کې خپل دریځ روښانه کړي او هغه قانون چې دوی جوړ کړی د ولسمشر د بوټو لاندې نه شي.

ولسمشر غني هم باید اجتماعي عدالت او د اساسي قانون په چوکاټ کې ګمارنې وکړي او خپل واکونه چې قانون ورکړي نورو سره شریک نه کړي یوه لویه تېروتنه بس ده چې حکومت یې په نا قانونه توګه د شمال ټلوالې سره وویشه.

د افغانستان سیاسي احزاب او مدني بنسټونه دې هم لاس ترزنې نه کېني او د ولسمشر په بدرنګه ګمارنو دې چې ټولې د یو سیمې خلکو دي اعتراض وکړي مونږ ته هم دا دزغملو وړ نه ده چې شمال ټلواله نوره هم ونازول شي.

اوس ښه ده چې ښاغلی غني خپله پرېکړه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x