اوباما له ۲۰۱۶ وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ عسکر پرېږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو جګړه مارو ځواکونو د شتون په اړه خپله نوې پرېکړه اعلان کړه. اوباما وویل، چې له ۲۰۱۶م کال وروسته به ۵۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي. د امریکا ولسمشر دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې د سپټمبر په ۲۸مه طالبان وتوانېدل چې د کندوز مرکز تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د ۲۰۱۶م کال له پای سره د اوباما د ولسمشرۍ دویمه دوره هم بشپړېږي او د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۲۰مه به نوی امریکايي ولسمشر لوړه کوي. اوباما د ۲۰۰۸م کال د ټاکنو پر مهال د «بدلون» شعار ورکړ او له امریکایانو سره یې ژمنه وکړه چې د افغانستان او عراق جګړې به پای ته رسوي. دغه جګړې اوباما ته د پخواني جګړه ماري ولسمشر، جورج ډبلیو بوش میراث وو. اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به د افغانستان جګړه پای ته رسوي.

د ۲۰۱۴م کال له پای سره سم امریکا په افغانستان کې د خپل جګړه ییز ماموریت پای اعلان کړ. له ګډ حکومت سره د لاسلیک شوي لانجمن امنیتي تړون له مخې به امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د «القاعده او ورپورې تړلیو ډلو پر ضد» په پلمه جګړه کوي. که څه هم د امریکا حکومت اعلان کړی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت نه لري؛ خو په ځینو جګړو کې د امریکايي ځواکونو پلي ځواکونه لیدل شوي دي چې وروستۍ بېلګه یې د کندوز په جګړه کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي جنګي الوتکو بمبارد و.

اوباما وویل: «په داسې حال کې چې د امریکا جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي؛ خو له افغانستان او خلکو سره يې زموږ ‘تعهد’ ثابت دی». ده زیاته کړه: «افغان ځواکونه لا هم دومره ځواکمن نه دي چې دوی ورته اړتیا لري… په داسې حال کې چې طالبانو ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي». اوباما وايي، د ماموریت اصل یې نه دی بدل شوی او د جګړه ییز ماموریت پای هم پر خپل ځای دی.

د اوباما د پنجشنبې ورځې (اکټوبر ۱۵مې) پرېکړې د اوباما هغه پرېکړه بدله کړه چې له مخې به يې له ۲۰۱۶ کال وروسته یوازې زر تنه امریکايي ځواکونه په کابل کې د امریکا په سفارت کې مېشتېدل. اوباما وویل، په افغانستان کې ۹۸۰۰ تنه عسکر به د ۲۰۱۶م کال تر زیاتې برخې هلته مېشت وي او بیا به ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ شي چې د کابل، بګرام او کندهار له پوځي اډو څخه عملیات کوي. د امریکا ولسمشر وویل: «وضعیت په افغانستان کې لا هم ډېر ماتېدونکی دی او په ځینو سیمو کې د وضعیت د لا خرابۍ امکان شته».

د امریکا د دفاع وزیر، اشټون کارټر وايي: «په ځینو سیمو کې د طالبانو پرمختګونه ښيي چې جګړه لا هم ډېره سخته ده».

جمهوریت غوښتونکی سناتور، جان مککېن چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وېستلو سټراتيژۍ سره یې تل مخالفت کړی لا هم د اوباما پر پرېکړه نیوکه کوي: «دا د نه منلو ده چې د ۵۵۰۰ تنو ځواکونو شتون پرېکړه دې په سیمه کې زموږ د لوړپوړیو نظامي قومندانانو تر ټولو ښه تصمیم وي». مککېن وايي، ۵۵۰۰ تنه ځواکونه به یا افغان امنیتي ځواکونه روزي او یا به د «ترهګرۍ ضد» ماموریت مسوولیت په غاړه لري، په یوه وخت دواړه نه شي کولای. بل سناتور، مېک تارنبري وايي: «دا نوې پرېکړه د سترې ناکامۍ مخنیوی کوي، دا ښکاره ده چې د بریا پلان نه دی».

طالبانو هم پرون په خپله اوونیزه تبصره کې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له اوږدمهالي شتون سره مخالفت کړی و. تر دې دمه طالبانو او ګډ حکومت د اوباما د نوي اعلان په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د